تفصیل | شهادت 

17th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي افغانستان او دولت ترمنځ د توافقنامي د پلي کیدو په وړاندې پرتې ستونزي

محمدیوسف جبارخیل

2018-12-03

د 1395 د تلې میاشتې په اول تاریخ په حزب اسلامي او دولت د هیواد د سترو او ملي ګټو د خوندیتوب په هیله د سولې توافقنامه لاس لیک کړه. دغه توافقنامه ۳ فصله او ۲۵ مادي لري. په دې توافقنامه کې دواړو خواوو د ۴  اساسي اصولو پر بنسټ  د ځینو مهمو مکلفیتونو په عملی کولوهوکړه کړی ده. په دې توافقنامه کې دولت او حزب اسلامي حقوقی شخصیتونه دي او د هر حقوقی شخصیت مسؤلیتونه په کې په صریحو الفاظو ذکر او په ګوته شوی دي.

که څه هم توافقنامه په دې دلیل چې دواړه خواوې یې حقوقي شخصیتونه دي د ټولو موادو تربشپړ عملی کیدو پورې اعتبارلري خوبیا هم که هرلوری سرغړونه کوي نه یواځی خپل اعتبار او شخصیت تر پوښتنې لاندې راولی؛ بلکې  سرغړونکی لوری مکلف دئ چې متضرر ته رسیدلی خساره هم جبران کړی.

 په اوسني دولت کې داسې کسان شته چې د دغې توافقنامي د موادو د پلي کیدو په برخه کې ناغیړي کوي د بې رحمۍ او بخیلۍ له کبله هڅه کوي چې د هغې عملي کیدل و ځنډوی او یا یې ناشوني کړي. دا په زغرده ویلی شو چې په دولت کې د حزب اسلامي افغانستان هغه رقیبان  چې هغوی په قومي، سمتي، ژبنې او مذهبی او همدارنګه په  اداری، مالی ، اجتماعی، سیاسی او نورو ډول ډول فسادونو کې ترپوزې او غوږو پورې غرق او ککړ دي ، هغوی نه غواړي چې په هیواد کې دې سوله راشي . غله ، غاصبین ، اختلاس ګران ، رشوت خوران او خپل پالان او د نور ډول ډول خائنانو مخ نیوی دې و شي اود دوی په څنګ کې دې مخلص،  متجرب اومسلکی  کادرونه د ولس په خدمت کې برخه واخلي.

د حزب اسلامی افغانستان او دولت  ترمنځ  د شوې معاهدې  په ۱۵ ماده کې راغلي دي :

« دوره انفصال آن عده از مامورین و افسران حزب اسلامي افغانستان که قبلا در ادارات دولتی خدمت نموده و انفصال از خدمت شده اند در صورتی که بتوانند اسناد قانونی ارائه نمایند طبق قانون دوره خدمت آنها محسوب شده و جذب مجدد آنها براساس شرایط قانونی صورت میگیرد. »

د دې ما دې پر اساس که د حزب اسلامی  افغانستان هغه متعهد غړی چې  د کمونستي حکومت په دوران کې دندې پریښودو ته اړ شوي دي خپل قانونې  اسناد  وړاندې کړي د هغوی د انفصال دوره به د خدمت په دوره کې محاسبه شي ، رتبې او بستونه به یې تعین شي . له نیکه مرغه  د حزب اسلامي افغانستان ټولو متعهدینو دا ډول سندونه  له مربوطه وزارتونو څخه ترلاسه کړی اود حزب اسلامي افغانستان  کادرونو د ادغام ادارې ته یې سپارلی دغې  ادارې  دا منفصل شوې مامورین  په لاندې درې کتګوریو ویشلي دي :

· هغه مامورین او افسران چې ۶۵ کلن شوې او د تقاعد کیدو وړ دي.

· هغه مامورین او افسران چې هغوی لا هم وخت لري چې د بیا تقرر لپاره مراجعه وکړي.

· هغه مامورین چې دندې یې پریښي دي خو د انفصال له دورې وروسته بیرته مقرر شویدي او همدا اوس په دولتې دنده بوخت دې .

  ډیره موده وشوه چې د حزب اسلامي افغانستان ټولو هغو متعهدو ورونو اوخویندو چې په یادو درې کتګوریو کې راځي خپل اسناد برابرکړیدي اود حزب اسلامي افغانستان د کادرونو د ادغام ادارې ته یې په دې موخه  سپارلي دي چې د سولې د معاهدې د تطبیق د کمیسیون له لارې یې مربوطه وزارتونو ته واستوي . مګر له بده مرغه  دا پروسه  دومره پڅه او بې خونده روانه ده . که چیرې په همدې ډول ورو پرمخ روانه وي هیڅ شک نشته چې د حزب اسلامي یو مامور به هم خپل حق په نږدې راتلونکی کې  تر لاسه  نه شي کړی.

دا مهمه نه ده چې څوک د دې معاهدې په خاصه توګه د ۱۵ مادي پلې کیدل نه غواړي اویا یې  څوک د پلي کیدو لپاره هلې ځلي کوي . مهمه او اړینه داده چې په دې وپوهیږو ، دا معاهده تر کومو شرایطو لاندې پلی  کیدی شي. بد مرغي داده چې د دې موافقتنامي د عملي کولو لپاره داسې یوه طرحه  نشته چې په هغې کې دې  هدف ،  معیار ، میتود ، وسایل  او مسؤلیت معلوم وي . همدا وجه ده چې د معاهدې د ۱۵ مادې د عملي کیدو په برخه کې تراوسه لا هغه  هغه ډیر ابتدایی ګامونه هم اخیستل شوي نه دي . 

 د دې لپاره چې دا معاهده  په بریالیتوب سره پلي شي او د حزب اسلامی افغانستان د ځوریدلواو په کې  له هر څه محرومو  ورونو حقوق ورکول شي ، پکار ده چې له ټولو لومړی  د ټاکل شوي کمیسیون  له خوا یو عمومي پلان جوړشي ، په عمومي پلان کې باید څرګنده شي چې د دې معاهدې د پلې کیدو او ۲۵ غوره غوښتنې کومي دي ، د عملي کیدولپا ره یې څومره وخت په کار دئ.  کوم شیانو او امکاناتو ته اړتیا ده  ، د عملي کیدو بڼه یې په کوم میتود او اسلوب سره  کیدی شي، د پلان د عملی کیدو مسؤل کسان څوک دي او د دغو مسؤلو کسانو مکلفیبت تر کوم ځای پورې دئ.

 د عمومي پلان له مخې باید خصوصی پلانونه جوړشي . د خصوصي پلانونو شمیر به د وزارتونو په حساب وي. د هروزارت مربوطه مامورین د هغې ګتګورۍ له مخې لومړی هغه مامورین چې هغوی تقاعد ته سوق کیږي،  دویم هغه مامورین چې بیا  تقررته مراجعه کولی شي اودریم  هغه مامورین چې یواځې  د انفصال د دورې د امتیاز غوښتونکی دئ سره بیل او بیا هر ګروپ د هغوی له لنډو له لنډو سوانحو سره چې د هر وزارت د بشري منابعو ریاست  او دحزب اسلامي  افغانستان مربوطه ادارې تائید کړي وي همغه وزارت ته وسپاري . 

د دې ټولو اجرااتو سره سره اړینه بریښي چې د ولسمشر د یو ځانګړي فرمان له مخې ټولو وزارتونو ته د  تقاعد د قانون په رڼاکې په متحد المال ډول هدایت ورکول شي چې د ۱۵ مادې په اړه اجراات وکړي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

17th December, 2018