تفصیل | شهادت 

17th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ملکي وګړو وژنه قصدي، لویه او نړیواله دسیسه ده!

فیض الله صافی

2018-12-03

له کله چې په افغانستان کې جګړو زور اخيستى تل ئې قربانيان ملکي وګړي دي او ملکي وګړي هغه څوک دي چې د جګړى له هيڅ يوې ښېکلې ډلې سره اړيکې او تړاونه لري او تل د يوي ګولې ډوډۍ په پيدا کولو پسې سر مغزن ګرځي خو جګړه ماران يرغلګران، د حکومت نظامي وګړي او تروريستان بيا تل همدغه ملکي وګړي وژني، کورونه ئې ړنګوي او سل او زرنورې ناخوالې او تندرونه پرې وراچوي.

ځينې راپورونه وائي چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې اووه لکه افغان ملکي وګړي وژل شوي چې که دا حېوانات هم وي نو د انسان زړه پرې درديږي خو په افغانستان کې د جګړې ښکېلې ډلې ئې په کيسه کې هم نه دي، په دې وروستيو کې نيويارک ټايمز يو دقيق راپور خپور کړي او په هغه کې ويل شوي چې يوازې تېره اوونۍ په افغانستان کې ٨٩ تنه وژل شوي چې ٥٣ ئې ملکي وګړي دي، همدا رنګه په راپور کې ويل شوي چې دا ملکيان د هوائي بريدونو په پايله کي وژل شوي دي.

همدا رنګه ده پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې لسګونه کسانو د تېرې جمعې په ورځ د بهرنيو ځواکونو په بمبارۍ او د افغان ځواکونو په عملياتو کې د ملکي خلکو د وژنې په غبرګون کې لاريون وکړ، لاريونوالو ويل څو ورځې وړاندې د بهرنيو او افغان ځواکونو په بريدونو او عملياتو کې د ګومل ولسوالۍ کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه ښځې او ماشومان ټپيان شوي وو، لاريونوالو د امريکا ضد شعارونه له ځان سره ليږدول او له افغان حکومت نه ئې د ملکي وګړو ژوند ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوله، دوئ همدا راز ويل چې امريکا له زړه، نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي او امنيت تامين شي.

همدا راز تيره ورځ د کونړ ولايت د ېوگل درې کې داعش ډلې ضد عملياتو کې چې د افغان حکومت له خوا ترسره شول شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي او دا پيښه د ولايت وياند عبدالغني مصمم هغه تائيد وي له دې وړاندي په لغمان او ننګرهار کې هم ورته پيښې شوي چې د صفر يک قطعى په بريدونو کې لسګونه افغانان ووژل شول، که لږ ژور فکر وکړو نو پوهيږو چې د ملکي خلکو وژل يوه دسيسه ده او ددغې دسيسې په ترڅ کې هم ځينې خرڅ شوي افغانان هم ګاونډي هېوادونه او هم د سيمې هېوادونو غواړي چې دغه مظلوم اکثريت يا منفى کړي او يائې هم شمېر را کم شي ځکه که لږ ځير شو نو ګورو چې د افغانستان په هغو سيمو کې جګړه ډيره توده ده چې هلته پښتانه اوسيږي، لکه قندهار، غزني لوگر، لغمان، جلال آباد، کونړ، هلمند او نورې سيمې نو له دې دا جوتېږي چې دا يوه دسيسه ده او په لوى لاس دې ته کار کيږي او غواړي چې د افغانستان دغه مطلق اکثريت نفى شي او هم له پلې خوا هم کله د پښتنو يو څوک ونيول شي کلک بندي شي او څوک ئې بيا پوښتنه قدرې هم نه کوى او که بيا د نورو خلکو يو مشهور زورواکى، نامسئوله وسله وال او قاتل ونيول شي نو بيائې په مقابل کې مظاهرې کيږي او دولت ئې هم خوشې کوي او د حکومت لوړ چارواکي ئې هم ضمانتونه کوي او هغه سرې سترګې ګرځي او بيا هم خپلو ظلمونو، وژنو او خپلسريو ته ادامه ورکوي نو ځکه خو وايو چې د ملکي خلکو وژل يوه لويه او نړېواله دسيسه ده. اوس پوښتنه دا ده چې څه وکړو چې و نه وژل شو ځکه که د نظام ملاتړ وکړو د سيمې او ګاونډيو هيوادونو له خوا وژل کيږو که د حکومت په مقابل کې راپور ته کيږو نو حکومت مو وژني او که ل هيچا سره نه يوو او د ملکي او بې دفاع وګړو په  توګه  ژوند کوو بيا د ټولو له خوا وژل کيږو يانې هم مو حکومت، هم بهرني ځواکونوه او هم مو طالبان وژني او د ملکي خلکو وژنه اوس عادي خبره شوې او څوک پرې لاس نه نيسي او ډېرى خلک چې وژل شوي عوامل ئې معلوم دي.

د ملکي خلکو د وژلو عوامل په هېواد او ښارونو کې انتحاري حملې، انفجارونه هدفي وژنې او د کورنيو او بهرنيو ځواکونو هوائي ړندې بمبارۍ دي چې هره ورځ افغانان وژني نو د ملکي خلکو د وژنو د مخنيوي لپاره بايد څو خبرې په پام کې ونيول شي لکه لومړى خو بايد حکومت د خپلسرو غير مسؤلو قوماندانانو مخه ونيسى، سرحدونه ټينګ کړي او زور واکي ختم کړي بل له مخالفو وسله والو سره چې د خلکو په منځ کې پټيږي مسلکي برخورد وشي او له ړندو بمباريو ځان وساتي او د تل لپاره د ملکي خلکو د وژلو دسيسې ته د پاى ټکى کيږدى.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

17th December, 2018