تفصیل | شهادت 

18th July, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتيار: افغانان باید پرېښودل شي چي خپل برخليک پخپله خوښه وټاکي

فضل غني حقمل

2019-07-09

د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو يو شمېر قومي مشرانو، جهادي شخصیتونو، علماوو او ځوانانو د سې شنبې په ورځ د حزب اسلامي له امير ښاغلي حکمتیار سره ناسته درلوده او په ځينو مهمو ملي موضوعاتو ئې خبرې وکړې.

په دې کتنه کي چي نن له غرمې مخکې د ښاغلي حکمتيار په هستوګنځي کي ترسره شوه، لومړی د يو شمېر ولایتونو استازو په خپل وار خبرې وکړې او خپلې طرحې، مشورې او وړانديزونه ئې له ښاغلي حکمتیار سره شريک کړل.

د حزب اسلامي مشر هغوی ته له ښه راغلاست وروسته وويل: افغانان له اوسني وضعیت سخت ناراضه دي او تغييرغواړي، دا حالت باید بدل کړو او افغانان باید پخپله د مثبت بدلون لپاره مټې راونغاړي.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه: ټول ملت له ستونزو او کړاونو سره مخامخ دی او که غواړو چې دا حالت بدل شي، نو باید ملا وتړو، همت وکړو او د مثبت تغيير لپاره مبارزه وکړو.

د حزب اسلامي مشر وويل: موږ باید اسلام ته ژمن شخصیتونه تشخیص او راغونډ کړو، داسې کسان چي اسلام او هېواد ته ژمن دي، احساس د مسؤليت کوي، تغييرغواړي او د تغيير لپاره هرې قربانۍ ته چمتو دي.

ښاغلي حکمتیار څرګنده کړه: په پارلماني انتخاباتو کي له ټول تقلب سره سره حزب اسلامي د پام وړ لاستې راوړنې درلودې، حتی د ولسي جرګې رياست لپاره موږ کانديد درلود او که مخه ئې نه وای نيول شوې نو د بريا چانس ئې حتمي وو.

د حزب اسلامي مشر وويل: موږ شفاف او عادلانه انتخابات غواړو، هېڅ افغان باید په ټاکنو کي له ګډون محروم نه شي، افغانان باید پرېښودل شي چي خپل برخليک پخپله خوښه وټاکي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th July, 2019