تفصیل | شهادت 

6th December, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ښاغلي حکمتیار د تېرې جمعې خطبې بشپړ متن

2019-07-12

فاعوذبالله من الشيطن الرجيم

بسم الله الرحمن الرحيم

هُوَ الَّذِيَ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ ۶۲ وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ (آلايه)

صدق الله العظيم

په دې مبارکو اياتونو کې الله تعالى خپل پيغمبر ته لارښوونه کوي چې که دښمن د سولې په نامه، د سولې تر پوښښ لاندې ستا د دوکه کولو اراده درلوده، صادق نه و، له سولې د يو دام په توګه ګټه اخلي، نو ډاډه اوسه چې خداى جل جلاله درته کافى دى، ددښمن د دوکې، مکر او فريب تشويش مه کوه پر الله جل جلاله توکل وکړه، الله تعالى به د هغوئ توطئې شنډوي، که هغوئ مکر کوى الله خيرالماکرين دى، تر ټولو ښه تدبير کوونکى دى، پر خپل رب توکل وکړه، الله هغه ذات دى چې پر خپل نصرت ئې هم ستا تائيد وکړ او ډېر ښه سرتيري مومنان ئې ستا ترڅنګ راټول کړل، که ټوله دنيا درسره تصادم وکړي پروائې مه کوه، هماغه مؤمنان چې د پيغمبرصلى الله عليه وسلم ملګري دي، هغوئ ټينګ ولاړ دي او ډېرى ئې په دې لار کې په شهادت ورسيدل، له مدينې تر چين، هند او اندونيزيا پورې د دنيا ګوټ ګوټ ته ولاړل او ډېرى ئې هم له مدينى نه بهر په شهادت ورسيدل، لږ شمېرئې په مدينه کې په شهادت رسيدلي او هلته دفن شوي او په رښتيا هم چې الله تعالى له پيغمبرصلى الله عليه وسلم سره څومره مرسته وکړه او صادق، مخلص، متعهد او مؤمن شخصيتونه ئې دده په څنګ کې راټول کړل او يو لوى بريالى ځواک ئې ترې جوړ کړ، دا د الله تعالى ډير لوى لطف او عنايت و، نو خداى جل جلاله هماغه ذات دى چې په خپل نصرت ئې ستا ملاتړ وکړ او بيائې د هغوئ په زړونو کې الفت واچاوه، د ايمان له کبله ئې د هغوئ زړونه سره وتړل، سره نږدې يې کړل، دومره ئې نږدې کړل چې پر خپل ځان به ئې بل ته ترجيح ورکوله، دا د ايمان نتيجه وه، ايمان دغسې زړونه سره نږدي کوي اود مسلمانانو ترمنځ يوه کلکه ورورولى رامنځته کوي، هماغسې چې، عبدالله ابن ابى ابن سلول چې سالار د منافقينو و او داسې منافق و چې د پيغمبرصلى الله عليه وسلم په حضور کې به په اول صف کې ناست و او کله به چې پيغمبرصلى الله عليه وسلم خطبه ورکوله نو ده به ويل چې (احسن ، احسن) (صدقت، صدقت) د پيغمبرصلى الله عليه وسلم د خبرو تائيد به ئې کولو خو د منافقينو سالارو، د هغه زوى پيغمبرصلى الله عليه وسلم ته راغى او وئې ويل چې داسې خبر شوى يم چې زما پلار ووژنې؟ که دا اراده دې کړى وي نو ماته ووايه زه به ئې سر درته راوړم، خو داسى و نه شي چې زما پر ځاى کوم بل چاته هدايت ورکړى او زما پلار ووژني چې بيا زما د پلار او زوى د خپلولۍ رشته راوپاريږي او زه بيا له هغه مؤمن نه انتقام واخلم او د دوزخ مستحق شم، دا د مسلمانۍ رشته دومره کلکه او قوي وه چې له عصبى رشتې هم ښه وه، د ايمان له کبله الله تعالى د دوئ په زړونو کې دغسى الفت واچوه، زه د حزب اسلامي د مؤمنو او متعهدو ورونو ترمنځ د همدغسې مينې او الفت شاهد يم، البته د مخلصو ورونو، هغه چې حزب سره د ايمان په غوښتنه ولاړ وي، رابطه ئې هم له حزب سره د ايمان رابطه وه، هغوى دغسې ډېرى ډېرى قربانۍ ورکړې وې، زوئ ئې وژل شوى، پلارئې وژل شوى، ورورئې وژل شوى له محروميتونو سره مخامخ شوى، له وظيفو لرې شوى، خو بيا هم تر پخوا پر حزب کلک ولاړو خپله ملګرتيا ئې نه ده بنده کړي، تر ټولو زيات کلک ولاړ او متعهد پاتې شوى يانې په دې مانا چې دا رابطه د ايمان رابطه وه، زړونه ئې ايمان سره نږدي کړي، چې دا رابطه هيڅوک هم نشي قطع کولى، هيڅ څه ئې هم نه شي قطع کولى، نه ستونزې نه کړاوونه، نه قربانۍ او نه هم محروميت شي کولى چې دا رابطه قطع کړي او وړاندې وايې چې اى د الله رسوله که دا د ځمکې ټولى شتمنۍ او ځمکى تا مصرف کړې واى چې د دوئ په زړونو کې دا مينه پيدا کړې نو د دوئ په زړونو کې دغه مينه او الفت نه شواى پيدا کولى، ايمان دا الفت را پيدا کړى دى، اصلي عامل ئې ايمان دى، نه مال او شتمني. يو حريص انسان چې رابطه ئې له يو حرکت سره د حرص پر بنا وي، د هغه لمنې ته چې هر څه واچوې نورئې هم حرص زياټيږي، قناعت نه کوي ځينې ماته وائي چې فلان فلان ناراض دى، حتماً بايد يو څه کومک ورسره وکړې، د حزب له وسه چې پوره وي حتماً بايد مستحقينو ته توجه وکړي، خو نه ددې لپاره چې د هغه شکايت رفع شي او يا له حزب سره متعهد پاتى شي او خپله رابطه جارى وساتي، هغه څوک چې د مادياتو لپاره راځي، ډېر په اسانۍ هم ځي، دا ډېره کمزورې رابطه ده، د ايمان رابطه کلکه او مضبوطه ده، چې په هيڅ صورت کې نه شلېږي، ټولو ورونو ته مى سپارښتنه دا ده چې ځان د ايمان په رابطه کلک کړئ، اى پيغمبره خداى درته کافي دى او دا مؤمنان درته کافى دي، دا کافي وګڼه، زه باور لروم چې يو محدود شمېر مؤمن او مخلص او رښتيني ملګري د يو حرکت لپاره کفايت کوي، چې پر لويو لويو قدرتونو باندې غالب شي، زما باور دا دى چې همدومره خلک کافى دي چې دا نن په دغه جومات کې راغونډ دي، همدوى که په رښتيا د ايمان له مخې ملا وتړي او الله ځان ته کافى وګڼي په دې هېواد کې بدلون راوستلى شي، لوى او ژور بدلون، عميق او پراخ بدلون لپاره همدومره خلک کفايت کوي، دا زموږ ګوندي او عملي تجربه ده، موږ چې اول ځل مبارزه پيل کوله، زموږ شمېر دومره هم نه و لکه په دغه اول صف کې چې ناست دي، په خداى باور وکړئ چې دومره هم نه وو، خو تاسو وليدل چې څومره لوى قدرت الله جل جلاله د دوئ پر لاسونو لا مات کړ او يو د لوي سيلاب مخه ئې ونيوله، شوروى اتحاد مات شو او زوال سره مخامخ شو، نه يوازې په افغانستان ، بلکې په ټوله نړۍ کې ئې ماتې وخوړه، د مثبت بدلون لپاره چې همدومره خلک تصميم ونيسي، کافى دي، زه په دې هم باوري يم چې نورې ډلې همدومره مخلص کسان نه لري، چې رابطه ئې يو له بل سره د ايمان او عقيدې رابطه وي او په دې لار کې قربانۍ ته هم حاضر واوسي، همدومره نه دي، پر الله جل به توکل کوو او خپلې برحقې مبارزې ته به د ژوند تر اخيري سلګۍ ادامه ورکوو او پر بريا مو هم بشپړ يقين لرم. اجازه راکړۍ د قطر د ناستې په اړه هم څو مختصر عرايض وړاندې کړم: د قطر ناسته: د قطر ناسته يو ډېر ښه فرصت و، کافي نه و خو يو ښه پيل و، د صادقانه او اغيزمنو مذاکراتو لپاره يو ښه پيل و، هغه دېوالونه چې موږئې سره بيل کړي يوو بايد ونړول شي، دا دېوالونه دومره قوي دي چې حتا موږ يو له بل سره ناستې ته هم نه يوو چمتو، دغه قوي دېوالونه بايد ونړول شي، د افغانستان ستونزه يوازې افغانان حل کولى شي او بس. پردي نه غواړى جنګ ختم شي، غواړي مزيد ئې تشديد کړي، هغوئ د بحران حل نه غواړي، د بحران تشديد غواړي، هغوئ زموږ د هېواد د ودانولو لپاره نه دى راغلي، بلکې ورانوي ئې، هغوئ پر موږ هيڅ ترحم او عاطفه نه لري، هر څومره افغانان چې په هر څومره فجع حالت ووژل شي هغوئ ته هيڅ پروا نه لري، که داسې نه واى نو په تيرو (١٩) کلونو کې به موږ د ابادۍ او د جنګ د ختم څه نښه ليدلې واى، په تېرو جګړو کې افغانستان له هر پلوه وران شوې، ددښمن ټوله هڅه دا وه چې له اقتصادي، معنوي، ديني او اخلاقى پلوه افغانستان له صفر سره ضرب کړي او دغه ټول بنسټونه ړنګ کړي، هيله مو دا ده چې د افغانانو ترمنځ راتلونکې ناسته د موثرو جهتونو ترمنځ غونډو جوړه شي څو د جنګ د پاى ته رسيدو لار هواره شي او دا بحران له افغانى حل پرته بله لار نه لري، ځينې تبليغات کوي چې دا ناسته سمه نه وه او له طالبانو سره سوله ممکنه نه ده، دا يو جنګ غوښتونکې ډله ده او سوله نه بلکې د جګړې له لارې بايد هغوئ وځپل شي، دا هم د پرديو طرح ده، دا چې بهرنيان پخپله اعتراف کوي چې دا جنګ ګټونکى نه لري، له افغانستانه به وځو او هغوئ خپله تيار دي چې له افغانانو سره مذاکرات وکړي، خو له افغان ځواکونو بيا غواړي چې دوى وځپي، موږ د سولې کلک پلوى يوو، سوله يو مبرم ضرورت دى، نه يوازې له طالبانو سره بلکې له ټولو غاړو سره بايد سوله وشي، سوله بايد د هغو ترمنځ وشي چې پرون د يو بل پرخلاف جنگيدلي، يو بل ته غيږ ورکړي،نوى باب پرانيزي او د روغې جوړې لار پرانيزي موږ هم له طالبانو سره هيڅ ستونزو نه لرو د هغوئ راتلونه ښه راغلاست وايو، باور مو دا دى چې په ډېرى طالبانو جنګ تحميل شوى، مجبور شوي چې د ځان د دفاع لپاره وسله واخلى، د طالبانو ټول معقول شرايط بايد ومنل شي، هغوئ چې نه غواړي له طالبانو سره سوله وشي، د هغوئ معقولو شرايطو ته اعتناء نه کوي، هغوئ له دې هېواد سره دښمنې کوي، له دې ملت سره دښمني کوي، هغوئ د پرديو په خدمت کې وي، هغوئ د افغانانو د وينو د تويدو کومه پروا نه کوي، ځينې له سولې سره د مخالفت په موخه وائې چې د تيرو (١٩) کلونو لاسته راوړنې بايد وساتل شي، موږ دغه ټولې لاسته راوړنې چې دوئ ورته د لاسته راوړنو نوم ورکوي، د يو افغان له وينو سره م نه برابروو، د يو افغان وينه له دې ټولو لاسته راوړنو ډېر ارزښت لري، خو نن هره روځ (٣٠٠) افغانان وژل کيږي، يوه ورځ اوربند په دې معنا دى چې (٣٠٠) تنه افغانان له وژلو خوندي شوي، ماته وواياست چې په دى تېرو (١٩) کلونو کې زموږ لاسته راوړنې څه دي، ځينې وائي چې مخکنيو تورو ورځو ته بيا نه ورځو يانې ډېر څه مو تر لاسه کړي نو مخکني حالت ته نه ګرځو متاسفانه چې دوئ د اوسنيو تودو خونړيو شپو ته د ځلانده او روښانه په سترګه ګوري په داسى حال کې چې زموږ د ټولو بدې او تورې ورځې همدا دي، خو ځينې بې شرمه خلک دا خبره کوي چې موږ پخوانيو تورو ورځو ته نه وګرځو، دليل ئې هم همدا دي چې اوس چې موږ ته غربي فرهنګ د هر راز لباس اغوستلو اجازه راکوي، نو دا ځکه رڼې ورځې دي دا چې هره ورځ د دومره افغانانو وينې توئېږي دوى پرې راضى دي د همدې حالت دوام غواړي او نه غواړي چې دا حالت تغيير وکړي، دا مهال د امريکائي چارواکو او مسؤلينو له اظهاراتو داسې معلوميږي چې د ځواکونو د ايستلو په ارتباط د سپنې ماڼۍ او پنټاګون او ( سى اى اى) ترمنځ همغږي نشته، د متحده ايالاتو جمهور رئيس يو څه غواړي او د هغه له لوري ټاکل شوي لوى درستيز بل څه! هغه دا جنګ مسخره جنګ بولي او د خپلو قومونو د ايستلو وعده کوي، انتخاباتي کمپاين په ورځو کې ئې هم همدا ويل او اوس چې بيا هم د انتخاباتى کمپاين ورځې را رسيدلي بيا هم د پوځونو د ايستلو خبره کوي، خو دده له لوري چې کوم نوى لوى درستيز ټاکل شوي هغه وائي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو ايستل بد عواقب لري يعنې دا د دوو اميکائي چارواکو د خبرو ترمنځ ښکاره ټکر دى، لا هم په يقين سره نه شو ويلى چې امريکا په رښتيا غواړي چې له افغانستان خپل عسکرو باسي که نه، ايا دا د امريکائي حکومت او نظام ګډه فيصله ده؟ که يوازى د سپينې ماڼۍ او متحده ايالاتو د جمهور رئيس پريکړه ده، د امريکا جمهور رئيس هم د افغانستان په ارتباط وائي چې له دې اندېښمن يوو. تشويش لرو چې موږ خپل پوځونه له افغانستانه وباسو او تروريستان بيرته افغانستان ته راستانه شي او افغانستان ئي په مرکز او اډې بدل شي، يعنې چې امريکايان هم مشوش دي، هغوئ هم وائي چې که اوس موږ پوځونه باسو خو په افغانستان کې به قوي استخباراتى حضور لرو، ځواکمن استخباراتى حضور يعنى څه؟ يعنې دا چې امريکا به دلته حضور لري او همدا حالت به دوام لري بيا به هم د افغانستان په فضا ډ رون طياري الوت کوي او هره شپه به افغانان شهيدانوي، په هر صورت موږ بايد انتظار وکړو او وګورو چې رښتيا هم دوى دې پايلې ته رسيدلي چې په افغانستان کې د دوى پاتى کيدل د دوي په ګټه دي. که په زيان. سبحانک الهم و بحمدک نشهد ان لااله الا انت نستغفرک و نتوب اليک.

تطبیق او تدقیق: فیض الله صافی



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

6th December, 2019