تفصیل | شهادت 

15th December, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

راشئ هيوادوالو دا وار نوی ټيم نوی هيلي امتحان کړئ

تواب عبدالله

2019-07-28

وايی غوښه چی وسوزي د پېتي څخه يی خوند ښه وي د سولی او اسلامي عدالت ټيم د ملت د زړه څخه راټوکېدلې ټيم دی. په اسلامي ارزښتونو او د افغانستان په رسم او رواج د بل هر ټيم څخه ښه خبر دی هيڅ يو ټيم يې په شرعي لحاظ د مقابلی وړ ندی په يوی اسلامي ټولنه کی. مونږ خپلو افغانانو ته وايو تاسی مه مايوسه کيږئ چی امريکا به په لوی لاس په انتخاباتو کی درغلي کوي مونږ له هغی خبر يو دا کومه لوبه چی د ارگ او امريکا تر منځ روانه ده دا هم د همدی ډرامې يوه برخه ده ځکه امريکا د حاکم ټيم څخه ښه غلام په ټول ژوند کی په افغانستان کې نشي پيدا کولی...‌ مگر مونږ او تاسی بايد خپل مسوليت ادأ کړو او تر اخري لحظې بايد خپله مبارزه او مقاومت وکړو او خپل گران هيواد ددی ناوړه حالت څخه وژغورو د حاکم ټيم بريالي کيدل به د راتلونکو پنځه کلونو لپاره د همدی گوسفندي او دوه سري نظام په شان او يا له دی بدتر حالت ته رايه ورکول وي. د سولی او اسلامي عدالت نوم کافي دی د هر افغان ټول ارمانونه پکی پوره کيدای شي. افغانان مجلل قصرونه او يا مريخ ته تلل نه غواړي د حاکمانو څخه دوی صرف ريښتينې اسلامي نظام امن او سوله غواړي دوی د انساني ژوند هغه ابتدائی ضرورتونه پوره کيدل غواړي تر څو ژوندي پاتې شي. دوی ړندې بمبارئ بنديدل غواړي دوی د علماؤ کرامو آزاديدل غواړي نه محکوم کيدل.

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2019