تفصیل | شهادت 

6th December, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د بېلا بېلو ولايتونو يو شمېر قومي مشرانو، جهادي شخصيتونو او ځوانانو په راتلونکو انتخاباتو کي له ښاغلي حکمتیار ملاتړ اعلان کړ

حقمل

2019-07-29

دوشنبه ۷ اسد ۱۳۹۸/ د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو په سلګونو قومي مشرانو، مخورو، جهادي شخصيتونو، علماء کرامو او ځوانانو د دوشنبې په ورځ د حزب اسلامي له امير ښاغلي حکمتيار سره وکتل او د جمهوري رياست په انتخاباتو کي ئې له نوموړي خپل ملاتړ اعلان کړ. دوی له ښاغلي حکمتيار سره په لېدو خوښي څرګنده کړه، هغه ئې د افغانستان ملي مشر وباله او ژمنه ئې ورسره وکړه چي موږ به د تل په څېر ستاسو تر شا ولاړ يو او هر ډول قربانۍ ته چمتو يو. همدارنګه دوی وويل: د سولې او اسلامي عدالت پرته نور ټول انتخاباتي ټيمونه د شخصي، ګوندي او قومي ګټو پر اساس رامنځته شوي دي او د مثبت تغيير لپاره هېڅ ډول برنامه نلري. په دې کتنه کي د حزب اسلامي امير د راتلونکو انتخاباتو، سولې پروسې او ځينو نورو مهمو ملي مسائلو په اړه په تفصيل خبرې وکړې. ښاغلي حکمتيار وويل: يواځينی ګوند چي ولسي حمايت لري هغه فقط حزب اسلامي دی. حزب اسلامي په ولس کي ژورې ريښې لري، خلک د ايمان او عقيدې په اساس دې حزب ته راغلي او هر راز قربانۍ ته چمتو دي. نوموړي زياته کړه: د افغانانو غوڅ اکثريت چې اسلام او هېواد ته ژمن دي د حزب پلوي کوي او بل داسې سنګر نه ګوري چې د حزب په پرتله غوره وي او ملاتړ ئې وکړي. ښاغلي حکمتيار وويل: انتخاباتو ته باید ملا وتړو، لدې فرصت باید د مثبت تغییر او تحول لپاره اعظمي استفاده وکړو. هېواد او ملت باید د هغوی له منګلو وژغورو چي د پرديو د مټو په زور واک ته رسيدلي دي. د حزب اسلامي مشر وويل: ورونو ته مې توصیه داده چي د مؤمنانو په څنګ صبر وکړي او له هغوی سره خپله رابطه قطع نکړي. د مؤمن مرسته زموږ فريضه ده او دداسې چا ملاتړ باید ونشي چي يو ځل ئې دا هېواد په روسانو او بيا په ناټو ځواکونو پلورلی دی. ښاغلي حکمتيار څرګنده کړه: حزب اسلامي په هر ډول شرايطو کي د خپل ملت تر څنګ درېدلی دی ، هېڅکه ئې د کوم مزدور او خائن حکومت سره سازش ندی کړی او په راتلونکي کي به هم د ملي او اسلامي ارزښتونو په سر له چا سره معامله ونکړي.

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

6th December, 2019