تفصیل | شهادت 

18th August, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتيار: د انتخاباتو نتایج دې نه ځنډول کيږي

حقمل

2019-07-29

دوشنبې ۷ اسد ۱۳۹۸/ د حزب اسلامي مشر د دوشنبې په ورځ د خپل ګوند له ولايتي مسؤلينو سره په کتنه کي وويل: په ټول توان او طاقت د جمهوري رياست انتخاباتو کي برخه اخلو. انتخابات زموږ لپاره د مبارزې يو ښه فرصت دی، خلک دې د مثبت بدلون راوستو ته ملا وتړي او له دغه فرصت دې اعظمي ګټه پورته کړي. ښاغلي حکمتيار وويل: حزب اسلامي د خلکو په زړونو کي ځای لري او که شفاف او عادلانه انتخابات تر سره شي، نو د سولې او اسلامي عدالت مجموعه به د ټاکنو په لومړي پړاو کې بریا ترلاسه کړي. نوموړي زياته کړه: حزب اسلامي په تېرو پارلماني انتخاباتو کي په زړه پورې لاسته راوړنه درلوده او موږ ډاډه يو چي د جمهوري رياست په انتخاباتو کي به پایلې تر دې هم ښې وي. د حزب اسلامي مشر وويل: د جمهوري رياست په انتخاباتو کي باید د بايومیتريک له معياري وسایلو ګټه پورته شي، غير رسمي نتایج دې د انتخاباتو په ورځ او په سبا دې رسمي نتایج اعلان شي، تر څو خلک په هماغه ورځ د انتخاباتو له لومړنيو پایلو خبر شي. ښاغلي حکمتیار څرګنده کړه: د انتخاباتو د نتایجو ځنډول زموږ لپاره د منلو نه دي او هڅه کوو چي ددې کار مخه ونیسو. که افغانان همت وکړي او ملا وتړي نو په انتخاباتو کي د شر او فساد ځواکونو ته ماتې ورکولی شي. په دې کتنه کې د حزب اسلامي ولايتي مسؤلينو ژمنه وکړه چي په انتخاباتو کي د درغليو مخه نيسو او خلک به وهڅوو چې وړ او صالح شخصیتونو ته رأیه ورکړي. همدارنګه دوی له ښاغلي حکمتیار سره خپلې ولايتي ستونزې هم شريکې کړې او د حل لپاره ئې د همکارۍ غوښتنه وکړه چي د ښاغلي حکمتیار لخوا ورسره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th August, 2019