تفصیل | شهادت 

19th October, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

واقعي او رښتينی نوماند

فضل ربي شاکر

2019-08-02

هسې خو هر چاته د خپلې غَړَکې شړومبې خوږې ښکاري، او هېڅوک هم د خپلو شړومبو پر تروش والي اعتراف نه کا. خو که ګوندي تمايلات يوې خواته کړو او لله فی الله د يو عادلانه قضاوت په پار د نوماندانو وروستۍ ويناوې سره پرتله کړو، نو له شک پرته چې ښاغلی حکمتیار په دې برخه کې پر ټولو برلاسی نوماند دی. ما د ډېرو سياستوالو، مذهبي شخصيتونو، جهادي مشرانو او سپين روبو خبرې او ويناوې له نږدې او همدا راز له رسنيو اورېدلي، خو واقعيت دادی، څومره چې روغې، مستندې، جرأتمندې، له احساساتو خالي او پر واقعيتونو ولاړې خبرې حکمتيار صیب کوي، له بل چا مې نه دي اورېدلي. يا که په بل عبارت يې ووايو، حکمتيار صيب هېڅکله هم د خپلو مخاطبينو د غولولو او تېر اېستنې هڅه نه کوي. هېڅکله هم د ځينو په څېر له سيندونو ښوروا او له غرونو غوښې نه جوړوي. ترخه وي او که خواږه، مګر څه چې واقعيت وي، په صراحت او ډاډه زړه يې وايي. دا محض دعوه او يا په اصطلاح حکمتيار صیب ته د خوشامندۍ هڅه نه ده، بلکې يو رښتينی حقيقت دی. هغوی چې حکمتيار صیب له نږدې پېژني، ناسته او ولاړه ورسره لري، په دې خبره کې به ذره شک هم و نه لري او نه به يې وکړي. دا چې دا مې تر څه وويل؟ نو هغه هم درته وايم. د کمپاين له شروع سره سم ځينو نوماندانو زموږ د خوږياڼيو په اصطلاح دومره ډوزې وويشتې، چې روغ خلک لا څه، آن لېوني يې هم منلو ته تيار نه دي. چا د ډېورنډ پورې غاړې ته د برېښنا په ورکولو او له ملته د ټېلې پر غوښتلو سربېره د ۲۵۰۰زره بندونو د جوړولو وعدې ولس ته ورکړې. چا په کې د عمر او علي رضی الله عنهما د عدالت د قيام ټټر وواهه.. څوک بيا د چوکيو پر وېش سره نښتي. څوک نورو ته د ګرېوان څېرلو چېلينج ورکوي. او.... خو يوازینی نوماند چې د لافو او باټو پر ځای يې پر هغه څه تمرکز او تاکيد کړی او کوي يې، چې د دې مظلوم ملت د اساسي اړتياوو په سر کې راځي. دا چې دا اړتياوې څه او کومې دي؟ نو په اړه يې د حکمتیار صيب د وروستيو خبرې ناستو او غونډو ويناوې تعقیبولای شئ. همدومره!

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th October, 2019