تفصیل | شهادت 

18th August, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

برادر حکمتیار در آغاز برنامه کمپاین انتخابات ریاست جمهوری:

2019-08-04

جنگ افغانستان؛ جنگ شبكه هاى استخباراتى قدرتهاى بزرگ است

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى

و بعد: بسم الله الرحمن الرحيم :

وروڼو خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

•د سولي او اسلامي عدالت ا نتخاباتي مجموعه خپله مبارزه د ايمان له جومات پيلوي، له جومات يعني د خلكو لپاره د خداى كور، همداسي مو پنځوس كاله وړاندي د كابل پوهنتون له جومات خپله مبارزه پيل كړه، له ځواکمنو حریفانو سره مخامخ و، تر شا یې هم ځواکمن بهرني حاميان ولاړ وو، خو الحمد لله هغوئ ته مو د فکري مبارزي په ډګر کي سخته ماته ورکړه،  د محصلينو د اتحادې په انتخاباتو كي مو دوه ثلثه كرسۍ ترلاسه كړې، زموږ ټولو حريفانو په گډه 19 كرسۍ او موږ 37 كرسۍ گټلې وې. باور لرو چې دا ځل به هم كه انتخابات شفاف او له تقلب عاري او هيڅ واجد شرائط افغان په هغه كي له مشاركت محروم نشي نو بشپړ باور لرو چي دوى به يو ځل بيا ماته خوري.

•موږ د مثبت او رغنده بدلون كلك هوډ كړى او له الله تعالى سره مو ژمنه كړې چي د ټولني په هري برخي كي به پراخ بدلون راولو؛ په نظام كي ژور سياسي، اقتصادي او اجتماعي بدلون، د مفسدو، لوټمارو او وطنپلورو چارواكو تعويض په مومنو، خدايپالو او وطنپالو چارواكو.

• موږ ددي پنځوس کلنې مبارزې په درشل کې نه د هېڅ یرغلګر پر وړاندې، سکوت کړی او نه مو له هېڅ مفصد حکومت سره معامله زموږ له نظره؛ انتخابات بديل نه لري، جگړه له دې پرته پاى ته نشي رسېدلى چي په جنگ كي ښكېل كورني او بهرني لوري دا ونه مني چي راتلونكى نظام او حكومت به د افغانانو په خوښه او د رڼو او عادلانه انتخاباتو له لاري جوړېږي.

• - له شفافو انتخاباتو پرته ديموكراسي؛ یو غولوونکی شعار دی، يوازي انارشيزم زېږوي او له ځواكمنو سياسي احزابو پرته انتخابات؛ بې اعتباره پارلمان او داسي ضعيف، وېشلی او شړېړلی حكومت رامنځته كوي چي سهامي شركت ته ورته وي لکه همدا اوسنی حالت، د بی دوه پنځوس الوتکي پر مټ تحميل شوې دموکراسي چې په هغه کې سياسي احزابو ته د ودې او فعال حضور حق نه دی ورکړل شوی، برعکس د ملت شمولو، ، متعهدو، ژمنو سياسي احزابو د تضعیف، بدنامولو، تجزيه کولو او په قضایاوو کې د فعال حضور د نه درلودلو او مخنيوي هڅه شوې، له همدې امله موږ له دغه اوسني دردناک حالت سره مخامخ یوو. 

•جگړه پاى ته رسول او ډاډمنه سوله تأمينول مو اولويت دئ. خو د بهرنيو ځواكونو او د دوى له لوري تپل شوي حكومت په شتون كي سوله نشي راتلى، دا دوه ددې بحران او جنګ اصلي عوامل دي، د جګړې د ختمولو لپاره بايد دغه اساسي عوامل پای ته ورسول شي.

•آزادي، خپلواكي، ملي حاكميت او ځمكنۍ بشپړتيا زموږ ستر اهداف او سرې كرښي دي.

•د هغو په وړاندي به د تل په څېر كلك ودرېږو چي د افغانانو خپلواكي او ملي حاكميت گواښي او سلبوي، مخکې هم ودرېدلي او له دې وروسته به هم ودرېږي، دا مو له خپل رب سره تعهد دی،  هيله مې دا ده چي، دلته راغونډ شوي، مومن او اسلام ته ژمن خويندي ورونه یو ځل بيا تعهد وکړي چي خپلي دغي مبارزي ته به د ژوند تر پایه دوام ورکوو.

•موږ په وار وار ټولو اغېزمنو لوريو او سياسي احزابو ته سپارښتني كړې چي راشئ د تېرو څلورو لسيزو ترخو او خونړيو تجربو ته په پام سره نوې تگلاره او رغنده اسلوب غوره كړو، ټول توافق وكړو چي بحران او ټول كورني او بهرني عوامل ئې پاى ته رسوو، د حكومت جوړولو او بدلولو او له يوه بل ته د اقتدار د انتقال داسي طريقه غوره كوو چي نه په هغه كي يو څاڅكى وينه توى شي، نه توپونه، ټانكونه او جهازونه وكارول شي، نه د كودتاگانو شاهد وو، نه د وسله والو رقابتونو او نه د بهرنيو ځواكونو په مټ اقتدار ته د رسېدو سپېرو هڅو.

•یو ځل بيا دوی ته بلنه ورکوم چې راځئ د ملت رایو ته رجوع وکړو، چا چې د رایو اکثريت تر لاسه کړ، پر چا چې ملت باور وکړ، تاسو هم د هغوئ حکومت ومنئ او بهرنيان هم، دواړو ته دا کافي ده چې په دې څلوېښتو کلونو کې خپل دې ارمان ته ونه رسېدل او د یوه اوږده او خونړي جنګ باعث شول، شوروي پر زوال محکوم شو، ناټو هم نن پر خپلې ماتې او زوال اعتراف کوي او له وتلو پرته بله لار نه لري، همدا ناکامې تجربې ورته کافي دي چې بيا یې تکرار نه کړي.

•راشئ له انتخاباتو د بحران د حل ډاډمنه او دائمي وسيله جوړه كړو، صادقانه تصميم ونيسو چي شفاف، عادلانه، له تقلب، جعل او تزوير پاك انتخابات ترسره كوو. راتلونکي نسل ته انتخابات د یوي اصولي لارې په توګه په میراث پرېږدو، اقتدار ته د رسېدو یوازنۍ مشروع لار، راتلونکي نسل ته له جګړو فارغ، خپلواک او مستقل افغانستان په میراث پرېږدو، په راتلونکي افغانستان کې به بهرني ځواکونه حضور نه لري، ټولو افغانانو ته هغه چې پر خدای باور لري، افغاني شرف او عزت نفس لري،بلنه ورکووم چې راشئ، پر همدې تعهد وکړو.

په دې انتخاباتو کې به  هيڅ واجد شرائط افغان به د رأى وركولو له حق نه محروم كېږي، نه مهاجر افغانان، نه بې ځايه شوي او نه د ناامنو سيمو استوگن، د انتخاباتو پر ټول بهير به سياسي ګوندونه بشپړ نظارت لري،  داسي ډاډمن نظارت چي هم د تقلب مخه ونيول شي او هم ئې د نتائجو په اړه بيا له لانجو او شخړو سره مخامخ نشو، پرېكړه به د ولس د واقعي آراءو له مخه وشي او نتائج ئې ټولو ته د منلو وړ وي، يوازي هغه څوك بريالى وگڼل شي چي ملت پرې اعتماد كړى او اکثريت ورته رایه ورکړي وي، خو داسي معلوميږي چې ځينې لا مصمم دي چې مخکنۍ خونړۍ تجربې بيا بيا تکرار کړي، مصمم دي، د پراخ تقلب لپاره یې مهندسي کړې، غواړي ډیری افغانان له رایو محروم وي، له دولتي امکاناتو، رسوخ، نفوذ، وسایلو، صلاحيتونو ، د پراخ تقلب لپاره ګټه واخلي، یعنې چې دوئ نه غواړي شفاف او عادلانه انتخابات تر سره شي، یعنې پر انتخاباتو باور نه لري، انتخابات یې د خلکو د غولولو لپاره یوه وسيله جوړه کړې، غواړي انتخابات یوه غولوونکې ډرامه وي، له مخکنيو پارلماني او جمهوري رياست انتخاباتو هم ډېر شرمناک وي او بيا هم همدغسې یو بل جانکیري راشي او د وحدت ملي په څېر یو کمزوری، شړېدلی، وېشلی، ناکام حکومت جوړ کړي، منصوبه همدا ده، د ځينو ډلو هڅه هم همدا ده، د هغوئ ټول اقدامات ددې لپاره دي، چې بيا هم همدغسې یوه صحنه تکرار شي، هغوئ دې مطمئن واوسي چې دا تجربې به بيا نه تکرارېږي، افغان ولس ويښ دی، موږ کلک هوډ کړی چې، د تقلب مخه به نيسو، دې ته هم بايد متوجه اوسئ چې، آيا درې مياشتې وروسته به دغه حکومت او نظام وي او که نه، زه ګومان نه کوم چې څوک دې په سلو کې دوه فيصده دا ډاډ او تضمين ولري چې دا حکومت به درې مياشتې وروسته هم موجود وي، دا ټولې هڅې به مو بې ځایه وي، یوازې شرم او پيغور به تاسو ته پاتې کېږي، نور څه نه شئ تر لاسه کولی.

•په جگړي كي ښكېلو لوريو ته هم وایو چې تېرو څو لسيزو خونړيو جنگونو وښوده چي دا جنگ گټونكى نه لري، نه ئې څوك د وسلو په زور گټلى شي او نه د جنگياليو د شمېر په زياتولو سره، نه په خپل زور او نه د نورو د مټو په زور، څلوېښت کاله جنګ، یوازې نولس کاله نه، وښوده چې د وسلې په زور څوک پر افغانانو حکومت نه شي کولی، ددوئ هېواد څوک نه شي اشغالولی، وژلی یې شي، هېواد یې ورانولی شي، کورونه یې ورانولی شي، خو نه دوئ غلام کولی شي او نه ددوئ هېواد د تل لپاره اشغالولی شي، همدا تجارب کافي دي، بيا ددې هڅه مه کوئ، موږ غلامي نه منو، موږ اسارت ته سر نه ټيټوو، سل ځله مرګ منو، خو یوه ورځ او یو ځل هم غلامي نه منو، هغه جنگي سټراټيژي نه عقلي توجيه لري او نه مذهبي جواز چي په ترڅ كي ئې غيرمحارب او بې گناه انسانان وژل كېږي. پر كليو، كورونو او د عام ولس د غم او ښادۍ پر غونډو بمونه او راكټونه ورول، په ښارونو، جوماتونو، دفترونو، ښوونځيو او روغتونونو كي چاودني او بريدونه كول، هم د هر دين او مذهب له مخي محكوم او مردود عمل دئ او هم د هر انساني معيار له مخي وحشيانه او د انسانيت ضد عمل، ډېرو د پرديو د مټو په زور زموږ ملي، شتمنۍ غارت کړې، دوی دې مطمئن وي چې د ملي شتمنيو غاصبين به حتما که خدای کول، محاکمه کوو او ټول غصب شوي ملكيتونه او شتمنۍ به د دوى له منگولو ژغورو او اصلي خاوندانو ته به ئې مسترد كوو، دا مو تعهد دی او که خدای کول افغان ولس به یې په خپلو سترګو وګوري.

• د تل په څېر له خپلو ملي او ديني ارزښتونو دفاع كوو، هيچا ته دا حق نه وركوو چي دې ارزښتونو ته سپكاوى وكړي.

• دا هېواد اسلامپالو افغانانو د خپلو وينو په قيمت آزاد كړى؛ لوېشت لوېشت یې د دوئ پر وينو سور دی، اصلي وارثين ئې دوى دي، دا ملک که کوم مالک او خاوند لري نو هغه اسلامپال مجاهدين دي، نه هغه چي وطن ئې په پرديو پلورلى، او د يرغلگرو تر فرمان لاندي له خپل ملت سره جنگېدلي.

• د افغانستان سټراټيژيك موقعيت، د اوبو پرېمانه زېرمي، هغه اوبه چې ددې پيړئ جنګ به د دې اوبو په سر وي، د سروزرو، ليتيوم، يورانيوم، مس، اوسپني، نفت، گاز او قيمتي تيږو ستر ستر معادن؛ د دې باعث شوي چي په تېرو دوو پېړيو كي په پرله پسې توگه د استعماري ځواكونو له لوري اوږدې او خونړۍ جگړي پر افغانانو تحميل شي. 

•چا چي پرون هېواد، ملت، خپلواكي، د ملت عزت او عظمتونه پلورلي؛ كه وتوانېدل سبا به ئې بيا پلوري.

•د افغانستان او د نړۍ د ټولو هېوادونو تاريخ شهادت وركوي چي تل خداى پالونكو؛ نړۍ او ولسونو ته د آزادۍ، عدالت او امنيت پيغام درلود او د دغو سپېڅلو آرمانونو لپاره ئې سر او مال قرباني كړى، خو ملحدينو، سيكولرانو، كمونستانو او هر دين دښمن؛ مظلومان وژلي، خپل هېوادونه ئې پلورلي او د هر ظالم او متجاوز پښو ته لوېدلي او د هغوئ بوټونه یې څټلي، دا زموږ نږدې تاريخ هم ددې شهادت ورکوي، چا دا هېواد پلورلی؟ هغه چا پلورلی چې پر خدای یې باور نه درلود، څوک د بهرنيو ځواکونو په څنګ کې او د هغوئ تر قوماندې لاندې له افغان ولس سره جنګېدلي؟ هماغه جنګېدلي چې پر خدای یې باور نه درلود، سیکولر، کمونست، بې دين، ملحد.

• ملت هم خپل اصلي اتلان پېژني او هم د پرديو په غلامۍ كي ستر شوي او د هغوى له لوري په كاذبو القابو ستايل شوي.

• كله چي د ناټو ځواكونو پر افغانستان بريد وكړ او د داسي اجيرو جنگياليو په لټه كي شول چي د دوى تر قوماندې لاندي د افغان مؤمن ولس په ضد وجنگېږي؛ نو د اجيرو جنگياليو په ماركيټ كي ئې همغه ذليل او سپك وطنپلورونكي ليكه ليكه او د استخدام په انتظار لالهانده وموندل چي د شوروي ځواكونو لپاره هم د خپل ملت پر ضد جنگېدلي وو!!

• دا ځل بايد مكرر وطنپلورونكي حتماً او داسي محاكمه او مجازات شي چي د هر وطنپلوري لپاره پند او عبرت شي.

پرون، کله چې د شوروي اتحاد په لاس تپل شوی حکومت نور د نړېدلو په حال کې و، موږ عمومي عفو اعلان کړه، خو دغه د پرديو خدمتګارانو په دې بسنه ونه کړه، نه یوازې دا چې اکتفا یې ونه کړه ، بلکه د شوروي ځواکونو نيمګړي، جنګ د بشپړولو ذمه واري یې هم پر غاړه واخيسته، چې همدا د جنګ د دوام باعث شو چې لړۍ یې تر اوسه دوام لري. دا اشتباه بايد بيا تکرار نه شي.

• د بې گناه افغانانو قاتلين او د وحشيانه شپنيو عملياتو عاملين او آمرين بايد د شريعت مطابق محاكمه او مجازات شي.

• زموږ لومړى كار به دا وي چي ټول هغه زندانيان آزاد او د گلانو په هارونو ئې ونازوو چي د اشغالگرانو په حكم زنداني شوي، دوئ به نور له زندانونو راوځي، د زندان دروازې به ماتېږي او ولس به یې د ګلانو په هارونو باندې نازوي، ډاډه اوسئ، مامسوولينو ته هم ویلي، سمه ده چې اوس مو ازاد نه کړل، درې مياشتې وروسته به ازاد شي، هغه هم ستاسو له فرمان او موافقې پرته.

• زموږ په حكومت كي به زندان د جنايتكارانو، غلو، مفسدينو او وطنپلورونكو ځاى وي؛ نه د نن په څېر د اسلامپالو او آزادي غوښتونكو وطنپالو مجاهدينو ځاى.

• چا چي د بهرنيو په وينا او ملگرتيا افغانان وژلي او د دوى كورونه ئې نړولي، نن په قصرونو كي ناست دي او هغه چي د آزادۍ او خپلواكۍ لپاره د هر يرغلگر خلاف جنگېدلي نن په زندانونو كي دي تر تعقیب لاندې، تر فشار لاندې، په سيستماتيک ډول ترور کېږي، یو په بل پسې، په ډېر منظم ډول او لړئ یې هم په ډېر شدت سره روانه ده.  

شعارهاى تیم صلح و عدالت اسلامی  اينها اند:

• به پيش بسوى حكومت واقعاً منتخب و اسلامى؛ در افغانستان آزاد، مستقل و فارغ از جنگ و ناامنى.

• با پروردگار خود تعهد كرده ايم كه يا بر روى زمين حكومت عدل الهى را تأسيس خواهيم كرد و يا با جامه گلگون به خون شهادت به سوى وى خواهيم رفت.

• موقعيت ستراتيژيك افغانستان، ذخائر فراوان آب، معادن سرشار طلا، ليتيوم، يورانيوم، مس، آهن، نفت و گاز

كشور ما باعث تحميل تمامى اين جنگهاى خونين و طولانى بر افغانهاى مظلوم است.

• جنگ افغانستان؛ جنگ شبكه هاى استخباراتى قدرتهاى بزرگ است.

• نمى گذاريم افغانستان ميدان رقابتهاى سياسى، نظامى، اقتصادى و استخباراتى نيروهاى خارجى باشد

• تاريخ كشور ما و تمامى كشورهاى جهان شهادت مى دهد كه همواره خداپرستان و دينداران؛ پيام آزادى، عدالت و امنيت داشته اند و براى آن از جان و مال خود مايه گذاشته اند و دينستيزان، ملحدين، سيكولرها و كمونستها مردم شان را كشته اند و كشور شان را فروخته اند و در پاى هر ستمگر متجاوز افتيده اند.

• زمانى كه ناتو بر كشور ما تجاوز كرد؛ در جستجوى جنگجويانى اجير افتاد كه تحت دستور شان عليه ملت افغان بجنگند؛ در ماركيت جنگجويان اجير همان وطنفروشان پست و ذليل را صف بسته و منتظر استخدام يافت كه براى نيروهاى شوروى نيز عليه ملت خود جنگيده بودند!!

إن شاء الله آن روز نزديك است كه علماء متعهد و مجاهد ما علمای حق پرست، نه آنهایی که مثل هامان و بلعم باعور  اند، نه آنهایی که در پهلوی فرعون اند و در برابر موسی می ایستند، مرجع تصميم و رهبرى باشند؛ نه تحت تعذيب حكام مفسد؛ در پشت ميله هاى زندان!!  به علما اطمینان می دهیم که ما فاصله میان ارګ و مسجد را از میان برمیداریم.

• ايجاد غيرقانونى بستهاى رياست اجرائى، صدارت و معاونيت سوم؛ آنهم به گونه رشوت سياسى؛ چيزى جز اهانت به مردم، پامال كردن قانون اساسى و اكتهاى ديكتاتورمآبانه نيستند؛ اگر اينها با اين سلوك خودخواهانه، غيرقانونى و غيراخلاقى؛ به ارگ برسند؛ از هيچ جفايى به ملت دريغ نخواهند ورزيد. 

• تمامى فرمانهايى را لغو مى كنيم كه زمامداران حكومت تحميلي خلاف قانون و شريعت اسلامي صادر كرده اند و تمامى قراردادهاى غلامي و اسارت را مى سوزانيم كه در غياب پارلمان قانونى و خلاف منافع ملى امضاء شده اند. 

• هر پيمانى كه از سوى حكومت هاى غيرملى و غيرمنتخب؛ با هر كشورى صورت گرفته و منافى استقلال، حاكميت ملى و تماميت ارضى كشور باشد؛ بايد لغو گردد.

• در كابل سفير هر كشورى را مى پذيريم كه ما در آنجا سفير داريم، ولى واى سراى چون ميكناتن را هرگز نمى پذيريم.

• اجازه نه مى دهيم كه كشورى و سفيرش در امور داخلى ما مداخله كند و فرمان صادر كند.

• مداخله سفراء در امور انتخابات و ويتو كردن اجماع سياسى تمامى احزاب سياسى و كميسيون انتخابات از سوى آنان قطعاً پذيرفتنى نيست. ما چنين مداخله را منافى حاكميت ملى افغانها مى دانيو و به شدت محكوم مى كنيم.

• په پاى كي بايد ووايم:

• د حزب اسلامي له دولسو مؤسسينو (11) شهيدان

شوي، زموږ انتخاباتي مجموعې ته همدا 11 شماره مختص شوې!!

• همداراز موږ ته د لمر نښه مختص شوې؛ يعني لمر حتماً راختونكى دئ، تيارې خونړۍ شپې به حتماً پاى ته رسوي، هيڅوك ئې د راختو مخه نشي نيولى.

• وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ ٱلۡغَٰلِبُونَ و يقيناً كه لشكر خدا غالب است

• فَإِنَّ حِزۡبَ ٱللّٰهِ هُمُ ٱلۡغَٰلِبُونَ، يقيناً كه حزب خدا غالب است

شعارونه مو دا دي: د خپلواك، آزاد او له جنگ او ناامنيو فارغ افغانستان او د واقعي منتخب اسلامي حكومت په لوري.

• هغه فرمانونه لغو كوو چي پرديپالو واكمنو د قانون او شريعت خلاف صادر كړي او د غلامۍ او وطنپلورني هغه تړونونه سوزوو چي د واقعي پارلمان په غياب كي او د هغه له موافقې پرته؛ د ملي گټو خلاف لاسليك شوي.

• له هر بهرني هېواد سره هر هغه تړون بايد لغو شي چي د افغانانو د خپلواكۍ، ملي حاكميت او ارضي تماميت خلاف او د تحميلي او تپل شوي حكومت له لوري لاسليك شوى وي.

• په كابل كي د بل هېواد سفير منو حتى كه بد هم وي؛ خو د ميكناټن په څېر واى سرا هيڅكله نه منو!!

• اجازه نه وركوو چي كوم سفير او هېواد ئې د افغانستان په كورنيو چارو كي مداخله وكړي او فرمانونه صادر كړي.

• د بهرنيو له لوري د انتخاباتو په اړه د سياسي گوندونو او انتخاباتو كميسيون د گډي طرحي او توافق ويتو كول؛ د افغانانو د ملي حاكميت منافي گڼو او په كلكه ئې غندو.

• له ملي امنيت؛ ريښتنى ملي امنيت جوړوو؛ ملت ته ژمن؛ د بهرنيو له هر راز سلطې آزاد، د ملت په خدمت كي؛ نه يوازي د واكمنو په خدمت كي.

• ارگ او جومات سره نږدې او يو كوو، له چارواكو د ولس خادمان جوړوو، نه د ولس بادران او د پرديو غلامان. 

• څوك چي په جومات او لمانځه كي د ولس امامت نشي كولى؛ په سياست كي د دوى د زعامت او امامت حق نه لري.

• موږ د څلورو انتخاباتو هممهاله ترسره كېدا غواړو.

• پر اقتدار قابض واكمنان او د دوى بهرني حاميان نه پرېږدو چي د لويي جرگې جوړېدو مخه ونيسي.

• د انتخاباتو كميسيون بايد په واقعي معنى مستقله او ملت ته ژمنه اداره وي، نه په كي بهرني مشاورين وي، نه د بهرنيانو تر اغېز لاندي وي، نه د بهرنيانو له لوري تمويل او توجيه شي.

• موږ به د هغو معترضو نوماندانو د ټولو اعتراضاتو د څېړني لپاره صلاحيتمن هيئت ټاكو او د هغوى حقوق به اعاده كوو چي حق ئې تلف شوى او د دوى د موكلينو د رأيي سپكاوى شوى.

• له الله تعالى سره مو ژمنه كړې چي يا به دلته اسلامي حكومت او الهي عدل قائموو او يا به د شهادت له سرو جامو سره د ده په لوري درومو.

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th August, 2019