تفصیل | شهادت 

19th September, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي مشر د مرحوم قاضي نجي الله د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ

حقمل

2019-08-15

د چهار شنبې په ورځ د کابل ښار په ایمان جامع مسجد کي د حزب اسلامي د مخکښ غړي او جهادي شخصیت مرحوم قاضي نجي الله فاتحه واخيستل شوه چي پکې د حزب اسلامي مشر محترم حکمتيار، د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیز ټيم مرستيالانو، سیاسي او جهادي شخصیتونو، حکومتي چارواکو، د ده د کورنۍ غړو او خپلوانو برخه اخيستې وه. د فاتحې مراسمو ته ليکوال او جهادي شخصيت استاد محمد زمان مزمل په خپلو لنډو خبرو کي د مرحوم قاضي نجي الله د شخصیت، مبارزې او کارنامو یادونه وکړه او د سولې د ټينګښت او د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کي ئې د نوموړي هڅې وستايلې. ښاغلي مزمل وويل: قاضي صاحب نجي الله یو دروند، صادق او مهربان شخصيت وو او له خلکو سره ئې بې نهایت صمیمي او دوستانه چلند درلود. ورپسې د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتیار لنډه وينا وکړه، مرحوم قاضي نجي الله يې د جهاد د تودو سنګرونو او مبارزې پنځوس کلن ملګری وباله او د هغه له ملګرتيا ئې بشپړ رضایت څرګند کړ. ښاغلي حکمتیار وويل: زموږ محترم ورور قاضي صاحب نجي الله یو له هغو شخصیتونو وو چې خپل مسؤلیت ئې په ښه ډول ادا کړ، تر پایه په خپل دريځ ټينګ ولاړ وو او د ژوند تر وروستئ سلګې پورې له خپل تعهد په شا نه شو. د حزب اسلامي مشر وويل: مرحوم قاضي نجي الله زموږ د مبارزې او سنګر ټینګ ملګری وو چي د هېواد خپلواکي، آزادي او د يو واقعي اسلامي نظام ټينګښت يې ستر آرمان وو او موږ له خپل رب سره دا ژمنه کړې چي دده او ټولو شهیدانو د سپېڅلو آرمانونو د تحقق لپاره به خپلې مبارزې ته د پخوا په څېر ادامه ورکوو. دغه راز ښاغلي حکمتيار د مرحوم قاضي نجي الله د کورنۍ غړو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کړل او د متوفی ارواح ته یې دعا وکړه. قاضي نجي الله د تېرې سې شنبې په ورځ په کابل ښار کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات او په خپل پلرني ولايت غزني کي خاورو ته وسپارل شو.

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2019