تفصیل | شهادت 

19th September, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

کونړ ولايت کې د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم لويه او پرتمينه غونډه جوړه شوه

حقمل

2019-08-19

د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم له خوا د کونړ په مرکز اسعد آباد کې يوه لويه، تاريخي او پرتمينه غونډه جوړه شوه چي زرګونو تنو پکې ګډون کړی وو. غونډه د سهار په لس بجې د قرأن عظيم الشان د څو مبارکو اياتونو پر تلاوت پيل شوه او د دوو ساعتونو لپاره يې دوام وکړ. د غونډې په پيل کي د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم دويم مرستيال ښاغلي مفتي حفيظ الرحمن نقي هر اړخيزې خبرې وکړې چې د غونډې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخامخ شوې. ښاغلي نقي د خپلو خبرو په ترڅ کي د کونړ اوسېدونکي د شرق د نابغه سيد جمالدين افغان اصلي بچيان وبلل او له کونړيانو ئې وغوښتل چي د خپل نيکه په څېر د بدلون راوستلو په موخه کلکه ملا وتړي او په راتلونکو ټاکنو کې ئې پراخ ګډون ته وهڅول او زياته يې کړه چې په راتلونکو ټاکنو کې هغه چاته رايه ورکړي چې تل د ولس په څنګ کي پاتې شوی وي او پر ولس زړه سوی ولري. له ښاغلي نقي وروسته د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم لومړي مرستيال ښاغلي دکتور فضل الهادي وزين د غونډې ګډونوالو ته هر اړخيزه وينا وکړه او کونړ ولايت ئې د جهاد اصلي مرکز وباله او کونړيان يې د مجاهدينو او غازيانو وارثين وبلل او د غونډې له ګډونوالو ئې وغوښتل چې په راتلونکو انتخاباتو کې د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم کلک ملاتړ وکړي او زياته يې کړه چې بايد اوسني وضعيت ته بدلون ورکړي چې ددې بدلون يوازنۍ لار شفاف او عادلانه انتخابات او په دغو انتخاباتو کې د ولس پراخ ګډون دی. همدارنګه ښاغلي وزين رايه يو لوی ديني امانت او اصلي مالک ته ددې امانت سپارل يې د هر وګړي ايماني، اسلامي او اخلاقي مسؤليت وباله او د کونړ خلک يې د خپل دغه ايماني مسؤليت ادا کولو ته راوبلل. د غونډې په پای کې د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم نوماند او د حزب اسلامي معزز امير ښاغلي حکمتيار هر اړخيزې او عالمانه خبرې  وکړې. ښاغلي حکمتيار د کابل ښار د تېرې ورځې بريد چې د واده پر مراسمو وشو، په کلکو ټکو وغانده او دا ئې د افغانستان او مسلمانانو د سپېرو او ذليلو دښمنانو کار وباله او زياته يې کړه چې دا د هغه چا کار دی چې په سينه کې زړه او يو زره ايمان هم نه لري.  نوموړي د پېښې قربانيان سپېڅلي شهيدان ياد کړل او د پاک رب له درباره يې ورته د جنت الفردوس غوښتنه وکړه. د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم نوماند ښاغلي حکمتيار د خپلو خبرو په يوه برخه کې کونړ ولايت د جهاد، شهيدانو او غازيانو ټاټوبی ياد کړ او زياته يې کړه چې له کونړ ولايت ډېرې خاطرې لري.  ښاغلي حکمتيار کونړيانو سره ژمنه وکړه چې د جمهوري رياست د ټاکنو په پايله کې د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم د برياليتوب په صورت کې به د کونړ سيند د اوبو د مهار او کنترولولو له لارې د برېښنا د بندونو او د دغه سيند دواړو غاړو ته د استنادي دېوالونو د جوړولو په پايله کې به کونړيان د درې درې جريبه کرنيزې ځمکې خاوندان شي او دا کار به د کونړ د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې مثبت اغېز ولري. د غونډې په پاي کې ښاغلي حکمتيار د تېر جهاد په دوران کې د شهيدانو روح ته د دعا لاسونه لپه کړل او د الله ج له درباره يې ورته د بښنې او جنت الفردوس غوښتنه وکړه.  د غونډې له پاي ته رسېدو سره سم د سولې او اسلامي عدالت ټاکنيز ټکټ نوماند ښاغلي حکمتيار د کرالې د شهيدانو مزار ته ولاړ او د هغوي روح ته يې دعا وکړه او له هغې وروسته نوموړی او ورسره مل پلاوی شيګل ولسوالۍته ولاړل او هلته يې ژورناليستانو ته هغه ځايونه وروښودل چې نوموړي په کې وخت تېر کړی و او له هغې وروسته د کونړ د ستر غازي او د کونړ د سردرو شاهين او نه تکرارېدونکي مجاهد الحاج ستر جنرال مرحوم کشمير خان مزار ته او همدارنګه د نوموړي کور ته د دعا او فاتحې لپاره ولاړ. دا لومړی او وروستی سفر او غونډه نه ده، ددغه ټاکنيز ټيم لومړنی کمپايني سفر کاپيسا ورپسې کونړ ولايت ته تر سره شو او راتلونکی سفر به ميدان ورګو ولايت ته ترسره کېږي، چې دغه لړۍ به نوره هم دوام ومومي.

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2019