تفصیل | شهادت 

19th September, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي مشر د کونړ ولايتي شورا له رئیس او غړو سره وکتل

حقمل

2019-08-19

د‌ حزب اسلامي مشر او د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټيم نوماند محترم حکمتیار کونړ ته د خپل سفر په ترڅ کې یک شنبې په ورځ د ولايتي شورا له رئیس او غړو سره وکتل. په پيل کې د کونړ ولایتي شورا رئیس الحاج ولايت خان مشواڼي خبرې وکړې او ښاغلي حکمتیار ته یې ښه راغلاست ووایه. ښاغلي مشواڼي وويل: د کونړ ولسونه په تاسې افتخار کوي، تاسو د لومړي ځل لپاره د سولې دروازه خلاصه کړه او غوښتنه مو داده چې د سولې پروسې په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې. د‌حزب اسلامي مشر په خپلو لنډو خبرو کې وویل: کونړ زما کور دی او زما د ژوند ډير کلونه په کونړ ولایت کې تېر شوي دي. هغه مهال چې زما نوم د امریکا په تور ليست کې وو نو زه په کونړ ولایت کې اوسېدم. ښاغلي حکمتیار زياته کړه: سره لدې چې په تېرو اتلسو کلونو کي د هېواد هوا او ځمکه د بهرنيانو په ولکه کې وه، خو د کونړ غيرتي ولس د مجاهدينو ملاتړ او د هغوی ساتنه وکړه. نوموړي وویل: د لومړي ځل لپاره د روسانو په ضد جهاد له کونړ ولايت پيل شو او په لومړيو کې د شمال ولايتونو مجاهدين هم له کونړ ولايت سمبالېدل. ښاغلي حکمتیار زياته کړه: د کونړ خلکو لکه څنګه چي د روسانو خلاف جهاد کې ستره او فعاله ونډه واخيسته او د روسانو د ماتې سبب شو، همداسې بايد يو ځل بيا ملا وتړي او په هېواد کې د مثبت بدلون لپاره مټې راونغاړي. د‌جهاد او خپلواکۍ رهبر وويل: چاچې دا هېواد يو ځل په روسانو او بيا په امريکايانو خرڅ کړ، دوی اوس هم له افغان ولس دا تمه لري چې دوی ته رايه ورکړي. د‌حزب اسلامي مشر دا هم وويل: مرحوم حاجي صاحب کشمير خان ددې هېواد يو واقعي اتل دی او بايد ددغسې اتلانو نومونه د تاريخ په پاڼو کې په زرينو کرښو ولیکل شي. ښاغلي حکمتیار زياته کړه: د استقلال ورځې درناوی بايد وشي خو د ۲۶ د دلوې اهميت د خپلواکې د ورځې ډير زيات دی. بايد دا زموږ د تاريخ تر ټولو ستره ورځ او په ډير شان او شوکت سره ولمانځل شي. د حزب اسلامي مشر وويل: کونړ د‌ هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر محروم دی، هېواد بايد لدې حالت وباسو او خپل مسؤليت بايد ادا کړو. هيله مو داده چې الله تعالی هغه ورځ ژر راولي چې زموږ د شهيدانو ارمانونه پوره شي، په افغانستان کې د اسلام بيرق رپانده او اسلامي نظام حاکم وي. په دې ناسته کې د ولايتي شورا غړو هم خبرې وکړې او د سولې او انتخاباتو په برخه کي ئې د ښاغلي حکمتیار هڅې وستایلې.

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2019