تفصیل | شهادت 

19th September, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټيم نوماند کونړ ولايت ته سفر وکړ

حقمل

2019-08-19

د حزب اسلامي امير او د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټيم نوماند محترم حکمتیار د شنبې په ورځ د کونړ ولايت مرکز اسعد آباد ښار ته ورسېد چې د کونړ ولايت مجاهد ولس له خوا ئې تود هرکلی وشو. ښاغلي حکمتیار او ورسره پلاوي ئې کونړ ولايت ته له رسېدو سره سم د کونړ له والي عبدالستار ميرزکوال سره وکتل. ددې کتنې په ترڅ کې دواړو لورو د کونړ ولايت پر عمومي وضيت او د جمهوري ریاست انتخاباتو په اړه تفصيلي خبرې وکړې. د کونړ والي د حزب اسلامي پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ د سولې او شفافو انتخاباتو په برخه کې د هر اړخيزو همکاريو ډاډ ورکړ. د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټيم نوماند او مرستيالانو ئې تر دې وړاندې کاپيسا ولايت ته سفر کړی و چې په راتلونکي کې به دغه لړۍ د هېواد یو شمېر نورو ولايتونو ته هم وغځول شي.

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2019