تفصیل | شهادت 

19th September, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

په هېواد کې بى سارى بى امنيتي، لوتماري او دهشتګردي

مدیر مسوول

2019-08-21

د طالبانو د سخت دريزي حکومت څخه وروسته د ديموکراسى، آزاد او د افغانانو د عقايدو، دودونو او رواياتو خلاف نظام د امريکائي f16 بم غورځوونکو جهازونو تر وزرونو لاندې زموږ په هېواد سيوري غوړولۍ دى. هغه نا افغانانو چې د يرغلګرو صليبيانو پوځونه ئې تر کابل پورې د ګلانو په شيندلو بدرګه کړي وو د حکومت په حساسو چوکيو وګمارل شول. د بن کنفرانس په بندو دروازو کې داسې چارواکي په افغانانو وتپل شول چې د تيلو په لويو کارخانو کې ئې د مامور او اجير په توګه دندې ترسره کولې. د غرب څخه په دريشي او نکتائي مزين بى خپر ذواتو وزارتونو، رياستونو، سفارتونو او سترو امنيتي دندو ته ورټيل ووهل شول. شخصي زندانونو، انتقامى فعاليتونو، دعامه او شخصي ملکيتونو غصب، اداري فساد، رشوت، اختلاس، د مخدره ټوکو بوږنوونکي کښت او توليد په ټول هېواد کې د بى امنيتي او وېرې فضا رامنځ نه کړې وه. ددولتي چارواکو جيبو نه چې د امريکائي ډالرو څخه د افغانستان د پلور په بدل ډک شوي اود هسکو بلډګونو په جوړولو کې په مصرف ورسېدل. ضعيف او بى ارادې حکومت د امنيت له تامين څخه عاجز او د ولاياتو په مرکزونو کې ئې ځالې جوړې کړي وه. امريکا د ترهګرۍ د ځپلو په پلمه زموږ بيگناه خلک په وينو ليټ پيټ کړل مګر اداري تروريزم ورځ تر بلې په زياتېدو شو تر دې حده چې حکومتي دفترونه په دوکانونو او شخصى معامله خانو بدلې شوي دي.

دا مهال د افغانستان په څلور دېرش ولايتونو کې د سر او مال مصئونيت نشته. د سياسي، روحاني او مذهبي شخصيتونو ترور او وژل دوام لري. تاجرانو د زياتې لوټمارۍ په خاطر خپلې ټولې سرمايه او شته مني له وطن څخه بهرنيو هېوادونو ته انتقال کړي او حتى په ترکيه، ناروى او سويدن کې ئې کورونه اخيستي او تجارتي کاروبار ئې د پرديو په ملکونو کې پيل کړى دى. د پيسو په بدل کې د ماشومانو يرغمل نيول خلکو ته تشويش او بى باوري رامنځ ته کړې اود سر په سترګو ګورو چې ډېر معصوم  او بيګناه ماشومان د يرغمل نيوونکو په کړغېړنو لاسونو وژل شوي هم دي.

ټولو ته جوته ده چې د حکومت د بى غوري په وجه د زده کوونکو او زموږ د معصومو خويندو لاسي کمپيوټرونه، پيسو او ګاڼى په امن نه دي. د موټرونو غلاګانې خو دومره زياتې شوي دي. داسى ډېرى واقعې ليدل شوي دي چې غلو او داړه مارانو د موټرونو خاوندان وژلي او موټرونو ئې ورڅخه وړي دي.

اوس د کابل د اوسيدونکي موټرونه، موبايل ټيلفونونه، پيسى، لاسى ساعتونه، لاسي بکس او بالاخره سر او مال مصئونيت نه لري. په لارو او کوڅو کې د بدمعاشانو له وېرى څوک نه شي تېرېداۍ حکومتى چارواکي هېواد په جرايمو، لوټمارى او دهشتګردي کې پرى ايښي او د خپلو جېبونو په ډکولو بوخت شوي دي.

مونږ د حکومت په امنيتي چارواکو غږ کوو چې د غفلت له خوبه ويښ شي، د جرايمو مخه ونيسي، خپلى شخصي ګټې او خپلمنځي اختلافونه يو خواته کړي او د افغان مظلوم ولس فريادونه واوري مجرمينو او لوټمارانو ته دا موقع ور نه کړي چې د خلکو د آزار او اذيت سبب وګرځي. اوسنۍ وضعيت د حکومت د بى پروائى او غفلت ښکارندوى دى او دولت د بى ځايو کارونو په عوض د امنيت په ټينګښت کې خپل مسؤليت ترسره کړي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2019