تفصیل | شهادت 

19th September, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

په کونړ ولایت کې د خپلواکۍ او جهاد لارښود ورور حکمتیار د وینا بشپړ متن: افغانان باید د سولې لپاره ملا وتړي، بهرني ځواکونه باید او حتما له افغانستانه ووځي

اداره

2019-08-22

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته

الحمدلله و کفى و سلام على عباده الذين اصطفى

وبعد:

فاعوذبالله من الشيطن الرجيم

بسم الله الرحمن الرحيم :

وَلاَ تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا ۱۰۵ وَاسْتَغْفِرِ اللّهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا ۱۰۶ وَلاَ تُجَادِلْ عَنِ الَّذِينَ يَخْتَانُونَ أَنفُسَهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ مَن كَانَ خَوَّانًا أَثِيمًا: صدق الله العظيم

وروڼو خويندو! السلام عليکم و رحمة الله و برکاته

زه تر ټولو وړاندې د کونړ د غيرتي، مجاهد او سر لوړي ولس شهيدانو ته دعا کووم هغه شهيدان چې زموږ ټول ملت هم او ټول اسلامي امت هم د هغوئ د وينو او شهادتونو پوروړي دي. مديون او مرهون ئي دي او د دو په سر کې ددې ولس د شهداوو سالار شهيد مولوى صاحب جميل الرحمن او د افغان ولس د ستر او تاريخى جهاد د لوى سالار زموږ د ملت واقعي اتل او قهرمان مرحوم حاجى صاحب کشمير خان لپاره دعا کوم، هغوئ خپل هغه وعده او ژمنه ترسره کړه چې له خپل رب سره ئي کړې وه، الله تعالى دې د هغوئ ارمانونه ترسره کړي، يقين لرم او پردې مې باور دى، په هيڅ حالت کې مې په زړه کې يوه ذره شک هم نه دى را پيدا شوى چې په سر لوړي ازاد او خپلواک افغانستان کې به زموږ د شهداوو ارمان نه ترسره کيږى بلکه حتماً به ترسره کيږي، شهيد مولوى صاحب جميل الرحمن او ستر سالار او زموږ ملى اتل حاجى صاحب کشميرخان، زما د مبارزې د لارې او سنګر ډېر زاړه ملګرى وو چې له ځوانۍ نه مو د مبارزه پيل کړې وه او تر هغه د يو بل تر څنګ ولاړوو چي دوئ خپله ژمنه ترسره کړه او د خپل رب لوري ته ولاړل او موږ ئي يوازى پرېښودلوو خو له خداى جل جلاله سره مو تعهد دى چې په دې لاره به تر پايه پورې په صبر او استقامت سره مخکى درومو او تر هغه چې له دوئ سره يو ځاى شو له دې فرصته په استفادې، اجازه راکړئ چې د کابل د تېرې شپې د پيښې په ارتباط هم عرض وکړم چې يوه خونړۍ پيښه وه، نږدې (٢٥٠) تنه افغانان، په وينو کې رغړيدل، هغه چې د واده د مراسمو لپاره راغونډ شوي وو، بى رحمه او وحشي قاتل ئې پر همدغو، نر، ښځې رحم ونکړ او (٨٦) تنه ئې ووژل او له يو سل اتيا (١٨٠) ډېر هم ټپيان شول، دا د هغو خلکو کار دى چې په سينه کې زړه نه لري پر خداى جل جلاله باور نه لري، پر انسان ترحم نه لري، وحشي دي، جاني دي،هيڅ سپيڅلى او مقدس ارمان نه لري، دا کار په حقيقت کې د پرديو د خوشحالولو لپاره د اجيرو قاتلانو کار دى، باور وکړئ دا ټولې چاودنې چې په جوماتونو کې کيږي، دغسې د غم او ښادۍ په محافلو کې کيږي، د جنازو په لمونځونو کې کيږي او په ترڅ کې ئي بې ګناه خلک په قتل رسيږي، ددې ټولو ترشاه د اسلام د دښمنانو لاس دي، هماغه چې غواړي، شيعه او سني سره وجنګوي، هماغه چې غواړي ملا او مکتپى سره وجنګوي، هماغه چې غواړي مجاهد او غير مجاهد سره وجنګوي، ددې ټولو دردناکو او خونړيو وحشيانه پيښو تر شا د همدوى لاس دى، ما يو ځل بيا د کراړې شهيدانو ته دعا وکړه کلونه کلونه وړاندې مې د هغولپاره دعا کړې وه، د هغوئ د قبر خواته ودريدلى وم، يو زر،دوه سوه او شپيته (١٢٦٠) بې ګناه افغانان له يو کلى له کورونو را ايستل شوي، په ليکه ودرول شوي او بيا پرې زر به ډزې شوي او ټول وژل شوى او په بليډو زرو دفن شوي، د کراړې په ټول کلي او اولس کې يو نارينه هم پاتې نه و، ټول وژل شوي وو، د دوئ جاني قاتلان څوک وو؟ تاسوئې پيژنئ، هماغه چې پرون د شوروي ځواکونو په چوپړ کې وو او نن د ناټو په خدمت کې دي، هماغه چې نن غواړي يو ځل بيا د اقتدار پر ګدۍ کېني، کانديد دي، په دغو انتخاباتي ټيمونو کې ويشل شوي دي په اقتدار کې د هغوئ ډيره غوښتنه او چاغه برخه ده، هماغه دي، الله تعالى فرمائي چې د خاين مدافعه مه کيږه، دغه ايت چې ما تلاوت کړ هغه کې وائي چې د خاين دفاع مه کوه، د هغه په خلک کې مه ودريږه، د هغه حمايت مه کوه، په ژبه هم د هغه حمايت مه کوه، دا خو لا پريږده چې د هغه په څنګ کې ودريږې څه دا چې هغه ته رايه ورکړې او قدرت ته ئې ورسوې، ماته په خپل ايمان سره وواياست، چې تاسو سترستر مشهور خاينان نه پيژنئ، ماته وواياست دا هېواد چا پلورلۍ، پر شوروي ځواکونو چا وپلورلو، دا هېواد پر ناټو چا وپلورلو، ددې هېواد د قباله چا پر ديو ته ورکړه، څوک وو چې د هغوئ په قومانده ستاسو پر خلاف وجنګيدل مګر تاسو دوئ نه پيژنۍ، حيف او افسوس او افسوس د هغه افغان پر حال چې هغه ددغو خاينونو له پيژندلو وروسته هم د هغوئ حمايت کوي، مرګ او ننګ دداسې افغان لپاره. الله جل جلاله فرمائي: ولا تجادل عن الذين يختانون انفسهم د هغو په ګټه او نفع يو له بل سره  شخړه او منازعه مه کوئ چې خيانت يې کړى وي، خداى جل جلاله دا سترستر خاينانو او لدى لوى مجرمينو سره مينه نه لري، له هغوى سره محبت نه کوي له مومنانو ئى هم تقاضا دا ده چې له دغو خلکو سره د خپلوئ، قومي سمتى او ژبنۍ رابطه هم قطع کړئ، د خاين، ظالم، جابر، مفسد، فاسق، غله وطن پلورونکي ايمان پلورونکي، ازادي پلورونکيو عزت پلورونکي، ستاسو د تاريخ پلورونکي ترڅنګ ودريدل، حتى د هغه په غونډه کې برخه اخيستل حتى په دې نيت هم چې وغواړي ځان پوه کړې چې دلته څوک څه وائي، دا هم حرام دي، حمايت او رايه ورکول خو لرې پريږده، خپل ايمان په خطر کې مه اچوئ د خاينانو ملګرتيا مه کوئ، د ظالم په څنګ کې مه ودريږئ، که ته له خپل ضمير او وجدان سره هم په يوه کونج کې قضاوت وکړې، تاته ښه او بد څرګنديږي، ستا وجدان او ضمير درته په صريحو الفاظو وائي چې خاين څوک دى او صادق څوک دى، الله تعالى تاسو ته امر کوي چې کونو مع صادقين اى مومنانو له خداى وويريږئ او له صادقانو سره ودريږئ، د صادق ملاتړ او ملګرتيا وکړئ، کونړ زما د مبارزې او جهاد سنګرو، کلونه کلونه دلته پاتې شوى يم،د شوروى ځواکونو د يرغل په وخت کې هم زه د کونړ په درو او سنګرونو کې پاتې شوى يم په داسى حال کې چې دلته په اسعداباد ښار کې شوروى ځواکونه وو او زه ئي هم تر ټولو ستر دښمن وم، ( کى جى بى) او شوروى اتحاد پورې ټول تړلى هېوادونه او د هغوئ استخباراتى شبکى، دې ټولو موږ د لومړى او درجه اول دښمن په توګه پيژندلو، هغه مهال هم زه په کونړ کې په ډېرو سنګرونو کې پاتى شوى يم او په دې تېرو (١٩) کلونو کې هم په کونړ کې ما ډېرى شپې او ورځې تېرې کړي، په ډېرو سيمو کې پاتي شوى يم په هغه وخت کې هم کونړ کې وم چې اسعدآباد کې د ناټو ځواکونه وو او په فضا کې په هم د هغوئ سپوږمکۍ ګرځيدلى، د ډرون الوتکى به ئې ګرځيدلى، يو خوا او بل خوا به ئې هم کوماندو ځواکونه کوزول زموږ په سرئې جايزى هم ټاکلې وې، څو مليونه ډالر او ستاسو به په ياد وي، که د ځوانانو به ياد نه وي له سپين ږيرو دې پوښتنه وکړي، چې دلته به ئې د الوتکو پرمت پاڼې هم ويشلې چې خلک تشويق کړى او وئې هڅوي چې د فلان کس د نيونې په ارتباط که تاسو کوم معلومات هم ورکړ نو دومره ستره جايزه به تر لاسه کړئ، خو زه د مياشتو مياشتو لپاره نه؛ بلکه د کلونو کلونو لپاره په همدې سيمه کې پاتې شوى يم، زه به د ژوند تر پايه د کونړ د ولس مرهون او پوروړى يم او وم. دشمن خپل ارمان ته و نه رسيد، زموږ په ارتباط ئي يو دقيق معلومات هم تر لاسه نه کړى شو، پوهيدل چې زه په کونړ کې يم خو زما په نيولو موفق نه شول، يو مهال ما داسي اشتباه کړى و چې له سټلايت تلفون او مخابرې په مې استفاده کوله، په داسې حال کې چې په سر به مى ډرون طيارې ګرځيدلى ما فکر کاوه چې، دا يوازې استخباراتي معلومات تر لاسه کولي شي او تر څو چې هغوى معلومات مرکز ته مخابره کوي او بيا د هغوئ جيټ طياري راځي پر موږ بمونه وروي، له دې مو زيات تشويش نه درلود، په همدغسي حالت کې چې زه له کونړيانو سره يو ځاى وم، جلسې، ليدنې او کتنې مو درلودې، خو دښمن خپل ارمان ګورته يووړ موفق نه شو، عراقيانو څو مياشتى صدام حسين و نه شواى ساتلى، خو زه کونړ، کونړيانو او افغانانو کلونه کلونه وساتلم، خداى مو خوشحاله لره، لکه څنګه چې د کونړ غرونه دنګ دنګ او لوړ دى د کونړ د سر لوړي ولس په غيږ کې همداسى لوړ لوړ او ستر ستر شخصيتونه روزل شوي، هر يو ئې زموږ د تاريخ يو اتل دى، دا شخصيتونه د دوى په غيږ کې روزل شوي او د الله جل جلاله په لاره کې ئې خپل ژوند او سر وقف کړي وو کونړ د ازادۍ په هره جګړه کې لويه او پراخه ونډه درلوده، ان شاء الله د افغانستان د بيا ازادولو او په خپلواک ازاد او سر لوړي افغانستان کې د اسلامي حکومت قايمولو په مبارزه کې به هم د کونړ د سرلوړي او مجاهد ولس ځلانده ونډه وي.

ورونو! نن افغانستان سولې ته ضرورت لري، دا خونړۍ جګړه بايد پاى ته ورسيږي، په دې جګړه کې يوازى افغانان مري او د افغانانو کورونه ورانيږي، دا د پرديو له پوري تپل شوې جګړه ده، مهارئې د پردو په لاس کې دى، د هغوئ ګټې تامينوي په دې کې افغانستان ورانيږي په دې کې د افغان کور ورانيږي، قربانيان ئې يوازې مظلوم افغانان دي، د افغانانو له فقر نه په استفادي سره استخباراتي شبکې لګيا دي په افغانانو کې په وړيا بيه جنګيالي استخداموي او د خپلو ګټو لپاره ئي جنګوي، پرون ماته د کونړ والي صاحب وويل چې هره ورځ له اوو تر لس جنازې کونړ ته راوړل کيږي او دا د امنيتي ځواکونو سرتيري دي چې د افغانستان په ګوټ ګوټ  کې جنګيږي، په شهادت رسيږي او جنازې ئې دلته راوړل کيږي او دا ځکه چې دوئ بل کسب او کار نه لري مجبور دي، فقير دي، نادار دي، د خپلې کورنۍ مشکلات بايد حل کړي، ځي د څو افغانيو د لاسته راوړلو لپاره نوم ثبتوي او په امنيتي ځواکونو کې شامليږي، جنګ ته ليږل کيږي او په داسې جنګ کې مري چې نه ورباندې باور لري، نه ئې په سپيڅلتيا باور لري، نه ددې جنګ پر اهدافو او ارمانونو باور لري، مجبوريت او فقر دې ته اړ کړي چې دا کار وکړي، دا جګړه بايد پاى ته ورسوو، ورونو دا هېواد د ستاسو دى، کونړيانو! تاسو ته وايم، دا هېواد تاسو ګټلى او تاسو ازاد کړى، دا هيواد د تاسو د خپلو وينو په بيه ساتلى، ددې هېواد اصلى وارثين تاسو ياست، ددې هېواد اصلى وارثين مجاهدين دي، دغه مجاهدين به دا هېواد ساتي هماغه مجاهدين چې له شوروي ځواکونو ئي دا هېواد ازاد کړ، هغه خلک نه چې په سختو شيبو او ورځو کې ئې دا هېواد پرېښود، ملت ئې هېر کړ، بهر ته وتښتيدل او په دې ټوله اوږده موده کې ئې د افغانستان خواته مخ هم نه دى را اړولى او هغه مهال راغلي چې بهرنيانو په خپلو موټرو کې راوستي او بهرنيانو د هغوئ حمايت کاوه حتى په ارګ کې هم د هغوئ امنيت بهرنيانو ساتلو، امريکائي سپاهيانو تلاشي کول او هم د هغوئ سپاهيانو، حتى د پارلمان وکيلان او سناتوران به هم په ارګ کې له دغسې چلند سره مخامخ کيدل، ددې هيواد وارثين تاسو ياست، دا هېواد به تاسو له دې حالته باسئ، راځئ له الله جل جلاله سره يو ځل بيا تعهد وکړو، چې يوه بله مبارزه پيلوو، پر خپل خداى جل جلاله توکل کوو، دا هېواد له دغه بدمرغه حالته ژغورو، څوک چې له ماسره تعهد کوي لاسونه دي

اوچت کړي، خداى جل جلاله مو موفق لره، باور وکړئ چې ددې هېواد د ژغورنې لپاره همدغه جمع کافي ده، ، دغه جمع چې ايمان دلته راوستي دي په څېرو کې ئې د ايمان اثار څرګند دي، په شعارونو کې ئې د ايمان آثار څرګند دي، تاسو پيسو نه ياست راوستي، د نورو د غونډو په څېر، تاسو خپل ايمان او عقيدې دلته راوستي ياست، د هېواد د ژغورنې لپاره همدا تاسو کافى ياست، همدا تاسو چې اوس دلته تعهد وکړ کفايت کوي، تاسو يوازې په يوه اخلاصمند دعا هم دغه حالت بدلولى شي، څه دا چې ملا وتړئ پر خداى جل جلاله توکل وکړئ اود مبارزې سنګر ته راووزئ، زه مبالغه نه کوم په دې خبره د زړه له کومي باور لرم چې همدا مبارکه جمع چې تاسو ياست، کافي ده، راځئ ملا وتړو پر خپل رب يو ځل بيا توکل وکړو د خپلو مخکنيو جنګياليو، نومياليو او تورياليو پلرونو او ورونو په څېر ملاوتړو.

تاسو به اوريدلي وي چې ښاغلي جمهور رئيس اورپا کې د مشرانو يوې غونډې ته وويل چې زما د اقتدار به څلورو کلونو کې ٤٥ زره د امنيتي ځواکونو سرتېري وژل شوي دي، او بله ورځ ئې وويل چې زموږ ددې جنګ له کبله، زموږ د قربانيو له کبله واشنګټن او نيويارک خوندي دى د ارګ په څو کلومتري کې پرون شپه دوه نيم سوه افغانان په وينو کې رغړيدل، يعنې چې زموږ دا جنګ د پرديو لپاره دى، دا خبره ئې دلته د افغانانو په مخ کې نه ده کړې، د غربي هېوادون د مشرانو په جلسه کې ئې کړې ده، ستاسو لپاره وايم تاسو چې دلته خوندي ياست، موږ ٤٥ زره په تيرو څلورو کلونو کې ومنو، نو د هر سرتيري مقابل کې بايد لږ تر لږه پنځه تنه عام افغانان وژل شوي وي، نو (٤٥٠٠٠x ٤) يعنې (١٨٠٠٠) افغانان په څلورو کلونو کې وژل شوي نو په تيرو ١٩ کلونو کې به څومره افغانان وژل شوي وي، تر يو مليون زيات وژل شوي، دا د جمهور رئيس اعتراف دى، خو سره له دې ګورو چې يو شمېر خلک د جنګ پر دوام ټنيګار کوي، د سولې هره خبره او وينا دوئ ته داسې ده لکه له اسمانه چې تندر ورباندې راولويږي، ويښتان ئي زيږه وي، وارخطا وي، خپل کنترول هم له لاسه ورکوي، ايلپتې وائي، د جنګ په دوام ټينګار کوي، دا ځکه چې جنګ هغوئ ته قصرونه ورکړي دي، جنګ اشراف ژوند ور په برخه کړى، جنګ پريمانه شتمنۍ په بهرنيو بانکونو کې ورکړي، جنګ اقتدار ورته سپارلى، داسى فکر کوي چې دا افغانان د دوئ غلامان دي، هره لوبه ورسره کولى شي، په هر جايي پلورولى شي، لکه دا هېواد چې د دوئ نه وي، پرديو ورته فتح کړى وي او دوئ ته ئى په تحفه کې سپارلى وي، هر چاته ئې قباله هم ورکولى شي، دوئ د جنګ دوام غواړي، د سولې مخالفت کوي د اکثرو کورنۍ بهر کې دي، ځنيې د جمهوري رياست کانديدان دوه تابعته دي، وزيران خو پريږده په دې کابينه کې وزيران پوره نه شول، په تيرو پنځو کلونو کې کابينه پوره نه شوه، اکثراً وزيران ئي هم داسي دي چې پارلمان ورته رايه هم نه ده ورکړې ددوئ په اصطلاح سرپرست وزيران دي او په دې کې داسې هم دي چې کورنۍ ئې هم په بهر کې دي او دوه تابعته هم دى، هم د افغانستان تابعيت لري او هم د بريتانيا، همداسي دوئ وائي چې د سولې په بهير کې بايد د تيرو ١٩ کلونو لاسته راوړنې قرباني نه شي، تاسو او خداى جل جلاله  چې دا د ١٩ کلونو لاسته راوړنې چې دوئ ورباندې تاکيد کوي چې وايي دا بايد ضايع نه شي، آيا دا ټولې د يو افغان په وينو ارزي، څوک چې وائي نه ارزي لاسونه دې اوچت کړي، واکمنو!! دا د افغان ولس پريکړه ده، ددې ١٩ کلونو لاسته راوړنې د يو افغان په وينه هم نه ارزي او که تاسو له هر افغانه د هېواد په هر ګوټ کې پوښتنه وکړئ، ځواب به ئي همدا وي، واقعيت دا دى چې په دې ١٩ کلونو کې د افغانستان وضعيت داسې وى، فضا او ځمکه د بهرنيانو په واک کې وو، په ټول هېواد کې خونړى جنګ روان و او دى او هره ورځ په دې جنګ کې لسګونه او سلګونه افغانان وژل کيږي، نا امني، بې ثباتي، فقر لوږه، يو نيم مليون معتادين، حال دا چې له دغو ١٩ کلونو وړاندي، زموږ د معتادينو شمېر څو زره هم نه و خو نن درى مليون معتادين لرو، ورونو پوه شئ چې دلته ستاسو پرخلاف د هيروئينو جنګ روان دى، ستاسو دښمنان عمداً د خطرناکې منصوبې په ترڅ کې غواړي چې ستاسو ځوان نسل بى هويته کړي، بې ماهيته ئې کړي معتادئي کړي، ستاسو اکثر معتادين هغه څوک دي چې بهر کې اوسيدلي دي، ډېرى ئې هم په ايران کې، دا اعتياد ئې له بهره راوړي، افغانستان کې نه دي معتاد شوي، بهر کې معتاد شوي، يعنې لکه څنګه چې انګريزانو د چين پرخلاف د ترياکو جنګ درلود، نن ستاسو په خلاف د هيروئينو جنګ روان دى، شپيته سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې دي، يعنى تر فقير هم ډېر فقير دي، شپږ مليونه مهاجرين لرو نن له ١٩ کاله جنګه وروسته زموږ د مهاجرينو شمېر شپږ مليونه دي، دا د مهاجرينو د وزارت سروې او خبره ده، دا د دولت رسمي ارقام دي، دا هم په داسې حال کې چې د امريکايانو ډېره هڅه دا وه چې زر تر زره دا مهاجرين راشي او خلکو ته ووائي چې له امريکايانو پخوا خلک له هېواد، تښتيدل خو د امريکايانو له راتلو وروسته امنيت تامين شوى او مهاجرين هم بيرته راستانه شوي، مهاجرين ئي تشويقول، ملل متحدئې دې ته اړ کړى و چې مهاجرين راولي حتى ګاونډى هېوادونه ئې تر فشار لاندي نيولى وو چې مهاجرين وباسي هلته ئې وځوروى تنګ ئې کړى خو مجبور شي افغانستان ته راشي خو سره له دې نن له ١٩ کلونو وروسته موږ په بهر کې شپږ مليونه مهاجرين لرو او درې مليونه په داخل په هېواد کې بى ځايه شوى دي او د امريکا بل لوى هدف دا و چې دلته يو ځواکمن متحد او قوى حکومت جوړکړي خو ناکام وو نن امريکايان وائي د هماغه حکومت په ارتباط چې دوى جوړ کړى، هماغه شان چې يو پلار د خپل زوى په ارتباط وائي چې دا ډېر مفسد دى د هغه اعتراف او دا وينا هر څوک مني همدغسى ددې حکومت پلار وائي چې د نړۍ تر ټولو مشر مفسد حکومت همدا دي، يعنى په نړۍ کې د افغانستان اوسني حکومت په څېر بل مفسد حکومت نشته لومړى درجه مفسد حکومت همدا دى، دا د ١٩ کلونو لاسته راوړنې دي، دلته ملى او ديني ارزښتونو ته په مکرر او علني ډول اهانت او سپکاوى کيږي، چا درى، ټيکرى او دستار، پګړۍ توهين کيږي او زندۍ کيږي او د رسنو له لارې ښودل کيږي، دا په داسى حال کې ده چې په اروپا کې زموږ يو گز ټيکرى هم نشي زغملى، يعنى د کومې نجلۍ چې يو ګز ټيکرى په سروي، مکتب ته ئي نه پرېږدي، دفتر کې ئي نه پريږدي، بازار کې ګرځيدو ته ئي نه پريږدي، جريمه کوى ئي خو دوى، دلته چې څه ووائي هغه کوي، زموږ دين ته، زموږ عزت ته، زموږ ملى او ديني ارزښتونو ته په ښکاره ډول اهانت کوي، تاسو هره ورځ نه ګورئ چې په دې تلويزيونونو کې څه روان دي، زموږ يو ګز ټيکرى نه شي زغملى خو دوى دلته موږ مجبور وي او تشويقوي مو حتى ددې لپاره خلکو ته معاش هم ورکوي چې ځان بربنډ کړي او بازار کې وګرځي تر څو نور افغانان هم دوى وويني او تشويق شي تر څو له اسلامه لرې شي، دا اسلام د دوى لپاره ډېر لوى خطر دى، دا اسلام دوئ سپک کړل ذليل ئي کړل او همدغه اسلام ددې باعث شو چې دوئ ئې له ماتي سره مخامخ کړل، دا اسلام بايد له افغانانو واخلي، نن موږ ازادى او خپلواکي نه لرو، ملى حاکميت نه لرو، بانکونه مو لوټول کيږي، شهزاده سراى څو ځله لوټ شو، کابلبانک لوټ شو وړاندى خواصى صاحب وويل چې د لوټ لوى مجرم هم پرون په ډېر درناوى او احترام له زندانه ازاد شو، تجاران اختطاف کيږي، تجارانو خپلې ټولې شتمنۍ بهر ته انتقال کړې، نږدى شل مليارده ډالر د افغاني تجارانو پانګه ترکيې او اماراتو ته انتقال شوې، دلته په کابل کې تاجر خوندي نه دى، اختطاف کيږي، ترور کيږي، جهادى شخصيتونه او علما مو، خوله ور، مومن او اغيزمن خطبا مو يو په پل پسى ترور کيږي، په ننگرهار کې په پنځوس ورځو کې څوارلس امامان او ديني علما ترور شول، قاتل ئي هم معلوم نه دى، طالب ئي مسوليت قبول نه کړ، داعش ئي مسوليت و نه مانه، د دوئ قاتل څوک دى، حکومت دې ځواب ووائي مګر ددى ١٩ کلونو لاسته راوړنې له دې نور څه دى، که نور څه وي ودې وائي، په دې ١٩ کلونو کې تاسو افغانانو ته څه کړي.

ورونو! سوله بايد راشي افغانان بايد د سولې لپاره ملا وتړي، بهرني ځواکونه بايد او حتماً له افغانستانه ووزي، دوئ د جنګ عاملين دي، دوى امنيت نه شي راوستلى د دوئ په حضور کې به دا جنګ دوم کوي، ددې څلويښتو کلونو خونړيو جنګونو تجربو همدا ښودلې، هر بهرنى ځوک چې وغواړي په افغانستان کې واوسيږي او دلته نظامي حضور ولري او په دوئ پوري تړلى حکومت په کابل وي، هغه د جنګ عامل ده او د هغه رقيبان او حريفان هغه ارامې ورځى ته نه پريږدي، شوروي اتحاد له همدغه برخليک سره مخامخ شو او دا دى ناټو هم په تېرو ١٩ کلونو کې همدغه برخليک سره مخامخ ده، که څوک په افغانستان کې سوله او امنيت غواړي، هغه بايد دې ته چمتو شي چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې نه وي، امريکا د خپلو پوځونو د ايستلو پريکړه کړې، سمه پريکړه خو ډېره وروسته، تر داننه پورې پاتي کيدل ئي لويه تېروتنه وه، هغوئ اوس حتماً وځي، بله چاره نه لري، دوئ په دې جنګ کې خپل هيڅ يو هدف هم نه دى تر لاسه کړى موږ حزب اسلامى او زموږ ټاکنيز ټيم د بهرنيو ځواکونو د وتلو په پرېکړې حمايت کوو، د دوئ حضور نه افغانانو ته د منلو دى او نه هم د امريکا حريفان او رقيبانو ته په سيمه او نړۍ کې په کابل کې يو لاسپوڅى حکومت به تل د جنګ د دوام عامل وي، افغانان پريږدئ چې خپل برخليک خپله وټاکى، که سوله غوړائ نو د خپلى خوښى نظام جوړ کړي د خپلى عقيدى ايمان او باور په رڼا کې خپل نظام غوره کړي.

د جنگ د دوام باعث کيږي، په کابل کې يو مستقل حکومت غواړو چې په هيڅ بهرني هېواد پورې تړلى نه وي نه په کوم ونډي پورې نه د سيمې په کوم ستر ځواک پورې، نه هم کوم نړيوال ستر ځواک پورې، داسي حکومت چې مستقل وي، هم دداخلي سياست په ارتباط خپله تصميم ونيسي او هم د خارجي سياست په ارتباط له بهر نه ورباندې نظام تحميل شي او نه سياستونه، فقط دغسى يو حکومت کولى شي دا هېواد له بحرانه وباسي، د بحران و جګړى د ختميدو لپاره موږ په کابل کې دغسى حکومت غواړو.

ورونو! مطمئن اوسئ چې سوله به راځي او که سوله راځي نو يو موقت حکومت به راځي چې ددې اوسني حکومت ځاى ونيسي، له دې پرته سوله نه شي راتلى، د موقت حکومت راتګ له سولې سره تړلې خبره ده که سوله راځى نو حتماً به ددې حکومت ځاى ناستى هم ټاکل کيږي او شايد په دې لنډو ورځو کې به وګورئ چې پر موقت حکومت توافق وشي او اعلان وشي، ډيرى واکمن له همدې سخت په ويره کې دي چې دوئ د څو ورځو مېلمانه دي، بايد خپل بار او بستره وتړي او کابل پريږدي، بهرنيو ځواکونو د دوئ په ارتباط فيصله کړې چې نور ستاسو عمر ختم دى، ناچار يو بل حکومت به راځى او ستاسو ځاى به نيسي، د دولت وسله وال مخالفين له دې اوسني حکومت سره نه يوازې موافق نه دي بلکې له دوئ سره خبرو اترو ته هم چمتو نه دي، موږ د سولې ملاتړ کوو، د سولې لار مو غوره کړه، الحمدلله نور هم دا دى زموږ په لار را روان دي، له لږ ځنډ وروسته، خو کاش چې دا کارئي ډېر پخوا کړى واى، د ډيرو افغانانو د وينو توئيدو مخه به نيول شوې واى، د انتخاباتو په ارتباط هم پايد ووايم چې که سوله راځي، موقت حکومت جوړيږي نو طبيعى ده چې دا انتخابات به هم ځنډيږي، موږ د انتخاباتو پريکړه کړې تر پايه به خپلې انتخاباتي مبارزې ته دوام ورکوو. الحمدلله زموږ جلسى له ټولو نورو ټيمونو هم د شمېر له پلوه ډېرې دي ا و هم د ګډونوالو د کميت له پلوه ډېرى پرتمينې دي، باور وکړئ چې دا ټول ټيمونه سره يو ځاى شي، نو دغسې يوه غونډه په کونړ کې نشي جوړولى موږ له کاپيسا نه پيل وکړ، ځينى خلک تبليغات کوي چې دا د پښتنو حزب دى، راځي چې د يوې ټوکې په توګه درته ووايم چې زما لومړى معاون په ديني علومو کې دکتورا لري، مشهور ليکوال دى پيژندل شوى شخصيت دى ژبه ئي هم درى ده، په قوم تاجک دى، د غوربند دى، خو تاسو د هغه پښتو واوريدله، راشئ د هغه پښتو له اشرف غني سره مقايسه کړئ، نور خو پريږده، په نورو ټيمونو کې دغسې دي چې يوه جمله ښه پښتو هم نشي ويلي يوه جمله سمه پښتو ليکلى نشي، له کاغذه ئي هم سمه نه شي لوستلى، همدا متعصبين مو په دې تور نوى چې دا د پښتنو حزب دى، په داسى حال کې چې موږ خپله لومړنۍ جلسه له کاپيسا شروع کړه، په کاپيسا کې هم دومره پرتمينه اوسره غونډه وه چې تردى هم ستره وه او قصداً او عمداً مو همداسې وکړل چې له شمال مو شروع وکړه، باور وکړئ چې موږ په شمال کې دولسي حمايت له پلوه تر ټولو ګوندنو وړاندى يوو، موږ په شمال کې سترې سترې جبهې درلودې چې هيڅ تنظيم هم نه درلودې، زما دويم معاون هم يو نوى نوميالى عالم، مفتى دى او په څه باندې څلويښت ورځو کې ټول قرآن حفظ کړى، هغه کانديدو، موږ دويم معاون وټاکلو خو د هغه رقيب له خپل قوم نه نوموړى و نه شواى زغملى بريدئي پرى وکړ زخمي شو خو الله جل جلاله تر اوسه هم هغه بريد اثارو ورباندى شته موږ داسې شخصيتونه غوره کړي چې هغه له موږ سره عقيدوى رابطه لري، قومى، ژبي نه، بلکې د ايمان رابطه، د عقيدې رابطه، موږ تصميم لرو چې په خپل هېواد کې اسلامي نظام قايم کړو، دا زما ارمان دى، دا زما د سنګر د ملګرو ارمان دى، دا د کونړ د مجاهدينو، غازيانو او مهاجرينو ارمان دى، دا د افغان ولس د فرد فرد ارمان دى، دا زموږ حق دى، افغانستان د افغانانو دې، د مسلمانانو دى، د مجاهدينو دى، د هغو دى چې تل ئې د هر يرغلګر پر وړاندى له خپل هېواده دفاع کړې، د هغوئ دى، دلته به فقط اسلامي نظام راځي، افغان ولس له اسلامي نظام پرته بل نظام نه مني، ورونو راځئ چې دا پيغام هم ټولو ته وليږو، څوک چې وائي د افغان ولس يوازينى، اخرنى او ستر ارمان دا دى چې ازاد، خپلواک، مستقل، سر لوړى او اسلامى افغانستان جوړ کړي، لاسونه دي اوچت کړي، بهرنيان دې هم واوري، د هغوى لاسپوځي دې هم واوري، سيکولران دې هم واوري، غربپال دې هم واوري چې افغانان له اسلامي نظامه پرته په بل څه نه راضي کيږي او که څوک بل نظام ورباندي وتپي نو له همدغسې مقاومت سره به مخامخ کيږي  لکه چې شوروي ځواکونه ورسره مخامخ شول او لکه چې ناټو ورسره مخامخ شوه، متاسفانه نن هيڅ افغان هم د انتخاباتو پر شفافيت باور نه لري، له دولتي امکاناتو، صلاحيتونو د انتخاباتى کمپاين په توګه استفاده کوي، د ټاکنو کميسيون مستقل نه دى، د پرديو تر اغيز لاندى دى، ټولو سياسى ګوندونو په ګډه پريکړه وکړه چې څلور انتخابات بايد وشي، ( د ولسواليو شوراګانو، ولايتى شوراګانو انتخابات، د غزني انتخابات اود جمهوري رياست انتخابات) د ټاکنو په مخکني قانون کې هم بايد تغيير راشي، زوړ نظام او سيستم بايد بدل شي او ټول افغانان په انتخاباتو کې د ګډون فرصت ولري، مهاجرين هم، کورني بې ځايه شوي هم، د بايومتريک له معياري وسايلو او تجهيزاتو هم بايد کار واخيستل شي او هيڅ واجد شرايط افغان بايد په انتخاباتو کې د رايه ورکولو له حق محروم  نه شي، دې خبري دا ايجابو له چې جمهور رئيس فوق العاده فرمان صادر کړي، هغه فرمان هم صادر شو په هغه مخکني قانون کې هم تغيير راغلى، خو ناڅاپه د تلويزيون له لاري د امريکا سفير وويل چې يو انتخابات به کيږي، نور انتخابات شته، له بايومټريک وسايلو به هم استفاده نه کيږي په سيستم کې به هم تغيير نه راځي او د انتخاباتو کميسيون هم سر ټيټ کړ او دا فيصله ئي ومنله هغه بله ورځ د انتخاباتو کميسيون وويل چې تر اوسه موږ ته د بايومتريک وسايل نه دي راکړل شوي، يعنې چې دلته عمداً او قصداً هڅه روانه ده چې انتخابات له تقلب ډک وي، ترمخکي هم ډېر زيات شرموونکي وي، موږ به ان شاء الله د تقلب مخه نيسو، ټول دې پوه شي چې تقلب ته اجازه نه ورکوو خبره دومره هم ساده نه ده چې تاسو به د ملت رايه په اوبو لاهو کوئ، د ملت له شديد غبرګون سره به مخامخ شئ، په هر صورت د تقلب مخه نيسو، دا هم بايد په پام کې ولرئ چې شايد انتخابات و نه شي، ددې خبرې ډېر احتمال شته خو ددې معنا دا نه ده چې موږ به انتخاباتي مبارزه متوقف کوو، موږ به تر اخيري ورځې خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو، زموږ لپاره دا غونډه هم ډېر لوى او تاريخي کار دى، دي ته ورته غونډې به ان شاء الله په ټولو ښارونو کې جوړوو، ډېر احتمال شته چې انتخابات وحنډيږي خو چا چې بې ځايه تمه کړې او د يوې تمې په حکم تللى له داسى يو ټيم سره يو ځاى شوى چې نه ئې ايمان اجازه ورکوي او نه ئې هم افغاني غيرت، قمارئې وهلى، پايلي ئې، خپل حيثيت به هم وبايلي او خپل وقار او اعتبار به هم په ملت کې له لاسه ورکړي، ماتې کشتۍ کې سپور شوى، هغه کشتۍ چې غرقېدل ئي يقيني دي، د همدې کشتۍ له نورو سورليو سره به يو ځاى غرقيږي، موقت حکومت به جوړيږي، انتخابات به ځنډيږي او سوله به راځي که د سولې لپاره انتخابات ځنډيږي، موږئې منو، که د سولې لپاره موقت حکومت راځي موږ ورسره موافق يوو، که سوله په دې مشروط وي او له دې پرته سوله ناممکن وي چې دا حکومت بايد بدل شي، انتخابات وځڼديږي، نه يوازې دا چې موږ ورسره موافق يوو، بلکي دا د هر افغان وجيبه ده چې ددې ملاتړ او تائيد وکړي، مشروط په دې چې موقت حکومت يو بل لاسپوڅي حکومت نه وي چې د مؤقت تر پوښښ لاندې پر افغانانو باندې وتپل شي دا حکومت به مشروط په دې وي چې موده به ئي محدوده وي او دنده ئي هم فقط د انتخاباتو ترسره کيدل او دا تضمين شي چې په ټاکلې موده کې به حتمي انتخابات کيږي، اقتدار ته د رسيدلو يوازنۍ مشروع لار به همدا وي چې د ملت رايو ته رجوع وشي او د ملت اکثريت چې په چا باندې اعتماد وکړ هغه حکومت جوړ کړى، په دې صورت موږ د انتخاباتو له ځنډيدو سره هم موافق يوو اود موقت حکومت له جوړيدو سره هم.

وروڼو! کونړ يو ډېر غني ولايت دى، دا يو سترې زېرمې لري، د نړۍ راتلونکي جنګونه به د اوبو په سر وي، داسې وخت به راځي چې د يو بېرل اوبو بيه به له يو بېرل تېلو سره برابره وي او حتى تر دې هم زيات وي، د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ به د جنګ اصلي عامل اوبه وي تاسو د کونړ ستر سيند لرئ مست سيند چې څپې ئې هم په سړي کې ويره او هيبت پيدا کړي که دا سيند مهار شي، چې نس ئې ډېر پراخ شوى دى، ډېرې ځمکې ئې اشغال کړي، باور وکړئ چې همدا کافي ده چې د کونړ هرې کورنۍ ته درې جريپه ځمکه ورکړي او ددې کار لپاره هم ډېرو کمو مصارفو ته ضرورت دى، دا سيند د دوو غرونو په منځ کې غځيدلى دى، يوې خواته ديوال ته ضرورت نه لري غر خپله حايل دى، بلې خوا فقط يو دېول ته ضرورت لري او دا دېوال هم د تيګو سمټ ته هم ضرورت نشته او دا مصارف ئې هم ټول لکه چې خواصى صاحب محترم وويل دومره هم نه دي لکه له کابلبانک نه غلا شوې پيسې، په همدغه غلا شوو پيسو د کونړ اوبه مهار کيدلى شي او که د کونړ له سيند نه د برق د توليد استفاده وشي، په کونړ کې له ٤٠٠٠ ميګاواټه برق د توليد ظرفيت شته، دا برق نه يوازې د ټول افغانستان لپاره کفايت کوي بلکې نورو هېوادونو باندې ئې هم پلورلى شو، کونړ ټول افغانستان ته مېوه ورکولى شي، غرونه هېوادونه او سيمي نه تنګوي بلکې ازادوي او زياتوي ئې خو د هغو خلکو لپاره چې له غرونو او ځمکو د استفادې ظرفيت ولري ،تاسو ځنګلونه لرئ، تاسو معادن لرئ وقيمتي ډېرې لرئ، خو سره له دې تاسو ګورئ چې د کونړ ولس څومره فقير دى چې هره ورځ له اوونه تر لسو بې ګناه سرتېري چې د فقر او لوږې لپاره تللى په دغسى يو جنګ کې برخه اخلي چې پر تقدس ئې هم باور نه لري جنازې ئې کونړ ته راوړل کيږي، کونړ فقير دى، ما د کونړ د خلکو ژوند په خپلو سترګو ليدلي دي چې يوه کورنۍ په دري کوټو کې اوسيږي، غواوې او څاروي ئې هم خواته نږدې کوټه کې ورسره وي او داسې فقيرانه ژوند شايد په نوره نړۍ کې ډېر کم وي، موږ هر څه لرو، د امريکايانو د سروې له مخې ويل کيږي چې افغانستان تقريباً دېرش ترليونه، يعنې دېرش زره مليارده ځمکي ذخاير لري، څه ته چې ضرورت لرو، هغه يو صالح حکومت دى، اسلام او ملت ته ژمن حکومت، يو اهل او امين حکومت، چې موږ ترې محروم يوو، راشئ دا صالح او اسلام ته ژمن حکومت جوړ کړو، موږ جهاد د همدې لپاره کړې خو بايد دې ته متوجه اوسو چې يو ځواکمن، قوى، مرکزي حکومت له يو حزبه پرته نه شي جوړيدلى، حکومت کول د اشخاصو کار نه دى، حکومت کول د ائتلافونو کار هم نه دى، تاسو وليدل د ائتلافونو پرخليک څه و، خپلو منځونو کې ئې کابل ته له را رسيدو سره سم داقتدار په سر په خپلو منځونو کې ونښتل، خونړۍ جګړئ ئي رامنځته کړې او کابل ئي ټول وران کړ، افغانستان يو قوي او ملت شمول ګوند ته ضرورت لري چې پکي ټول قومونه راټول شي، د ټولو لپاره محوروي، د هغه تر چتر لاندى ټول افغانان راټول شي راشئ تعهد وکړو چې د داسې چا ملاتړ به وتړوو چې د هغه په ملګرتيا زموږ رب له موږ راضي کيږي، يوازې د ايمان په حکم بايد فيصله وکړو چي د چا ملګرتيا وکړو او څوک د ملګرتيا، تائيد او حمايت وړ دى، هغه چې خداى جل جلاله ورباندې راضي کيږي، خلکو ته هم همدا وواياست، ورته وواياست چې د مؤمن حمايت وکړئ، د مجاهد حمايت وکړئ، د خائن څنګ ته مه ودريږئ ود وطن پلورونکى حمايت مه کوئ، د دين او د هېواد د دښمن حمايت مه کوئ، اخيري خبره مى دا ده چې سبا ته له انګريزانو د ازادۍ او استقلال د ترلاسه کولو سلمه کليزه ده، دا ورځ دا ځل ډېر په شانداره ډول لمانحل کيږي، خو حقيقت دا دى چې موږ د انګريزانو له شړلو وروسته هم ازادي او خپلواکي نه ده تر لاسه کړې، انګريزان مو ايستلي، خو د هغوئ سلطه په خپل حال پاتي شوې له هماغه ورځي چې انګريزان مو ايستلي، خو د هغوئ سلطه په خپل حال پاتې شوې، له هماغه ورځي چې انګريزان وتلي بيا تر نن پوري زموږ واکمن، ارګ ناستى به يا په لندن کې غوره کيدل، يا په مسکو کې، يا په دهلي کې او يا هم په بُن کې، افغانانو په خپله خوښه خپل زعيمان نه دي غوره کړي، بهرنيان راغلي او هغوئ د خپلې خوښى څېرې پر افغانان مسلط کړي، زه يوه پوښتنه لرم چې آيا دا اته ويشتم د اسد به ډېره ستره مهمه او لويه ورځ وي او که د دلوې (٢٦) مه چې د شوروي ځواکونه له افغانستانه ووتل، موږ د شوروي ځواکونو خلاف څوارلس کاله په يو اوږده او طولاني او ټول هېواد کې پراخ جنګ سره مخامخ شولو، يونيم مليون شهيدان مو ورکړل، په مليونونو مهاجر شول، يو مليون او دوه سوه زره کورونه وران شول، په کلي کلي کې جنګ و، هره ورځ به شوروي ځواکونو (٢٥٠) پروازونه کول او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې به ئې په خلکو بمونه اورول، شوروي ځواکونه په ٢٦ مه د دلوې له افغانستانه وتلو ته مجبور شول، هغه هم ټيټ سر او په خړو سترګو، حتى د قواوو قوماندان ئي وويل چې افغانستان ته راتګ لويه اشتباه وه، بيا به دا غلطي نه کوو او په همدې سره شوروى زوال و موند هغه لويه بدمسته امپراطوري په زوال محکومه شوه، ټغرئي هم له دنيا نه ټول شو، نن موږ د ځمکې پرمخ د اتحاد شوروي په نامه څه نه وينو ستره تاريخي ورځ خو دا ده، له وياړه ډکه ورځ چې په تاريخ کې ئي موږ مثال او نظير نه لرو همدا ده، خو متاسفانه چې دا ستره او تاريخي ورځ په داسې يوې جلسې لمانځل کيږي چې په ارګ کې دومره کسان راټوليږي چې په يو وړوکي صالون کې ځايږي يعنې دوه يا دونيم سوه تنه راټوليږي او څو بې محتوا وينا وي او همدا د ٢٦ د دلوې تجليل دى، ان شاء الله موږ به د خپل تاريخ سترې سترې ورځي لمانځو او ښه په شانداره ډول به ئې لمانځو، هرې ورځې ته به خپل ځاى ټاکو چې د کومې ورځې اهميت او ارزښت څومره دى، ان شاء الله هغه ورځ راتلونکې ده چې افغانستان به ازاد وي جګړه به پاى ته رسيدلې وي، ډاډمنه سوله به تامين وي، ازاد، اباد او سر لوړى افغانستان به ولرو، په دې کې به د اسلام بيرغ رپاندوي، دغه شنه بيرغونه به د هر کور پر سر وګورو، ان شاء الله داسې ورځ به حتماً راځي.

اقول قولى هذا استغفرالله لى ولکم

والسلام علیکم و رحمت الله و برکاته

تطبیق او تدقیق: فیض الله صافي

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2019