تفصیل | شهادت 

19th September, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د سولې او اسلامي عدالت رئیس او د حزب اسلامي امیر ورور حمکتیار په میدان وردک کمپاین کې: اوسمهال لا زموږ د هېواد فضا او ځمکه د بهرنیانو په واک کې ده

اداره

2019-08-23

وردګ ـ ميدان ولايت کې د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي تکټ د رئيس او حزب اسلامى د امير تود هرکلى وشو.

د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ټکټ رئيس او د حزب اسلامي امير ښاغلي حکمتيار او په ټاکنيز ټکټ کې د نوموړي دواړو مرستيالانو او ورسره پلاوي وردګ ميدان ولايت ته د زمري مياشتې په  يوديرشمه نيټه د پنجشنبې په ورځ په يوه کمپايني غونډه کې د ګډون په مخه سفر وکړ.

ددغه سفر په ترڅ کې د وردګ ولايت والي جهادي قوماندانانو، مشرانو او سپين ږيرو له خوا د حزب اسلامي د امير تود هرکلى وشو.

د حزب اسلامي امير وردګ ميدان ولايت ته له رسيدو سره سم د لوى جهادي قوماندان مرحوم ستر جنرال امان الله خوږمن کور ته تشريف يووړ او د نوموړي د کورنۍ غړو ته د تسليت ترڅنګ د مرحوم خوږمن روح ته ددعا لاسونه د رب العزت په دربار کې لپه کړل.

وروسته ښاغلى حکمتيار د رسينو پر وړاندې ظاهر شو او د روان سياسي حالت په اړه ئې له رسينو سره خبرې وکړې او له هغې وروسته ئې په وردګ ميدان ولايت کې په يوه لويه او پرتمينه غونډه کې ګډون او وينا وکړه، ښاغلي حکمتيار د غونډې په ترڅ کې په مختلفو موضوعاتو خبرې وکړې چې يوه ئې هم د افغانستان د استقلال د جشن سلمې کليزې لمانځل و.

د حزب اسلامي امير د استقلال د جشن د لمانځلو په اړه وويل چې اوس مهال لا زموږ د هېواد د فضا او ځمکه د بهرنيانو په واک کې ده او له ويزې پرته دغه هېواد ته تګ راتګ کولى شي چې له دې د دلوې مياشتې ٢٦ مه نيټه ډېره تاريخي او حماسي ورځ ده چې د نړۍ يو ستر زبرځواک په دغه ورځ له ماتي سره مخامخ شوى او له افغانستانه د تلو پر مهال ئې خپلو عسکرو راوستل ستره تيروتنه بللې وه، بايد دغه لويه او تاريخى ورځ په شاندارو مراسمو ولمانځل شى.

ښاغلي حکمتيار افغان ولس ته ډاډ ورکړ چې د جمهوري رياست د ټاکنو په پايله کې د برياليتوب په صورت کې به موږ خپلې تاريخي ورځې په ښه ډول ولمانځو.

د يادولو وړ ده چې په دغه غونډه کې شاوخوا لس زره تنو ګډون کړى و او دا په ټاکنيزو هلوځلو کې ولايتونو ته د ښاغلي حکمتيار ډرېيم سفر و. 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2019