تفصیل | شهادت 

19th September, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ورور حکمتیار تېرې جمعې خطبې بشپړ متن: زموږ ولس بدلون او تغییر غواړي او په دې اوسني وضعیت راضي نه دي

اداره

2019-08-25

فاغوذ باالله من الشیطن الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

ورونو د الله تعالی لطف او فضل دی چې د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتی مجموعه په خپله مبارزه کې په بریا سره مخکې روانه ده، الحمد لله چې غونډې یې ستره سترې دي او له هره پلوه له نورو سره توپیر لري، هم د نظم، هم د شمېر هم د ګډون کوونکو د احساساتو او جذباتو له پلوه ډېر توپیر لري، بل هېڅ ټیم هم ورسره مقایسه کیدی نشي، دا د الله تعالی یوه لویه پیرزوینه ده او دا ښیي چې افغان ولس اسلام غواړي، له اسلام پرته بل څه نه راضي کیږي دا ښیې چې زموږ ولس بدلون او تغییر غواړي. په دې اوسني وضعیت راضي نه دي، په دې جنګ راضي نه دي. په دې نظام راضي دي، په دې ناامنیو، فقر، خوږې بې ٍباتي، داخلي نه دي! مثبت تغییر غواړي، د خپلې، ایمان او باور په رڼا کې تغییر غواړي، د مجاهدینو په څنګ کې دي د اسلامپالو ملګرتیا سوی، هغه چې بد امتحان یې ورکړي، ناکام شوي، اقتدار یې په لاس کې و، په دې څلویښت کلونو کې عام ولس له هغوئ سره خپله رابطه قطع کړې پر هغوئ باور او اعتماد نه لري، د دې مجموعې او د حزب اسلامي رقیبان د مجاهدیو حریف ځواکونه، کورني او بهرني وارخطا دي، له هرې وسلې په استفادې سره هڅه کوي چې له دې ټولي د بریا مخه ونیسیي، دوئ د سالم رقابت وړتیا نه لري، ولس ته د ویلو لپاره څه نه لري، ولس یې هم په غونډو کې برخه نه اخلي که تاسو د هغوئ غونډې تعقیب کړئ، نو په ډېری غونډو کې په یې وګورئ چې معین خلک دي چې راځي او ډېری یې هم دولتی مامورین دي، عام ولس د هغوئ په غونډو کې نه تر سترګو کیږي او ګور چې جلسې یې هم داسې وي چې یا شپیلي وی یا چکچکاوي په کې، دې ورته حرکات چې له افغاني او اسلامي ټولنې سره نه ښایي، افغانان له هغو کړنو سره حساسیت لري، ما ته د یو افغان تبصره ډېر جالبه وه چې ویل یې د کونړ به ستره غونډه کې چې لیدل مې شاوخوان شل زره کسان په کې برخه لري، ویل یې چې د دې غونډې نظم به څنګه وي او څنګه به دا ناظمین وتوانیږي چې دا لویه غونډه تنظیم کړي، خو لیدل مې چې د هغوئ آرام او منظم کیناستل او چی کله ما خپله وینا پیل کړه او د هغه په وینا  البته، به دا ټوله ستره غونډه کې ګډون نه وکړی او دلته ورته حقایق معلوم شول، چې حزب اسلامي یعني ځه؟ او په ولس کې ئې ریښې ځومره ژورې دی، زموږ رقیبان تل ددې مبارزې په اوږدو کې له پیل نه تر نن پورې، دا هڅې کوي چې پر خپله دروغجنو تبلیغاتو، تهمتونو او افترااتو د حزب حیثیت او اعتبار ته صدمه ورسوي او ځینې ضعیف النفس اشخاص وپیرې، ګمان کوي چې د یو، دوه، درې کسانو په اخیستلو سره به وتوانیږي چې راي تر لاسه کړي یا د حزب رايه را کمه کړي او بیایې محبوبیت او ولسې حمایت راکم کړي او کمرنګه یې کړي، دې ته صدمه ورسوي خو مطمین یو چې له دې لاره به د تل په څېر هېڅ هم تر لاسه نکړي که د شوروي اتحاد او د ټولو اقمارو یې په ټوله نړۍ کې سترو سترو هیوادونو په شمول د خپلو پراخو او زهرجنو تبلیغات او توطیو پر مټ څه ترلاسه نکړي شول، همدا راز کې ناتو ته ځېر شو، په ټوله نړۍ باندي په تبلیغاتي لحاظ تسلط لري، حتی یوازي د بی بی سی د تبلیغاتو له لارې په افریقایي او آسیایي هیوادونو کوتاګانې کولای شي، الحمد لله هغوئ هم موفق نه وو، ناکام وو. نتیجه یې تر لاسه نکړه، که د دوئ دروغجنو تبلیغاتو څه اغیز درلوي، نو نن به حزب اسلامي نه و بساط او ټغر به یې کلونه پخوا ټول شوی وای، نه به حزب اسلامي وای او نه به یې دا سترې سترې پرتمنینې غونډې وای به داسي حال کې چې ټول پوهیږي چې حزب سره هیڅ هم نشته، نه چوکۍ، نه ډالر او نه منصب او مقام چا ته ورکولي شي، نه یې مشکلات او ضرورتونه حل کولی شي، نه یوازې دا بلکې د حزب پر ملګرتیا ډېر څه له لاسه هم ورکوي، چوکۍ هم له لاسه ورکوي، امتیازات هم له لاسه ورکوي، خطر سره هم مخ کیږي، خو له دې سره سره هغوئ د حزب په څنګ کې کلک او مضبوط ولاړ دي، خطرونه هم قبلوي، کونړ ته زما سفر هم دا وښو دله چې ولس سره له دې ټولو خطرونو د حزب ملګرتیا ته ترجیح ورکوي او دا پرون د وردګ – میدان غونډې هم وښودله، ټولو ویل چې د وردګ میدان ولایت په دوه کیلو متري کې د مخالفینو سنګرونه دي او هیڅ ځای هم د راکټ له بریده خوندي نه دی، ښه به دا وی چې دا سفرونه او دا غونډه د میدان ښار پر ځای دلته په کابل کې ترسره شي، خو د حزب ورنو ویل چې دا غونډه باید په میدان ښار کې وی، هلته  ولاړو، څه راکټونه هم وویشتل شول او یې خریدلې راکټونه وو، الحمدلله چې د اجتماع له ځایه ډېر لرې لویدلي دي، یو یې نږدي هم ولږید خو باور وکړئ چې، د شلو تنو په شاوخوا کې داسې خلک به وو چې له خپلو ځایونو پورته شوي وي چې وګوري چې دا راکټ چیرته لګید او دې ټولې درد یې به هم دېرش ثانیې  نه وي نیولې، چې بیرته ټول کیناستل او نور ټول آرام ناست وو په جلسه کې هیڅ نوع بد نظمي را پیدا نه شوه، نه ویره او خوف و، دا خود لا څه کوئ ډېره عجیبه یې لا دا ده چې مخابرو کې هم همدغه چا چې راکټو نه یې ویشتل، یو بل ته ویل چې له دې ډډه وکړه، کنه نو کور ته دې اور اچوم او کور دی سوزوم یعنی چې په مخالفینو کې هم د حزب په ارتباط دغسې مثبت دهنیتونه شته، یو که له بهره مامور وي، خو بل بیا داسې دي چې د حزب په ارتباط یې دریځ له هغه ډېره ډېر توپیر لري، ما ته دا ډېر اهمی نلري، څوک چې لږ عمیق فکر وکړي واقعا دا ډېر اهمیت لري، دا چې مخالفین هم زموږ په ارتباط واحد دریز نه لري او متردد وي، الحمدلله د خدای شکر دی.

ورونو! مبارزه او هغه هم د الله ج په لار کې او له سترو سترو معنوي ارزښتونو نه د دفاع لپاره د شر او فساد د ځواکمنو، مسلطو جهتونو او د دوئ د ځواکمنو بهرنیو حامیانو پر خلاف مبارزه څه آسانه کار نه دی، ګران او سخت کار دی، خطرونه لري، هر ګام سمې له کمین سره مخامخ کیدل لري، لوی  لوړ همت غواړي، دا د بي همته خلکو کار نه دی، دا د ضعیف النفس خلکو کار نه دی صبر او صلابت غواړی، په دې لاره هغه ځوک تر پایه تلی شي چې، روزل شوی وي، په ستونزو او کړاوونو کې بلدوی، لکه اوسپنه چې به اور کې داخل کیږي، بیا ښه ټکول کیږي، چې له هغه تېره فولادي توره جوړه شي، همداسې خلکو ته ضرورت دي چې، له کړاونو او ازموینو سره مخامخ شوی وي، خو خبل همت ئې نه وی بایللي، مایوس شوی نه وي، ډاډ او اطمینان ئې د بریا په ارتباط صدمه نه وي لیدلې، متزلزل شوی نه وي دغسې د صبر او صلابت حاوندانو ته ضرورت لرو، همدا راز هوښیارتیا غواړي دا د کم عقلو کار هم نه دی. دا کار هوښیار مبارزینو ته ضرورت لري، چې دوست او دښمن وپیژندلی شي، چا کې چې د دوست او دښمن پیژندولو وړتیا نه وي، هغه هم په دې لاره تر پایه نشي تللی زر د دښمن په لومه کې لوییږې. کم عقل دوست تر هوښیار دښمن ډېر مضر دی، کم عقل دوستان اکثرا د خیر پر ځای ضرر رسوي، هغه چې عزت له الله تعالی پرته په بل څه کې لټوي هغه هم په دې لاره نشي تللی، یوازې هغه تللی شي چې عزت د خدای جل جلاله په خوا کې لټوي او د ایمان په لاره کې لټوي، باور یې دا دې چې یوازې له دې لارې د دنیا عزت او د آخرت سعادت تر لاسه کولای شو، هغه په دې لاره تللی شي دا د همدغسې صابرو، د صلابت خاوندانو، آزمایشو او روزل شوو او د هوښیارو مجاهدینو کار دی، یقینا چې دا لاره له اغزیو ډکه لاره ده، په دې لاره کې به مونږ په هر ګام کې له کمین سره مخامخ کیږو، دښمنان مو هم ډېر زیات دی، د شیطان ټول ملګري زمونږ دښمنان دی نومونه به یې بېل بېل وي خو دا ټول په بر حق کې زمونږ دښمنان دی مونږ ته دښمن په سترګې ګوري، په دې لاره کې به له ترور سره هم مخامخ کیږو، په دغه موده کې  زمونږ ګڼې شمېر نومیالۍ شخصیتونو په دې پنځوس کلونو کې یو په بل پسې ترور شوي،  د کابل ټولو نظامونو، د همدغه شخصیتونو به ترور هڅې کړي په دې لاره کې زنداني کېدل هم شته. زمونږ د مبارزې د پیل له ورځې، زمونږ د غرو تګ هم پیل شوي او تر ننه یې لړۍ دا اوس هم ګورو جې د حزب شخصیتونه نیول کیږي از زندانونو ته اچول کیږي، سره له دې چې له حزب سره معاهد هم لري، د سولې معاهده، تعهد، یې کړی و چې د حزب مخکښ ټول زندانیان به هم خوشې کیږي. زمونږ د مخالفینو یو صفت دا دی چې ډیر درواعجن دي، پر خپل عهد ولاړ نه وي، نه له خدای سره نه له انسان سره نه له دوست سره نه له دښمن سره پر خپلو ژمنو وفا نه کوي، درواغجن دي، مکار دي، له وعدو تخلف د هوښیارتیا تنبیه بولي، همدا چې یو څوک دوکه کړی شي تېر یې باسي، فکر کوي چې همدا کمال دی همدا هنر دی، موږ به له درواغجنو تبلیغاتو سره مخامخ کیږو له اتهاماتو سره به مخامخ کیږو هر څومره چې مخکې ځو او هدف ته نږدې کیږو او دښمن مو زیات وارخطا کیږي، نو ددغو اتهاماتو لړۍ به نوره هم پراخیږي، قران موږ ته وائې چې د ټولو پیغمبرانو په خلاف تبلیغات شوي، حتی موسی علیه السلام د خپل ورور هارون علیه السلام پرو‌ژلو متهم شوي، چې قرآن په همدې ارتباط فرمایي ژباړه: ای مومنانو د هغو په څېر مه کیږئ چې موسی علیه السلام یې وخوراوه، هغه یې اذیت کړ، له اذیت نه مراد د هغه پر خلاف تبلیغات دي، همدا شان د قرآن په بل ځای کې وایي: ای مومنانو تاسو به حتما د مشرکینو له خوا له ازار او اذیت سره مخامخ شې او ستاسو پر خلاف به تبلیغات کوي، نو د هغو کسانو په څېر مه کیږئ چې موسی علیه السلام یې اذیت کړ، هغه پر خلاف یې منفی تبلیغات الله تعالی همدا شان حالا مساعد کړل چې موسی علیه السلام تبرئه شي، له هغه څه یې تبرئه کړ چې دوئ ورپسې ویل، له دې لفظه معلومیږي چې له ازار او اذیت نه مراد د هغوئ ناوړه تبلیغات وو څه چې یې د موسی علیه السلام په خلاف ویل، (وکان عندالله وجیها) هغه د الله تعالی په نزد مخور و، د وجاهت خاوند و، مریم علیهاالسلام پر زنا تورنه شوه، دا چې عیسی علیه السلام د هغې زوی وی نو ویل به یې چې د زنا په نتیجه کې پیدا شوی دی هغې چې بي میړه هم جوړ کړ، یو څوک یې د یوسف په نامه دا پیدا کړۍ و، دا په بایبل کې راغلي چې دا یې ملګری او بیا یې میړه عیسی علیه السلام له همده پیدا شوی د پیغمبر صلی الله علیه و سلم پر خلاف هم همداسی تبلیغات شوي، قریشو د هغه پر ضد له هیڅ څه دریغ نه دعی کړي عام قریش خو پریږده حتی د هغه هم نږدې تر چې پیغمبر صلی الله علیه و سلم خپلې دوه لوڼې د هغه دوو زامنو ته په نکاح ورکړې وې او دښمني او عداوت او کینه یې هم هغه حد ته ورسیده چې دواړو زامنو ته یې وویل چې یا به د محمد صلی الله علیه و سلم لوڼې طلاقوئ یا ستاسو مخ پر ما باندي حرام دی چې و به مو نه ګورم زما مخې ته مه رځئ او دواړو د پیغمبر صلی الله علیه و سلم لوڼو ته طلاق ورکړ قریشو د هغه د وژلو هڅه وکړه اتفاق یې وکړ چې د پیغمبر علیه السلام او له دغې ستونزې  د نجات یوازینۍ لار دا ده چې هغه ترور شي د شپې یې ورباندې برید وکړ چې قاتل یې هم معلوم نه وي او پر چا دغوا هم و نه شي کړي.

عایشه رضی الله عنها د مدینې د منافقینو له لوري په مکه کې هم په آرام نه ده پاتې شوې او مدینه کې هم مکه کې قریشو څرګندو دښمنانو او مدینه کې پټو دښمنانو د دوست په جامه کې دښمنانو عایشه رضی الله عنها تورونه کړه له هغه لوی شخصیت سره د تاریخ لوی شخصیت په دین او اسلام کې د صحابه وو لپاره لویه استاده وه او هغه شخصیت چې د قرآن یو صورت د هغې د دفاع لپاره  نازل شوی هغه د نور سورت دی د نور سورت محوری موضوع همدا ده چې پر عایشی رضی الله عنها باندې دا تهمت تکذیب کړي و الله تعالی د هغې برائت اعلان کړي د دې سورت له پیل تر پایه محوری موضوع همدا ده.

زما په اړه هم تبلیغات شوي ښه ډېره بی انتها، خو الحمدلله ځای یې ندی نیولی خبره تر دې حده هم رسیدلې چې په فیسبوک او نورو رسنیو کې د دوو نجونو عکسونه واچول شولُ به دې نامه چې ګواکی دا دواړه زما لوڼې دي او ګواکې دا د امریکا سفارت ته ورغلي او زما او د امریکا د سفارت ترمنځ ارتباطات هم له هغې وروسته پیل شوي چې لا زه کابل ته نه وم راغلی چې دوئ همدا ویل چې هغه کس هم په یو سفارت پورې تړلې دی او مامور شوی و چې همدا تبلیغات وکړي (امر ورته شوی و) په داسې حال کې چې په دې ډول نجونې زما په ټوله کورنۍ کې نشته او زه ګومان نه کوم چې زما د اولاد به څوک هم تر نن پورې د امریکا سفارت ته تللی وي د حزب غړي به ورغلي وي خو زما د کورنۍ  غړی کابل ته له راتلو وروسته هم او وړاندې هم زما د ټولې کورنۍ یو فرد هم د زامنو په شمول له امریکایانو سره نه یوازې په سفارت کې نه دې لیدلي، بلکې په بل کوم ځای کې یې هم نه دي لیدلي او ما قصدا دا لار غوره کړه چې زموږ او د دولت مذاکرات بین الافغاني وي او د امریکایانو له وساطت پرته ترسره شي او طالبانو دا زموږ د هیواد په خیر ده دښمن حتی دا هڅه کړې چې زما د کورنۍ په لرې غړو کې چې څه نا څه تعلق یې له ما سره در لوداو زما کور ته تله راتله د دوئ له لارې یې هم هڅه کړې چې زما د اوسیدو ځای معلوم کړي، وروسته پوه شوي یوو چې دا هم د دښمن له لوري توظیف شوي وو د بهرنیانو له لوری توظیف شوی و چې که وتوانیږی زما د کورنۍ له غړو معلومات تر لاسه کړي چې زه چیرته یم  تللي راغلي ځای ورته معلوم دی دښمن له دغسې خلکو هم استفاده کړې او حتی د حزب له ځینو غړو هم استفاده شوې چې زما موقعیت معلوم کړي خو الله تعالی دا ټولې هڅې ناکامې کړې زموږ رقیبان او دښمنان د سالم رقابت وړتیا نه لري له دې ظرفیت محروم دي له اخلاقي او انساني پولو اوښتي دي او دا کار ورته ډير اسان کار دی نه یوازې اسان دي بلکې هنر او کمال یې بولي موږ له الله تعالی سره وعده کړې پر خپل عهد کلک ولاړ یوو خپلې مبارزې ته به د ژوند تر پایه دوام ورکوو هماغه لار چې لومړۍ ورځ مو غوره کړې وه پر هماغې به ځو تر نن پورې پر هماغه  لار ثابت قدم پاتې شوي یوو دعا مو دا ده چې الله تعالی توفیق راکړي چې د ژوند تر اخیري سلګۍ پر همدې لار ثابت پاتې شوو، ثبات سره استقامت سره، ډاډ او ا‌طمینان سره، له معمولي انحراف پرته پرمخ ولاړ شو، عهد مو همدا دی او پردې عهد کلک ولاړ یوو، نه د تو‌طئو پروا کوو، نه د ترور له هځو وېریږو، په غونډو د راکټ ورولو هم ویره نه لرو او له تبلیغاتو هم، ما پرون هم په دي غونډه کې ورونو ته وویل چې موږ او تاسو خو هماغه یوو چې ورونه مو، همسنګران مو، پلرونه مو چې له پاسه به جیټ ‌طیارې ګرځیدلې، بمونه او راکټونه به ئې ورول، موږ او هغوئ په خپل سنګرونه ساتل، موږ هماغه یوو، دښمن دی پوه شی، هغه چې له بمونه لاندې هم خپل سنګرونه دښمن ته نه دي پرېښی، له ‌تو‌طئو او تبلیغاتو به ځه ویره لري، موږ به خپلو جلسو ته هم ادامه ورکوو، خطرناکو څایونو ته به هم ورځو، پرون زما ډېر ټینګار درلود چې د خوږمن صاحب قبر ته هم ولاړ شو او دعا ورته وکړو، خو ورونو موافقه و نه کړه، موږ د حاجي کشمیر خان قبر ته هم ولاړو، په داسې حال کې چې امنیتي څواکونه د شیګل ولسوالۍ مقام پورې ولاړل او ویل ئې چې له دې پورته موږ ته د تلو اجازه نه شته، خو موږ د دې تر اخره ولاړلو، هلته مې خبریالانو ته وویل چې باور وکړئ چی دا نن زه دا ټول رخصت کړم او یوازې دلته پاته شم، زه به دلته دومره د ډاډ او ا‌طمینان احساس کووم چې به کابل کې ئې نه کوم او همدا مې د زړه خبره وه او واقعیت هم همدا دی، دغسې نورې سیمې لرو چې موږ هلته ولاړ شو، همداسی احساس د ا‌طمینان به کوو، خبریالانو پوښتنه وکړه چې ولې ما ورته وویل چې موږ یو له بل سره پیژنو، پر یو بل باور لرو، موږ د ایمان  او عقیدې ملګري یوو، زه داسې فکر کووم چې حزب اسلامي د افغانستان به هر کلي کې ولایت او ولسوالۍ خو پرېږده، په هر کلي کی داسې ځوک لری چې موږ پرې باور  کولی شو او که زه بیا غره ته خیژم نو کولی شم د هغوئ کورته ولاړ شم او ځو ورځی تېرې کړم دې پنځوس کلنې مبارزې موږ ته همداسې ځه را زده کړي دي د حزب اسلامي غړي ازمویل شوي، ستونزې ئې ګاللي، له خطرونو تېر شوي، له تهدیدونو او ګواښونو سره مخامخ شوي، نه ئې خبل ا یمان پلورلی او نه ئې خبل تعهد له حزب سره مات کړی، مزید قربانیو ته هم چمتو دي، پرخپلې بریا باور لرو او که سینه مو په مرمیو هم سورۍ سورۍ شي هم به وایو چې د کعبې به رب قسم چې کامیاب یو، هماغه د صحابه وو شعار به ورکوو، د مرګ به حالت کې به مو هم شعار همدا وی دښمن کولی شي چې له موږ فقط دغه دوه انتظاره ولري یو بریا او بل شهادت، چې زموږ لپاره دواړه بریالیتوب دی، همدا شعار او عقیده مو هم ده، پر الله جل جلاله توکل کوو او هغه ځان ته کافی بولو.

سبحانک الهم و بحمدک، نستغفرک و نتوب الیک

تطبیق او تدقیق: فیض الله صافی

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2019