تفصیل | شهادت 

6th December, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د تعصباتو لوى لامـل

عبیدی

2019-10-02

د اسلام ستر لارښود صلى الله عليه وسلم فرمايلي: څوک چې عصبيت ته دعوت ورکوي يا د عصبيت په پار وژل کيږي يا جنگ او مقابله کوي هغه زما د امت څخه نه شمارل کيږي. د ذکر شوى مبارک حديث څخه دا څرګنديږي چې د اسلام په سپېڅلي دين کې تعصب څومره ستر ګناه ده چې عامل ئې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د امت څخه رټل کيږي. ددغه مبارک حديث بله اعجاز دا ده چې په اسلامي ټولنه کې هر قسم تعصب د بربادي او سقوط سبب ګرځېداى شي.

که د اسلام تاريخ ته ښه ځير شو نو دا مسئله به جوته شي چې دښمنان په ډېره چالاکي توانېدلي چې د مسلمانانو په ټولنه کې په مختلفو ذرايعو او وسايلو تعصباتو ته لمن ووهي او ډېرې ستونزي رامنح ته کړي.

افغانستان په تېرو څو پېړيو کې د مختلفو تعصباتو په اورکې سوځېدلي او زموږ د دين او وطن رنګارنګ دښمنانو د لاسپوڅي واکمنانو په مرسته زموږ د مومنو پرګنو په منځ کې سترستر بيلتونونه رامنځ ته کړي دي.

د بشريت ستر دښمن انګريزي استعمار او ښکيلاک چې د آسيا او افريقا لوى وچې زياد هېوادونه تسخير کړي و زموږ په هېواد ګران افغانستان کې هم د شرمه ډک تعصباتو نه زيات ګټه پورته کړى وه.مذهبي، ژبنۍ، سيمه ايز او نژادي اختلافاتو ته په دېره مهارت او شيطاني لمن وهلي او زموږ مؤمن خلک سره په جنګ اچولي و، خو د ستر څښتن تعالى په مرسته دښمن په ګونډو شو او زموږ غيرتي ولس د هغوى له شر څخه خلاص شو.

متاسفانه د شوروي يرغل نه وروسته د افغانانو په پرګنو ځينى نوي تعصبات پيدا شوي چې مخکى نه و. د خلق او پرچم لاسپوڅي حکومتونه هم له هماغه زوړ وسلې نه کار واخيست اود مختلفو تعصباتو په رواجولو سره ستونزي رامنځ ته کړ.

زموږ په ګران هېواد باندى د صليبيانو د يرغل نه وروسته د تعصباتو لمنه نور هم پراخه شوه. د کرزى او غنى لاسپوڅي حکومتونه ددى تعصباتو د لا پراخېدو لامل شول دوى په دى خاطر چې د خپلو بادارانو حاکميت لپاره زمينه برابره کړي وي نو ژبنۍ، مذهبي او سميه ايزي تعصباتو پراخېدو لپاره ډير زيات هلى ځلى کړى او تر يوه حده پورې په دغه کرغېړنو موخو بريالي شوي هم دي. له بده مرغه چې ددښمنانو په لاس يوه بله وسله هم د افغانانو په ضد استعمال شو. هغه وسله تنظيمى او حزبى تعصبونه دي چې لړۍ ئې لا تر اوسه هم دوام لري.  په اوسنۍ حالت چې مختلفو تعصباتو زموږ ټول ملت يو له بله جلا کړي او په وروسته پاتى سيمى او ولاياتو کې ستر ستونزي رامنځ ته کړي ددى ټولو غميزي پړه د تش په نامه ملي وحدت  حکومت په غاړه ده.  په تېرو اتلس کلونوکې د ملى وحدت او کرزى حکومتونو ته امريکا دا دنده ورکړى و چې بايد افغان ملت سره په جنګ واچوي او د هغوى يووالي د ستر غليم په ضد ضعيف کړي. ملى وحدت حکومت چې ددوه متخاصمو ډلو څخه د جان کيرى په لاس جوړه شوه د تعصباتو په رواجولو کې د افغانستان په تاريخ کې سارى نه لري.ملي وحدت حکومت په يوستر ملي خيانت تورن دى. ددغه حکومت چلوونکي د افغان پرګنو په منځ کې د نفاق او شقاق اچولو ستر لامل دى.

د تاجک، پشتون،ازبک او هزاره تعصباتو د ملى وحدت په حکومت کې دومره زيات شوى چې اوس هر افغان په ځانګړى توګه ژوند کوي او نورو ژبو او مليتونو ته د دښمني په سترګو ګوري. ګرانو افغانانو! موږ ټول مسلمانان، افغان او د يو تاکلى جغرافيا اوسېدونکي يوچې د افغانستان په نامه ياديږي. راځئ دښمنان ورټو او خپل ملى وحدت او يووالى وساتو.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

6th December, 2019