تفصیل | شهادت 

6th December, 2019


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

په افغانستان کې د بهرنیو هیوادونو د مرستو لاسته راوړنې

حجت الرحمان واجد

2019-10-07

د طالبانو د حکومت له سقوط څخه را په دې خوا او د مؤقت حکومت له رامنځته کیدو سره سم له افغانستان سره د سیمې او نړیوالو هیوادو مرستې پیل شوې او په مختلفو وختونو کې دغه مرستې افغانستان ته وسپارل شوې خو آیا دغه مرستې د افغانستان ټپي وجود ته درمل شوې یا سرخوږۍ ؟ افغانستان ورسره پرمختګ وکړ یا بحران ته لاړ ؟ په دغه لیکنه کې مې دغو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي .

افغانستان ته له بهرنیو او سیمو هیوادونو څخه راغلې مرستې نه دا چې د افغانستان درد ته دوا شوې بلکې یو لوی سرخوږۍ وې دا ځکه چې دغه مرستې د هغو په واک کې وې چې تر هر څه ورته خپل جیب اړین وو ، ځان یې پرې موړ کړ ، غیر مسؤل وسله وال یې د خپلو موخو او ګټو خوندیتوب لپاره وروزل ، په عربي اماراتو او نورو پرمختللو او سوداګریزو هیوادونو کې یې ځانته پرې سوداګریز مارکیټونه ، کورونه او سوداګري ( تجارت ) جوړ کړل ، او آن تر دې چې دغه مرستې یې بېرته د هغو جیبونو ته ولېږدولې کوم چا چې رالیږلې وې .

په دغو مرستو سره افغانستان نه له سیاسي بحران څخه ووت ، نه یې اقتصادي وده او پرمختګ وکړ او نه هم ورسره امنیتي وضعیت بدلون وکړ بلکې لا د خرابوالي او ککړتیا خواته لاړ . دغه مرستې ډیرۍ په هغه ځایونو ولږېدې چې هېڅ کوم معنوي او مادي ارزښت یې نه درلود او پرته له نمایشي کارونو یې هیڅ پر بنسټیزو کارونو پانګونه ونکړه .

او همدا راز د دغو مرستو له لارې د افغانستان د ځان بسیا کیدو لپاره د حکومت د هیڅ واکمن له لورې کوم کوټلۍ ګام پورته نشو ، افغانستان یې د پردیو له سوال څخه و نه ژغوره او د دغو مرستو سره سره یې لا ډېر نورو هیوادونو ته اړباسه . او د دغو مرستو سره یې فساد ته دومره زمینه برابره کړې چې آن یو عادي د رئیس ساتوونکۍ ( پیاده ) هم له رشوت پرته چاته دروازه نه خلاصوي ، د نړۍ مافیا دلته خپلې ځالې جوړې کړې او زورواکي یې تر دې حده واک ته رسولي چې د خپلو موخو او ګټو ته د رسیدو لپاره د خلکو د وینو په تویولو هم نه تم کېږي او د انسان وژل ، د خلکو حق خوړل ، او پرهغوی تېرۍ کول ورته داسې نه ښکاري لکه د اوبو څښل او په حکومت کې د همدغه شته فساد له امله نږدې ( ۱۶۰ ) میلیونه ډالره مرستې د امریکا له لورې وځنډول شوې .

د تېرو تقریباً دوه لسيزو واکمنو که چېرته په دغو مرستو ريښتيني بنسټيز کارونه لکه : د برق بندونه ، تولیدي فابریکې ، د کانونو او طبیعي زیرمو په قانوني او معیاري توګه استخراج ، په نړیواله کچه صادرات ، کرنیز محصولات یې معیاري او د ساتلو لپاره یې ورته سړې خونې جوړې کړې وای نو له یوه پلوه به یې دا هیواد د ځان بسیا لورته بیولۍ وو اوله بل پلوه به یې خپل ولس ته او په ځانګړې توګه بزګرو ته د دوی د کرنیزو محصولاتو د ښه پېر په موخه د کورني او نړیوال بازار په رامنځته کولو سره یو څه خدمت کړی وای .

چې بزګرانو ته د همدغه آسانتیاوو د نه برابرولو له امله د دوی د تازه میوو بیه د نورو هیوادونو د ترکاري له بیې سره برابرېږي چې پرته له مجبوریته په ډېر لیوالتیا سره بزګري ته نه مخ کوي ، ځکه په کومه کچه چې په دغه محصولاتو مصرف راځي د پېر په وخت هغه شوې مصرف هم بېرته نه پوره کوي او همدا یې لامل دی چې د بزګرانو او د حکومتي چارواکو تر منځ واټن رامنځته شوی چې د چارواکو لخوا د دومره ډېرو مرستو سره سره دوی ته ځانګړې پاملرنه نده شوې او د ټولنې ډېرۍ برخې او په ځانګړې توګه بزګر له دغو مرستو بې برخې پاتې دي .

چا له دغو مرستو په ګتې اخیستلو سره په فحشاء او غېر شرعي کړنو پانګونه وکړه ، چا هم د دغو مرستو له لارې د اسلام د له منځه وړلو کوښښونه وکړل او چا هم د دغو مرستو په لوټلو سره د بهرنیو او داخلي غرب پالو لپاره د شراب خوړلو او عیاشۍ مرکزونه جوړ کړل او د خپل هیواد د پرمختګ لپاره یې هیڅ کوم ګام پورته نکړ .

د پورتنیو پوښتنو په ځواب کې به په لنډه توګه داسې ووایم که چېرته د کرزي له مؤقت حکومت څخه تر دې دمه راغلې بهرنۍ مرستې مو په سمه توګه مصرف کړې وای او چارواکو خپل جیبونه نه وای ډک کړي نو هم به مو خپل هیواد دسیمې او نړۍ په کچه له نورو هیوادنو سره سیال وی او هم به مو خپل ولس ته د اوسني وخت ژوندانه ټولې آسانتیاوې برابرې کړې وی .

او په پای کې هم په دې هیله چې راتلوونکۍ حکومت د خپلو جیبونو ترڅنګ ولس او هیواد ته هم یو څه اندازه خدمت وکړي .



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

6th December, 2019