تفصیل | شهادت 

24th June, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د شهيد زاهد ابراهيمي لنډه پيژندنه

2017-06-18

رحمن الله رحماني

دشهید قومندان زاهد ابراهیمی اصلی نوم فضل الربی و چی دژوند په اوږدوکی یی دزاهد ابراهیمی په نوم شهرت درلوده دشهادت دورځی څخه را پدیخوا یو بل دویاړډک صفت هم دده له نامه سره یو ځای شوچی شهادت او شهید دی اودده دلا ښکلا سبب شو

چی اوس دشهید قومندان زاهد ابراهیمی په نامه یا دیږی

دزاهد ابراهیی دپلار نوم فتح محمد خان دنیکه نوم یی مولوی محمد ابراهیم خان و

۳۸ کاله ړومبی دننګرهار ولایت دسره رود ولسوالی دبازیدخیلو کلی په یوه منوره او دینداره کورنی کی یی دنیا ته تشریف راوړ

دشهید کورنی دعلم او معرفت له وجهی په خپلو شاوخوا منطقو کی د قا ضیانو دکورنی په نو م هم یادیده

نوموړی شهید دخپل کوچنیوالی په دوره کی خپل دینی ابتدای تعلیمات دخپل کلی او شا وخوا دینی علماوو

څخه زده کړل چی ددینی علومو سره یی دبل هرشی څخه زیاته مینه درلوده بیا ددی تر څنک دعمر د ۷ کلنی په دوران کی دسره رود دفقرالله لیسی څخه په لومړنی ښونځی کی شامل شو

چی له همدی لیسی په چو کاټ کی یی خپل لومړنی او منځنی زده کړی په عالی درجه پای ته ورسولی او د خپل عمر په ۱۹ کلنی کی دهمدی لیسی څخه د۱۲ ټولګی څخه فارغ شو

شهید فضل الربی زاهد ابراهیی له دی کبله چی له یوی خوا دینی علومو دزده کړی سره یی بی کچه مینه درلوده او له بلی خوا یی غوښتل چی ددی علومو دزده کړی په وجه دخپلو نیکونو په نوم قدم باندی پل کیږ دی دتعلیم ددولسو کالو په دوران کی یی ددینی علومو زده کړی ته خاصه پاملرنه وکړه

او دمنطقی علماوو څخه یی دعلومو یوه زیاته برخه زده کړه

همدارنګه د۱۲ ټولګی څخه وروسته دخپلو عالی تحصیلاتو لپاره دکابل پو هنتون دعلومو پو هنځی کی شامل شو

داسلامی تحریک سره یی معرفت

شهید زاهد ابراهیمی ددی تر څنګ دشاهی ظالم رژیم څخه سخته کرکه درلوده اود همیشه لپاره په دی فکر کی وو:څنګه وکولی شی په یوه منظم صف کی درژیم کرغیړن مخ خپلو خلکوته څر ګند او دهغی څخه وروسته یی رانسکور کړی او په ځای یی اسلامی نظام قایم شی دهمدی فکرونو په دریاب کی ډوب وو

ناڅاپه دیومنظم صف او اسلامی تحریک غږ ولګیده چی ده هم په ډیر شوق سره ورته لبیک ووایه او په ۱۳۴۸ کال دهغه صف دتحریک دقایدینو دجملی څخه دیوه قاید شهید مولوی حبیب الرحمن سره یی ملاقات وشو چی په همدی کال کی ددی اسلامی تحریک سره متعهد شو

باید وویل شی چی دهغه جدیت اوخاصی علاقی په وجه چی دتحریک ورسپارل شو وظایغوکی یی ترسره کول grin emoticon دخپلو مشرانوملګرو توجه یی ځانته جلب کړه

نوموړی دسره رود دحوزی دتحریکی ورونو دانسجام نظم او دعوت لپاره دعمومی ناظم اومسوول په تو ګه وټاکه

البته دده اولنی حوزی مسوءلیت په ۱۳۵۹ کال کی مشخص کړی شو

۱۳۵۱ کال کی کله چی دظاهر شاه درژیم پر خلافکرکه اونفرت زیات شو ده وغوښتل چی په یوه منظمه اجتماع کی دهغه رژیم کرغیړن مخ خلکوته رسوا کړی دعاشوری دورځی دتجلیل په نوم دسره رود دفقرالله لیسی په انګړکی یوه غونډه جوړه کړه چی په زرونو علماوو منورینو روښانفکرانو پکی ګډون وکړ دولتی پولیسو ددی اجتماع دختمولو لپاره ډیره ظا لمانه حمله وکړه ګڼ شمیر دولتی پولیسو په ډیر ظالمانه ډول علما سپینګیری دقومونو مشران دشدیدو حملو لاندی ونیول په نتیجه کی شهید فضل الربی زاهد ابراهیمی دخپلو ۱۳ ملګرو سره دپولیسو لخوا ونیول شو دیوی میاشنتی او لس ورځو څخه وروسته کوټه قلفی حبس څخه وروسته ازاد کړای شول

کله چی دداوءد ظالم طاغوتی نظام راغی ده خپل مبارزوی سنګر نور هم قوی کړ او په فعالیت کی نور هم زیاتوالی راغی ددستور سره سم یی دنهضت په سری فعالیتونو کی بارز سهم درلوده ان تر دی پوری چی په ۱۳۵۴ کال کله چی دداوود ی رژیم په خلاف مسلبحانه قیام کیده زاهدابراهیمی پکی فعاله ونډه درلوده او خپل کوریی دمسلحانه قیام درهبری اوقایدینو په اختیار کی ورکړ او له همدی ځایه دسره رود ولسوالی دعملیاتو پرو ګرام منظم منسجم اوعملی کړای شو د۱۳۵۴ کال له قیام څخه وروسته نوموړی دشهید دنهضت دمشر تابه له هدایت سره سم پاکستان ته مهاجر شو په پاکستان کی دتحریک ومسولینو سره سر بیره دده لپاره ددینی علم زده کړی زمینه هم برابره شوه

خ له بده مرغه کله چی په ۱۳۵۷ کال کمو نستانو دملک واګی په لاس کی واخستی دوقت دتقاضا سره سم ددینی علم څخه یی دمسلح جهاد سنکر ته ترجیح ورکړه مختلیفو ولایاتوته سفرونه

د۱۳۵۷ کال په اوږدو کی دشهید زاهد ابراهیمی دجهاد دنظم او دعوت په خاطر مسلحانه قیام ته دخلکو رابللو لپاره دحزب اسلامی افغانستان ددستور مطابق مختلیفو ولتیتونوته سفرونه وکړل دمختلیفو سابقه دارو رونو په ملګرتیا له مولوی نصرالله منصور څا رانوال صاحب نقیب الله او نورو ورونو په ګډون تر سره شول چی په هغو کی پکتیا پکتیکا غزنی کندهار هلمند زابل اوننګرهار ولایتونه دیادونی وړ دی مسلحانه جهاد زاهد ابراهیمی دتره کی ـ رژیم له راتګ سره سم نوموړ ی دحزب اسلامی له خوا دننګر هار ولایت دسره رود ولسوالی یعنی مرکزی حوزی دقومندان په حیث تعین او د۱۳۵۸ کال دثور دمیاشتی په دریمه نیټه دسپین غر د زیړان کنډو له لاری دخپلو اتلانو شهیدانو ورونو هر یو شهید ادمخان شهید رسول خان سره یو ځای چی ګڼ شمیر مسلح مجاهدین ورسره وو دننګرهار ولایت ته داخل شو له داخلیدو سره سم خوګیاڼو دوزیرو دتنګی اود څپر په منطقه کی ددولت له مخکینی ترتیب شوی کمین سره مخامخ شول چی قهرمانو مجاهدیو دسخت شهامت په ښودلو سره ددولت قوت مات او په شکست یی محکوم کړ په ننیجه کی ۲۷ کسان ملیشه مردار یو شمیر ژوندی ونیول زاوه ازاده شوه او داسلام شین ببرغ ورباندی ورپیده خوګیانو سیبینګیرو علماوو قومی مشرانو لخو ا دهمغی منطقی دمسوول په حیث هم انتخاب شو او دسپبن غر ه دجبهی په نوم دجبهی قومندانی ور په غاړه شوه چی رسما دحزب قیادت ته خبر ورکړای شو

دهمدی قومندانی په دوران کی لاندی فتوحات دده په مستقیمه قو منده او په جګړه کی دبرخی اخستو له کبله ورپه برخه شول ۱_ په لومړی ځل په ۱۳۵۸ کال کی دده په مستقیمه قومنده اوجګړه کی دمستقیمی برخی اخستو سره دحصارک ولسوالی فتح نظامی اوغیر نظامی وسایل یی غنیمت شول ګن شمیر کونستان مردار او اسیر اعدام کړای شو

۲ په ۱۳۵۹ کال یی دیوه منظم تجویز په نتیجه کی دکابل ولایت دسروبی ولسوالی ددافع هوا قوی یومکمل کنډک دده دقومندانی لاندی فتح او وسایل یی ټول غنیمت کړای شو ۳ دشیرزادو علاقه داری دخوګیاڼو ولسوالی او دسره رود ولسوالی دروسانو دراتګ په خت دده دزیاتی ونډی په اخستو سره دنورو قومندانانو په مشترکو عملیاتو کی فتح شوی چی دغه ستری سوبی د۱۳۵۸ کال په اخرو شپو ورځو کی وشوی ۴ پټه دی پاتی نوی چی دروسانو دراتګ نه څو ورځیورسته دننګرهار دقومونو اسلامی احساسات راپورته او دده څخه دجلا ل اباد دفتحی غوښتنه وکړه چی ده دخلکو احساساتوته لیک ووایه او په زرهاوو مسلح غیر مسلح خلک یی دیومنظم لښکر په شکل یی دجلال اباد په طرفرهبری کړل چی په دی لښکر کی دحصارک خوګیاڼو او سره رود ولسوالیو منورو قومونو او مجاهدوخلکو برخه درلوده خو دځینو وجوهاتو په وجه دجلال اباد فتحه وځنډیده او دهمدی لښکر په واسطه د ۱۳۵۸ کال په اواخروکی دننګرهار ولایت ددرونټی په منطقه کی نظامی تاسیسات او دطب پوهنځی فتخ کړای شو دزاهد ابراهمی په قومنده دننګرهار دکانال عمومی ریاست هم مکملا فتح شو ۵ په ۱۳۶۰ کال دیوی سختی معرکی سره مخامخ شو چی روسانو له خوا دنملی مراکز دهوایی او امنیتی سختی محاصری او برید لاندی واقع شول په هوښیاری سرع یی محاصره ماتی کړه روسان یی له شکست سره مخ کړل ا مجاهدین روغ رمټ مر کزونوته راستانه شول ـ۶په ۱۳۶۱ کال کی کله چی روسانو دمجاهدینو دبیخی له منځه وړلو لپاره په سره رود یرغل وکړ اود قتل عام پروژه یی ٌپه کار واچوله دټولو مجاهدینو رهبری په ناڅاپی توګه دده په غاړه واجوله او دده په خاصی پوهی او مهارت ټول مجاهدین په مختلیفو محاذونو کی رهبری شول دشمسپور په قریه کی بالاخره مجاهدین دناڅاپی محاصری لاندی راغلل دسختی جګړی او محاصری نه وروسته په خاص مهارت محاصره ماته اوګڼ شمیر مجاهدین شهیدان او روسان له شرموونکی ماتی سره مخ شول

۷ شهید زاهد ابراهیمی د۱۳۶۲ کال په اوایلو کی دمجاهدینو ددری سترو عمده جبهو دشهید ادم خان له جبهی دالله اکبر له جبهی اود سپین غره جبهی څخه یوه مشترکه قومندانی جوړه کړه چی دمتحدی قومندانی په نوم وپیژندل شول چی ددی متخدی قومندانی مسولیت دده په غاړه واچاول شوه ۸ دده بالا ولسوالی سرحدی کنډک مکملا فتح اوټول وسا یل یی غنبمت ټول کمونستان مردار او ژوندی ونیول چی وروسته بیا اعدام کړای شول ګڼ شمیر خفیفه او ثقیله سلاح دمجاهدینو په لاس غنیمت شوه ۹ ددی وروسته په ۱۳۶۳ کال شهید زاهد ابراهیمی تصمیم ونیوه چی دسره رود دتور غره په یوه برخه کی چی بنګشیر نومیده یومرکز دقرار ګاه دقومندان په نامه جوړ کړی اوجوړشو چی څه وخت وروسته دروسانو ترسختی حملی اومحاصری لاندی ونیول شول په دی حمله کی ګڼ شمیر هلیکپترو ټانګونو برخه اخستی وه یوه شپه و یو ه ورځی یی دا دوام وکړ و دشدید مقاومت او جنګ نه وروسته محاصره ماته او روسان په شکست محکوم او مجاهدین بریالیتوب سره خپلو مر کزونو ته ستانه شول فقط یومجاهد شهید شو ۱۰ په ۱۳۶۵ کال دشهید زاهد ابراهیمی تر مستقیمی قومندی لاندی ددولت له خوا جوړ شو ی قومی غونډ چی دسره رود په منطقه کی جوړ شوی وو فتح او وسایل یی ټول غنیمت ونیول شو شهید زاهد ابراهیمی دهغو فعالیت او شهرت له کبله چی دننګرهار ولایت دټولو مجاهدینو په منځ کی یی درلوده د۱۳۶۶ کال په شپو او ورځو کی دټولو مجاهدینو او قو مندانانو له خوا دهغو انتخاباتو په نتیجه کی چی رسما دحزب اسلامی له خوا وشول دننګرهار ولایت دجهاد دامیر په حیث انتخاب کړای شو او رسما په کار پیل وکړ ۱۱ چی په همدی دوران کی د۱۳۶۷ کال دسره رود ګڼ شمیر پوستی فتحه شوی ۱۲ اوکله چی په ۱۳۶۸ کال کی دجلال اباد دعمومی فتحیپروګرام پلی کړای شول دزاهد صیب تر قومندی لاندی یومکمل قومی غونډ چی ددرونټی په منطقه کی ددولت له خوا جوړ شوی وه مکمل فتحه شو ټول نظامی او غیر نظامی وسایل یی غنیمت کړای شو دزیات محبوبیت او جهادی فعالیت په وجه اود دتنظیمی منظمو فکری اومکتبی دعوت په وجه نوموړی نور هم داطمینان وړوګرځیده او دجهاد دامارت ترڅنګ دظفر دغونډ عمومی قومندانی هم دحزب دقیادت له خوا په ۱۳۶۹ کال کی وروسپارل شوه

چی دهمدی کال دظفر غونډ په مربوطاتوکی په داسی حال کی چی دجنګ دمحاذ په یوه سنګر کی دخپلو قومندانانو سره چی پر دښمن باندی دتعرض پروګرام جوړاوه ددښمن دهدف لاندی واقع اودخپلو اته کسه نورو قومندانانو سره یو ځای دمزینی په منطقه دمیزان دمیا شــــتی په ۱۴ شپه په شـــهادت ورسیده

انا لله وانا الیه راجعــون

روح دی ښــاد وی




واپس



اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th June, 2017