تفصیل | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

شهید قارى محمد اشرف (درويش ) :د وخت بدنامو استخب

2017-08-24

د وخت  بدنامو استخباراتي جګړو ، آجير جنګياليو دسترکو آزغي  !! 
د اسلامى نهضت حقيقي وارث ، او دقيام حق جبهي سرشاره مجاهد  !!
د افغان معيوب ميړنۍ پلار  ، أيکي يوازنۍ زوي ، او د دوه کلن يوازنى زوى خوږ او مينه ناک پلار  !!
ورور  قارى محمد اشرف (درويش ) يادوم ،  چى څو ورځي وړاندې داستخباراتى بدنامو جګړه مارو آجيرو جنګياليو لخوا پداسى حال کى په شهادت ورسيد ، چى د خپلى غريبى او مسکينى کورني لپاره يې ، ديو اجاره شوى پټي ( زمکى ) دحاصلاتو په واسطه حلاله روزى پيداکوله ، دده ګناه  په اوسني وخت کى يوازى خپل مسلمان او متدينى  کورني ته حلال رزق ګټل ول ، مګر ظالمانو دده تش همدا وجود و نشو زغملاى ، خپل کرغيړن او منحوس عمل يې دبادار په سپيره خوله  ترسره کړ ،  رب دى ددوى منحوس  نوم او نشان دتل لپاره دزمکى له مخه محوه کړى  !!   
شهيدقارى صاحب محمد اشرف (درويش)  په  ريښتنې اوحقيقى توګه  درويشي صفتونه درلودل ، فقر غربت او دوخت متزلزلو حالاتو دده په عزم او آراده کى کوم تغيير رانوست ، بلکى هوډ او عزم يې لا پياوړى  او پولادى شو !!
رب  دى دده ستړياوى ، تکليفونه او آزيتونه په خپل دربار کى قبول کاندۍ ، دده نيکى خاطرى ، او ښکلى صفتونه دى رب تلپاتي لرى ،  رب دى داسلامى  نهضت غړو  ته داسى  توفيق ورکړى ، چى دده دشهادت څخه وروسته دده غم ځپلى او مسکينه کورنۍ دکمترى او ځانته والي  آحساس ونه کړى !!
 اللهم آمين ـ 
اللهم تقبل شهادته 




واپس



اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017