تفصیل | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

دشهیدانجنیرفیض محمدمنګل لنډه پیژندنه :

2017-10-07

نومیالی غازی انجنیر فیض محمد دمرحوم ملک افریدی زوی چی په ۱۳۳۲ هجری لمری کال دخوست ولایت دموسی خیلو ولسوالی دزوړکوټ کلی کي دفانی نړی ته سترګی پرانیستلی،
نوموړی دهرماشوم په څیر په لومړنی ښونځی کی شامل شو نموړی له ماشومتوبه زیات ذکی او هوښیاروه اوله پیله په لومړی اودوهمه نمره بریالی شوی دی 
شهیدانجنیرفیض محمد په ۱۳۴۸ کال له اسلامی تحریک سره متعهد شو هغه مهال لانوموړی دتعلیم په منځنی دوره کی وه نموړی په ۱۳۴۸ لمریږکی دمتوسطی دوری نه په لومړی درجه فارغ شو اوپه تخنیک ثانوی لیسه کی شامل شو په تخنیک ثانوی کی له شمولیت سره سم نوموړی په کابل کی داسلامی تحریک له لیکوسره مبارزه پیل کړه په ۱۳۵۲ کال له لیسی نه فارغ اوپه مزارشریف کی یی دفنی مامورپه صفت رسمی دنده پیل کړه نموړی په مزارشریف کی د تحریک دناظم په حیث وټاکل شو دکمونستانو له کودتا سره سم په ۱۳۵۷ کال پیښور ته مهاجرشو اودهمدی کال په ژمی کی دجهاد سنګرونو ته ولاړ
شهیدانجنیرفیض محمد دخپلی ولسوالی دجبهی مرستیال وټاکل شو اوبیا یی له همغی ورځی نه دکمونستانو پر خلاف جهادته دوام ورکړ دشهید څه موده وروسته دشهید ابراهیم دقرارګاه امرتعین شو نموړی دجهادپه دوران کی ډیری زیاتی سوبی وکړی او دخپلو سرتیرو وروڼو غازیانو سره یی زیات ویاړونه په برخه شول
شهیدانجنیرفیض محمد بللاخره دجهاوال دجهادی فرقی قوماندان وټاکل شو په دی فرقه کی نوموړی دپکتیا خوست اونورو ولایاتوزیات شمیر مجاهدین تربیه کول همدارنګه نموړی دخپلو جهادی کارنامو او خلوص په وجه دلوی پکتیاد اولس او دمجاهدینوپه لیکوکی زیات اعتبار وګاټه تردی چی په یو وخت کی دلوی پکتیا دجهاد امر وټاکل شو
انجنیرفیض محمد ډیر باتدبیره زړور او د ډیرو نیکواخلاقو خاوند وه نوموړی دلوی پکتیا په فتوحاتو کی ډیر مهم رول درلود په تیره دده رول دخوست او ګردیزدښارونوپه تاریخی فتحو کی ډیرمهم وه
دخوست اوګردیز له فتحی وروسته نموړی دخپل امیر(انجنیرګلبدین حکمتیار)په مشری دمجاهدینو په حکومت کی دبیا ودانولو دچارو وزیر وټاکل شو نموړی دیوه رښتینی مسلمان په څیرتل داسلام د علیا مصالحو لپاره هرډول قربانی او ایثار ته چمتو وه چی بالاخره د۱۳۷۷ لمریز دقوس دمیاشتی په ۲۱ دجمعی ورځی په ماښام دنامردو خودفروشو په لاس اودبهرنیانو په اشاره په داسی حال کی شهید کړ چی دماښام له لمانڅه اداکولو وروسته له جوماته کورته روان وه
شهید انجنیرفیض محمد دشمشتوپه هدیره کی دسلګونو ماتم ځپلیو د اهونو او سلګیوپه بدرګه خاوروته وسپارل شو روح یی ښاداوسه.
 




واپس



اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017