تفصیل | شهادت 

11th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

شهید عبدالسلیم فرقانی :

2017-10-03

عبدالسليم فرقاني د ملا عبدالغفار زوی چه د وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ د دهنې په کلي کې په يوه دين دوسته او علم پاله کورنۍ کي زيږېدلۍ دی. د ځانګري استعداد او وړتيا له كبله، د خپل متدين او علم پاله پلار په لاس تر ځانګړې پاملرنې لاندې ونيول شو، په دې هيله چی يوه ورځ د هغه په لاس په سيمه کي د علم ډيوه بله او د اسلام سپېڅلي دين ته د خدمت څپې خورې شي. چه د الله په فضل همداسی هم وشول، او عبدالسليم فرقاني وکولای شول چه د دين پالنې او جهاد د تلوسو وړانګی خپل ټاټوبي او چار چاپېره سيمو ته ورسوي . مجاهد، دينې علماء او پياوړي شخصيتونه وروزي . او لهمدې کبله د سيمی او هيواد په علمي روحاني او جهادي ټولنو کي خپل خاص منزلت او ځانګړې مقام لري .

مولوي عبدالسليم فرقاني د هغه لوی رسالت له وجې چی ور په غاړه ؤ، يوازی پر دی بسنه و نه کړه، او وئی غوښتل چی خپل ديني او علمي خدمتونه او د اسلامی مبارزی او مجاهدت فکر او تلوسې په يوه پراخه او ملي کچه خپل غيرتمن افغان ولس ته ډالۍ کي . او په ړومبني پړاو کي د ليکوالۍ ډګر ته را ووت او په مختلفو ملی ورځپاڼو او جريدو کي ئې، د ډول ډول مطالبو په ليکلو او خپرولو سره، ډير اغيزمن او د قدر وړ خدمتونه وړاندې کړل. هغه مهال چی مولوي عبدالسليم فرقاني د شجاعت او همت په دی پاکه دنده لاس پورې کړ، داسی وخت وو چه د اسلامی فکر او د کمونيزم او سوسياليزم او نورو بې لاره او تير وتلو افکارو تر منځ د مبارزې ډګر مخ په توديدو وو، او له همدې کبله، ده چه خپله دنده او رسالت ئې د نورو مجاهدو وروڼو سره يو ځای، نور هم لوی، دروند او حساس وموند. او سمدلاسه ئي قلم په ميړانه راپورته کړ، شپه او ورځ په هڅه کي شو او داسی مقابله ئي وکړه چی برۍ د اسلامي فکر په برخه او مقابل لوری نا هيلی پاتې شو. د ليکوالۍ د ګرمې مبارزې سره يو ځای هغه، د عمل په ډګر کي د اسلامی مفکرينو او مبارزينو د صف د پياوړی کولو په موخه خپلې هڅې او هاندې ونه سپمولې او شپه او ورځ به ئي د هغوی سره اړيکې ټينګولې، کړنلارې به ئي کاږلې او د پلی کيدو طرحی به ئي وړاندې کولې.

د عبدالسليم فرقاني ډيرۍ برخه مطالب د ګهيځ په اسلامی جريده کي، چی په ديارلس سوه پنځوسمو کلونو کي ئي فعاليت درلود، خپرېدل چی بيا وروسته ئي د همدې جريدې د مسؤول مديريت دنده هم په غاړه درلوده.

د هغه نه څو ليکلي کتابونه هم پاتې دي چه ډيرۍ ئې د ماټريالستي او کمونستي فلسفو د رد او د اسلامی فکر او اسلامي تشريع د نشر پر محور څرخيږی. د (بيهقي کتاب خپرونه) مؤسسې له خوا ئی دوه کتابونه همغه مهال خپاره شول: (فروغ جاويد ايمان به خدا Y ) او (اجتهاد در فقه اسلامي). چي د ا حاضر کتاب به د الله Y په مرسته د هغه دريم خپور شوی کتاب وی. انشاء الله!

شهيدعبدالسليم فرقاني، د داسو کارنامو او همت او شجاعت له امله، هميشه د بې لارو او ملحدو کمونستانو پام، د دوی په لاره کي د يوه خنډ په توګه، ځانته را اړولۍ ؤ، تر هغه چی د غويي (ثور) د کرغېړنې کودتا د سرته رسېدو سره، د کمونست رژيم د ړومبني يرغل او چپاو قرباني شو او په هماغه لومړی کال کي (۱۳۵۷) د زندان د تورو ميلو شاته واستول شو، له کومه ځايه چی هيڅکله بيا راستون نه شو، پرته له هيڅ جرمه، او يوازی د اسلام او مسلمانۍ په جرم، لکه څنګه چی د الله تعالی Y د دی وينا سره صدق کوي )الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ ....( (الحج40)، او په دی توګه د اسلام د شهيدانو د هغه صف سره يو ځای شو، چی الله تعالی Y د هغوی په اړه داسې فرمائي: )مِنْ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا( (الأحزاب23).

لکه څنګه چی الله تعالی Y ژمنه کوي چی هيڅکله به د هغو کسانو کړه وړه ضايع نه کړي کوم چه د زړه له کومي د الله تعالی د رضا په هيله ئي سرته رسولي، په همدې توګه د شهيد عبدالسليم فرقاني او د هغی د مبارزو د صف وروڼو هڅې او هاندې په اوبو لاهو نه شوې او د اسلامي فکر او جهاد نيالګۍ ئی د زړه په وينو اوبه کړ چی په پايله کي بې دينه او ملحد کمونستان په دی پاکه خاوره کي په ګونډو شول او سپک او شرمېدلي له هيواده وايستل شول. او د اسلامي فکر، دينداري او اسلامي ارزښتونو ته درناوۍ، ورځ په ورځ د خلکو په زړونو کې ځای ونيو او يوه تل پاتې غوړېدو ته ئي مخ کړ.

لکه څنګه چی د افغانانو د اسلامي مبارزي د مخکښانو له خوا ياديږي، د ځنو لوړ پوړو کارپوهانو په اند، د ثور د کرغېړنې کودتا نه د مخه د اسلامي مبارزينو لوی همت، لوړ عزم، پرلپسې هڅو اونه ستړيکيدونکو مبارزو وکولای شول چه د کمونستانو او شوروي يرغل تر دوو لسيزو پر شا وتمبوي. له همدې کبله کمونستانو هيڅکله و نشوکولای چی، لکه څنګه چی ئي شعار ورکولو، د يوه فکري انقلاب له لاری دی پاکې خاورې ته را دننه شي، بلکې د پوره نا هيلې کيدو او بې صبرۍ په وجه ئي بالآخره د ثور پر شرمېدلۍ او

کرغېړنې کودتا لاس پورې کړ، چه بيا وروسته د لاس پوڅې رژيم د ساتنې له پاره شورويانو په پراخه کچه نظامي يرغل وکړ. اما د افغانانو فکر او نظر او ايمان همداسې اسلامي پاتې شو، او انشاء الله اسلامي او په اسلام مين به پاتې شي!




واپس



اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2017