تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

شهید سید احمد عزیزي : الله اکبر اللهم تقبل شهادته

2017-11-01

د مظلومانو قافله:
هغه مې نه وو لیدلی، که مې لیدلی هم وو خو مجلس مې ورسره نه وو کړی، د شهادت آوازې په اورېدو مې یې په انځور کې سترګې ښخې کړې، په وار وار مې ورته وکتل، څه مې یې چې په څېره کې ولیدل، د ایمان، تقوی او د رسول الله پر سنتو د ټینګ باور او ویاړ نښې وې، له سترګو مې اوښکې رانغلې، ځکه موږ د دومره مظلومانو د شهادت خبرونه اورېدلي او په وېر کې مو یې ژړلي چې په سترګو کې مو نور د اوښکو چینې په وچېدو دي نور باید د دې مظلوم مسلمان ملت او امت په غم کې وینې وژاړو، شهید سید احمد عزیزي د هغې مظلومې قافلې لاروی شو چې اهل یې د ایمان او اسلامي فکر د لرلو په جرم د پردیو لپاره د مسلمان په جامه کې د مزدور او له دین ناخبره ظالم په لاس په خپلو سرووینو کې لت پت کړی شوي، هغه ظالم چې د ایمان دعوی هم کوي خو توره یې تل د مسلمان په وینو سره شوې، تل یې رښتیني مسلمانان د پردیو لپاره په ډېرې بېرحمۍ شهیدان کړي، شهید سید احمد عزیزي نه د دغو یزیدیانو په لاس په ظلم شهید شوی لومړی مسلمان ځوان وو او نه به هم وروستی وي، دا خونړۍ لړۍ به دوام مومي تر هغه چې دا د ایران او روس ګوډاګیان او بین المللي اربکیان خپل ایمانونه تازه کړي او د جهالت او تعصب له تیارې او خونړۍ خونې رابهر شي، خدای خبر دغه ظالمان به د څومره نورو مسلمانانو د وژنې شیطاني فکر په سر کې لري، په داسې حال کې چې د الله او رسول اصلي دښمن په وړاندې یې تل تورې پڅې دي، خنجر په لاس مخونه یې مسلمانانو ته او څټونه یې د کفارو خواته دي!!
زه باور لرم چې الله تعالی د مظلوم شهید وینې نه ضایع کوي، او ظالمان په دغو کړنو سره ځان د هلاکت کندې ته لا نږدې کوي. د محصل سید احمد عزیزي شهادت دې الله قبول کړي، درجې یې دې لوړې او قاتلان دې یې په دنیا او آخرت رسوا او ذلیل کړي.

انا لله و انا الیه راجعون

لیک: افغان

 




واپس



اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017