تفصیل | شهادت 

17th October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

شهادت د ګوتې پورته کولو مکمل تحقيق

2016-12-01

استاد شفق شفق یار

ضروري يادونه : قومه او جلسه په ځینو حنفي فقهی کتابونو کې لکه شرح القدوري ،کنزالدقايق ،نورالايضاء او نورو کې سنت ښودل شوي دي .
مګر د مجیپ الله ندوي اسلامې فقه ،معلم الدين قاري شريف احمد او آسانه فقه محمديوسف اصلاحی بحرالرايق او نورو حنفی کتابنو کې واجب ليکل شوي دي .
د هند د ندوة العلماء فاضل مولانا مجيب الل ندوي پدی جلسه او قومه باندې ډير ټينګار ليکلی دی 
چې ځینی کسان د چرګ د تونګی په شان لمونځ کوي چې جلسه او قومه نه اداکوي پدې سره يې لمونځ فاسيږي .
مګر د نورو مذاهبو امامانو د دو سجدو تر منځه کيناستل يا جلسه د لمانځه رکن بولي

په التحياتو کې د شهادت د ګوتې پورته کولو مکمل تحقيق
په قعده کې د ښی لاس د شهادت کوته پورته کول سنت دی

عن ابن عمر؛ أن النبي صلى الله عليه وسلم، كان إذا جلس في الصلاة، وضع يديه على ركبتيه. ورفع إصبعه اليمنى التي تلي الإبهام، فدعا بها.(580 المسلم).
له ابن عمر نه روايت دی چې نبی صلی الله عليه وسلم به په لمانځه کې کيناستلو دواړه لاسونه به يې په ګونډو باندې کيښودل او د ښی لاس سبابه ګوته به يې پورته کوله په هغی سره به يې اشارت کوله .
داسې چې دښي لاس د غټی ګوتی او منځنی کوته حلقه جوړه او نورې ګوتی بندی شي سبابه يا د شهادت ګوته د لااله ويلو په وخت کې پورته کول او الاالله ويلو په وخت ښکته کول .

ددې نه مقصد دادی په زړه کې چې کوم د الله د وحدانيت شهادت ورکول کيږي هغه په جسم باندې هم د ګوتی په اشارې سره د وحدانيت شهادت ظاهر شي



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

17th October, 2017