تفصیل | شهادت 

23rd March, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د پلار او مور لویه ځانګړتیا د خپلو ماشومانو په وړاندې

2015-07-22

استاد شفق الله شفق یار

دپلاراومورلويه ځانګړتيا دخپلوماشومانو په وړاندې دهغوي د مسووليت جدي احساس دی چې بايد په ځان کې يې پيداکړي ، ميندې اوپلرونه غواړي چې ښه با استعداده او روغ بچيان ولري ددې کارلپاره څو مهم  ټکي په پام کې نيول ډيراړين بريښي .
ــــ له ماشوم سره خپل چلندکنټرول کړئ .
ــــ دماشوم خبروته په ښه توګه غوږنيسئ .
ــــ دخپل ماشوم احساسات درک کړئ .
ــــ له ماشوم سره مرسته کوئ چې ټولنيزې اړيکې څنګه ټينګې کړي .
ــــ خپل ماشوم په ناسمو نومونو مه يادوئ اوهغه ته سم اخلاق اوچلند ورپه ګوته کړئ .
ــــ ماشوم ته د زده کړې اوکشفونې لپاره فرصت برابرکړئ 
ــــ هيڅکه پرهغه په زورخپله خبره او افکار مه ورتپئ .
ــــ هڅه وکړئ چې ماشوم ته دزده کړې خوند ورزده کړئ ،هغه ماشوم چې تل خپل پلاراومورپه زده کړې اومطالعې بوخت و يني بې له دې چې څوک ورته ووايي هغه هم همدا دزده کړې روده خپلوي .
ــــ له ماشوم سره يوځاي ډوډۍ وخورئ ځکه دډوډۍ خوړلو په وخت کې دکورنۍ غړي سره خبرې کوي اوماشوم هغه کليمې چې ورته اړتيالري زده کوي .
ــــ دماشوم له ښوونکي سره تل په تماس کې شئ ځکه په دې کارسره دخپل ماشوم دليک لوست نيمګړتياوې په ښه توګه پوره کولاي شئ .
ــــ دماشوم لپاره دښوونځي دکورنۍ دندې دترسره کولو اولوبو لپاره مناسب مهال ويش په نظرکې ونيسئ .
ــــ کله چې ماشوم په کوم مضمون کې کمې نمرې اخلي خپل زغم له لاسه مه ورکوئ له هغه سره په نوموړې برخه کې مرسته وکړئ .
ــــ خپل ماشوم هيڅکله مه مايوسه کوئ ځکه هغه ښه پوهيږي هرڅه چې غواړي هغه ټول نشي لرلی يوازې کله کله غواړي چې تاسو امتحان کړي .
ــــ ماشوم ته په تونده لهجه خبره مه کوئ ځکه داکارهغه ته دا ورښيي چې يوازې قدرت مهم دی ،که هغه په ښه توګه رهنمايي کړئ ښه غبرګون ښيي .
ــــ ماشوم ته هسې بې ځايه وعده مه ورکوئ ځکه ښايي چې که هغه پوره نشئ کړاي پرځان به دهغه باورله منځه يوسئ .
ــــ کله چې درته وايي چې پرې ګران نه ياست مه په غوسه کيږئ داد هغه دزړه خبره نه ده دا يوازې له هغه سره ستاسو د ناسم چلند طبعي غبرګون دی .
ــــ داسې کارمه کوئ چې ماشوم ځان ډير بې ارزښته انسان احساس کړي په دې صورت کې به دهغې دجبرانولو لپاره دخپل عمر په پرتله لوړعمرلرونکي په توګه عمل وکړم .
ــــ دداسې کارونوکولوته يې مه اړباسئ چې دهغه په توان کې نه وي داکارپه هغه کې دتل لپاره دناتوانۍاحساس پيداکوي .
ــــ دخپل ماشوم ناوړه عادتونه بيابيا مه وريادوئ ځکه داکارنه يوازې ددغه رازعادتونو دمخنيوي سبب نه کيږي بلکه هغه دوامداره کوي .
ــــ دنورو همزولو په وړاندې خپل ماشوم مه رټئ که له هغه سره په يوازې توګه خبرې وکړئ اوناسم کارونه يې ورپه ګوته کړئ ډير اغيزمن ثابتيږي 
ــــ کله چې ستاسوماشوم په سمه توګه دښه اوبد توپيرکولاي شي هغه ته بې ځايه نصيحت مه کوئ ځکه داکارداړتيا په وخت بيا خپل اغيز له لاسه ورکوي .
ــــ له خپل ماشوم سره داسې چلند مه کوئ چې خپله وړه غلطي لويه ګناه وبولي ځکه ډيرځله دګناه له ويرې له نويو تجربو ډه ډه کوي .
ــــ کله چې ماشوم کومه کوچنۍ غلطي وکړي هغه په ناسمو خبرو مه رټۍ اومه ورته واياست چې ته ډير بد هلک يا نجلۍ يې ځکه په دې توګه به ښايي چې فکر وکړي په ريښتيا بددی اوبيا به نورناوړه کارونه هم کوي .
ــــ ماشوم تل هڅه کوي هرڅه وآزمويي اوهرو مرو له هغې يوڅه زده کوي نوپه دې کارکې ورسره مرسته وکړئ .
ــــ دماشوم پوښتنوته په سړه سينه ځواب ووايئ اوله پوښتنې کولو يې مه منع کوئ .
ــــ هيڅکله دافکر مه کوئ که له خپل ماشومه په يولړمواردوکې بخښنه وغواړئ داستاسو دشان مخالف کاردی بلکه دا عمل ستاسو په وړاندې دهغه دلازيات صميميت اونژدې والي سبب کيږي .
ــــ داهيڅکله مه هيروئ چې ماشوم له هڅولواوتشويق پرته نشي بريالی کيداي .
ــــ له ماشوم سره داسې چلندوکړئ چې له خپلوملګروسره يې کوئ په هغه صورت کې به مو ماشوم هم له تاسوسره دخپل ملګري په توګه عمل کوي .



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd March, 2017