تفصیل | شهادت 

21st February, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

هغه ورځ...!!! د جدي (۶) مه !

2016-12-26

دې چم ته چا را وکړه دروازه د انقلاب ؟

را وغځیده شور سره څپه د انقلاب

په وینو چې لا لمانځو سره کیسه د انقلاب

پرون همدغه ورځ وه پیلامه د انقلاب !!!

پرون چا بادارۍ باندې نیولي و روسان ؟

څو تنو بې ضمیرو ته ښاغلي و روسان !!

په خپل سر و، که نه، چا رابللي و روسان ؟

پرون چې په همدغه ورځ راغلي و روسان !!!

زما د خوار ولس به نه شي هیره، هغه ورځ !

خوره په دې مالت وه څومره ویره، هغه ورځ !

د غم په دیوالونو کې راګیره، هغه ورځ !

نسلونه به مو یاد ساتي تر ډیره، هغه ورځ !

قاتل سره د پلار څوک ځي، په لار د یارانې ؟!

ډیر سخت نه دی په ماته خوله اقرار د یارانې؟!

په وینو شونډو څنګه وي اظهار د یارانې ؟!

څوک څنګه غځوي چا سره تار د یارانې ؟!

تر اوسه خو د سور تاړاک کیسه ده، لا په وینو

تر اوسه د زندان هره پنجره ده، لا په وینو

تر اوسه خو مې سمه او دره ده، لا په وینو

تر اوسه خو مې رنګ د زړه کوڅه ده، لا په وینو

شیندلې اندامونه وو چاپیره هغه ورځ !

په کریغو او سلګیو کې شوه تیره هغه ورځ !

وتلي شهیدان چې وه له شمیره هغه ورځ !

دې ځینو نه اوس څنګه شوله هیره هغه ورځ ؟!

چې سره په وینو توره بحیره ده په روسانو

ژړا کې مُسکۍ شوې سوریه ده په روسانو

نسکوره نور د خپل غرور کاسه ده په روسانو

پرون مې یخه شوې بیا سینه ده په روسانو

پرون مې یخه شوې بیا سینه ده په روسانو !!!

را ووځې به د شپو له تور غباره سلامت

د امن رنګ به راوړې له بهاره سلامت

د مور د دعا سیوري ته کراره سلامت

ساته دې رب کوچیه سپینه یاره سلامت

ساته دې رب کوچیه سپینه یاره سلامت !!!

سپين کوچۍ



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2017