تفصیل | شهادت 

16th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي په وياړ ــ ډگر چپرهارى

2016-12-30

چې شرعي نظام ياديږي
د اسلام حزب مې خوښيږي
بنسټ يې ايښى حکمتيار دى
دى انجنير عالم هوښيار دى
فولادي غر دى نه ړنگيږي
د اسلام حزب مې خوښيږي
په شريعت ښه برابر دى
تجاوزگر لره خنجر دى
هر نړيوال په دې پوهيږي
د اسلام حزب مې خوښيږي
د اسلام نوم کې ډېر غيرت دى
الله ورکړى شرافت دى
د اسمان ستورى دى ځليږي
د اسلام حزب مې خوښيږي
په هر ميدان چې جنگيدلى دى
غليم مات شوى تښتيدلى دى
دا سره روسان مې نه هيريږي
د اسلام حزب مې خوښيږي
واړه حزبيان دي سره وروڼه
د هر خائين باسي غاښونه
خود به مرام خپل ته رسيږي
د اسلام حزب مې خوښيږي
سوله نعمت دى سوله ژوند دى
نفاق دې ورک شي مدام غم دى
په سوله کې گران وطن جوړيږي
د اسلام حزب مې خوښيږي
"ډگر" دعا کړي په دا شان
خدايه بيا يو کړې افغانان
چې دښمانان يې ولړزيږي
د اسلام حزب مې خوښيږي

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2017