تفصیل | شهادت 

24th June, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

اروپا کې واورو او سختې یخنۍ لسګونه تنه وژلي

2017-01-10

سختۍ يخنۍ او واورو د اروپا په بېلا بېلو هېوادونو کې له څلوېښتو ډېر کسان وژلي دي، چې ډېری يې په پولينډ کې دي. دا په داسې حال کې ده، چې کنګلونو تېره ورځ بېرته په اوبو کېدو پيل وکړ. د راپورونو پر اساس وړمه ورځ پولينډ کې لس تنه د سختې يخنۍ له کبله ووژل شول، د حرارت درجه هلته منفي شل وه، دا وروسته له هغه و، چې د شنبې او جمعې په ورځ هم لس تنه وژل شوي وو. اړوندو ادارو خبر ورکړ، چې له تېر نومبر راهيسې د واورو له کبله د وژل شويو شمېر ۶۵ تنه شو. د چک هېواد چارواکو هم د جمعې په ورځ د شپږو تنو د وژل کېدو خبر ورکړ. دغه راز بلکان هېوادونو کې د حرارت درجه منفي ۲۸ ته رسېدلې ده، چې يو تن په کې په داسې حال کې موندل شوی، چې جامد و. د اوکراين چارواکو دې هېواد کې د يخ له کبله د وژل شوي شمېر اته تنه ښودلی او پنځه نور په سپينه روسيه کې وژل شوي دي. ايټاليا او فرانسه کې د يخنۍ له کبله شپږ تنه وژل شوي او له شلو ډېر ټپيان دي. په ګڼو نورو هېوادونو کې هم د حرارت درجه ان تر منفي ۳۳ رسېدلې ده، چې له امله يې کارونه په ټپه ولاړ دي او د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ دی.ځلاند



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th June, 2017