تفصیل | شهادت 

21st February, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

افغانستان کې ۶۲۰ زره بې ځایه شوي کسان لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

2017-01-10

په افغانستان کې د جگړو له کبله د کورني بې ځایه شوو کسانو شمېر مخ پر لوړیدو دی. د ملگرو ملتونو په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې د دغو کسانو شمیر د ۲۰۱۵م کال له پېل راهیسې تر اوسه ۶۲۰ زره کسان ښودل شوی دی. د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې، ملگرو ملتونو تیره شپه په افغانستان کې دننه د بې ځایه شوو کورنيو په هکله نوی رپوټ خپور کړی دی چې شمیر یې په یوه کال کې ۶۲۰ زرو کسانو ته رسیږي. دغه شمیر د تيرکال د دسمبر مياشتي تر هغې چي ۵۸۰زره ښوول شوی وو ۴۰ زره زیات دی. تر ۲۰۱۵م کال دمخه لا د جگړو په سبب په خپل هیواد کې تر۱،۲ میلیونه زيات کسان په تېښته ول. د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې د ټولو بې ځایه شوو کسانو ۴۲ سلنه د افغانستان په شمال کې دي چې پکښې کندز او بغلان ولایتونه هم شامل دي. رپوټ زیاتوي چې بشري مرستندویان له «مرگوني عواقبو» ډک يوه بحران څخه یادونه کوي. ځکه چې د بې ځایه شوو تر نیمايي زیاته برخه ماشومان دي.  نړیوالو سازمانونو لکه د مهاجرت نړیوال سازمان (آی او ام) او یا د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمیسارۍ (یو ان اچ سي آر) د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۶م کال کې شا او خوا یو میلیون افغان مهاجرین له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي. نوی رپوټ چې د ۲۰۱۷م کال د بشري اړتیاوو، په عنوان خپور شوی دی د ۹،۳ میلیونه افغانانو یادونه کوي چې لومړنیو مرستو ته اړتیا لري. چي دا د تیر کال په پرتله ۱۳ سلنه ډېرښت ښيي. دا چې د افغانستان په دننه کې د بې ځایه شوو کسانو بهیر او همداشان د پاکستان او ایران څخه له تمي خلاف د جبري راستنیدونکو افغانانو لوړ شمیر به د اروپا پر لور د مهاجرت پر څپې څومره اغیز ولري، لا معلومه نه ده.المان غږ



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2017