تفصیل | شهادت 

24th June, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې سرتیری برید؛ اوه تنه وژل شوي

2017-01-10

په سیمه کې امنیتي چارواکي وایي چې په دغه برید کې د ملي امنیت د همکارو سرتیرو دفتر په نښه شوی دی. د هلمند د ولایت په مرکز په لښکرګاه کې د ملي امنیت د همکارو سرتیرو پر دفتر سرتیری برید شوی چې له امله لو ترلږه اوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. پېښه نن غرمه ۱۲ بجې د لښګرګاه په دوهمه حوزه کې د نمرو په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. هلمند کې د پولیسو قوماندانۍ پېښه تائیده او اشنا راډیو ته یې ویلي چې دا برید یوه پلي سرتيري برید کونکي ترسره کړی دي. امنیتي چارواکي وایي، د چاودیدونکو توکو ډک یو کرولا موټرلاهم په دغه سیمه کې ولاړ دی او امنیتي ځواکونه په دغه موټر کې د ځای پرځای شوو چاودیدونکو توکو د شنډلو په هڅو بوخت دي. دغه امنیتي چارواکي د نوم د نه ښودلو پر شرط اشنا رادیو ته وويل چي په پېښه کې مرګ ژوبله هم شته خو دقیق شمېر يې لاهم څرګند شوی نه دی . د پېښې یوه عیني شاهد روح الله اشنا رادیو ته وويل چي د پېښې په ځای کې یې د شپږو وژل شویو کسانو جسدونه لیدلي، خو هغه زیاتوي چې ممکن تلفات تر دې ډير وي. تراوسه لا کومې ډلې ددغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.آشنا



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th June, 2017