تفصیل | شهادت 

22nd May, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

اردوغان: لویديځه نړۍ او امریکا ترهګروته هر ډول امکانات برابروي

2017-01-10

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل  چې  لویدیځه نړۍ  ترهګرو  ته  د سرو زرو په پتنوسونو کې  د پناه  حقونه  وړاندې کوي. هغه وویل چې  ځیني هیوادونه  د فتح الله ګولن او پې کاکا ترهګریزو سازمانونو  د غړیو سره  د متضررینو په څير معامله کوي . ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې  د جولای په ۱۵ مه نیټه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا ترسره شوې کودتا ته په اشارې سره وویل « د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  د جولای په ۱۵ مه د ترکیې د دولت او ملت  پر خلاف   کودتا ترسره کړه. دا لومړی ځل دی چې  د ترکیې د دولت او ملت سره  پدې ډول  ستر اهانت کیږي. پداسې حال کې چې  نوموړي  سازمان  کودتا وکړه او په سلګونو تنه بې ګناه انسانان يي په قتل ورسول  خو له بده مرغه چې نن ورځ  یو زیات شمیر اروپايي او لویدیځوال هیوادونه  هغوې ته پناه ورکوي  او د متضررینو په څیر ورسره چلند کوي. » هغه وویل لکه څرنګه چې  د جولای د ۱۵ مې کودتا  د هیواد په دننه کې  خاینین او په وطنپال  جلا کړل  همداشان يي د هیواد نه بهر  يي د ترکیې دوست او دښمن په ډاګه کړ. هغه وویل چې  لویدیځه نړۍ نن ورځ د فتح الله ګولن او پې کاکا ترهګریزو سازمانونو  غړیو ته  د سروزرو په پتنوس کې  د پناه ورکولو  حقوق  وړاندې کوي. ولسمشر اردوغان په لویديځې نړۍ او په ځانګړې توګه په امریکا  د نیوکوسره وویل « اروپا او امریکا  هغه  کډوال چې د یوې کاسې  ګرمې خوروا  په خاطر  د هغوې په دروازو کې پراته دي  او د خپل ژوند په بیه  تر هغه ځای رسیدلي  دی  دروازې  تړي  خو هغه کسانو ته  چې د بې ګناه انسانانو په وینو يي لاسونه  سرده  دي  هر ډول امکانات برابروي. په ترکیه کې  یو تن ترهګر  چې په تور لست کې نوم  شامل  دی او هر خوا ته لټول کیږي د امریکا په یو پوهنتون کې د پوهنتون د ریس په توګه ټاکل کیږي ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  د ترکیې د مهمو  اجنداګانو نه یوه هم  د هیواد نه بهر د اسلام  او بهرنیانو سره د دښمنۍ مسله ده. پدې اړه باید  د خپل وس او توانه پورې کار وکړو. ولسمشر اردوغان وویل «لکه څرنګه چې ګورو پدې وروستیو کې په اروپا کې د میشتو ترکانو او مسلمانانو په دوکانونو او جوماتونو  د بریدونو کچه  د پام وړ لوړه شوې ده . دا په اصل کې  د اور سره لوبې کول دي. په لویديځه نړۍ کې  د مسلمانانو د امنیت په اړه زمونږ اندیښنې د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په ډیریدو دي. دا مسله  په نړۍ کې د سولې او ثبات د ټینګښت  پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی. » ولسمشر اردوغان  وویل چې  ترکان په بهر کې د اسلام او بهرنیانو پر وړاندې  د دښمنیو پر خلاف په مبارزه کې یواځې ندي. انشاالله چي  ټول مسلمانان  پدې برخه کې زمونږ سره  همکاره دي . پدې برخه کې به په ګډه مبارزه وکړو. د ترکيې رسنۍ



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd May, 2017