تفصیل | شهادت 

23rd March, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

کابل کې دوو خونړیو چاودنو ۱۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

2017-01-11

کابل کې د پارلمان ودانۍ ته نژدې په دوو چاودنو کې لږ ترلږه "۳۳" تنه وژل شوي او "۸۰" تنه نور ټپيان دي. طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی. که څه هم د دې برید مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی خو دغه سرچينه وايي دا روښانه نه ده چې دا بريد طالبانو کړی که د حقاني شبکې، خو په وينا يې دوی دواړه موږ ته یو دي او په اړه یې څېړنې پیل شوي دي. یوې بلې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې دوی یوه اوونۍ وړاندې خبر وو چې د حقاني شبکه په کابل، هلمند او کندهار کې د بریدونو پلان لري. دغه بريدونه هغه مهال شوي کله چې کارکوونکي د پارلمان له ودانۍ وتل. د راپورونو له مخې لومړی د پارلمان ودانۍ ته څېرمه ځانمرګی بريد شوی چې وروسته سملاسي له چاودېدونکو توکو ډک موټر چاودېدلی دی. په چاودنو کې شاوخوا موټرو او بسونو ته هم زيان اوښتی دی. د پارلمان کارکوونکو او يو شمېر عيني شاهدانو د اسوشېټېد پرېس خبري اژانس ته ويلي، ډېری وژل شوي کسان ولسي وګړي دي. د افغانستان د روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح بي بي سي ته ويلي ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. له سیمې عینې شاهدانو هم ویلي چې لومړی یو سرتیری بریدګر پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول او وروسته موټربم چاودنه وشوه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي چې دغه بريد طالبانو کړی.بی بی سی



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd March, 2017