تفصیل | شهادت 

20th January, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

کندهار کې چاودنې د ۱۱ تنه وژلي او له لسو ډېر ټپیان دي

2017-01-11

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي چې د سې شنبې ماښام په چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي او د کندهار د والي ډاکتر همایون عزیزي او د عربي متحده اماراتو د سفیر په ګډون ۱۲ نور ټپیان دي. قوماندان که څه هم په دغې پېښه کې د مرستیال والي عبدالعلي شمسي ممکنه وژل کېدل تائید کړي خو د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې د شپې ناوخته وویل چې د والي مرستیال ژوندی خو شدید زخمونه لري. جنرال عبدالرازق چې خپله تر چاودنې مخکې د پېښې له ځایه وتلی و ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د هغو چاودېدونکو موادو په نتیجه کې رامنځته شوې چې د ولایت مقام د مېلمستون په کوچونو کې ځای پر ځای شوي وو. قوماندان وايي، د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ نه‌دی خو وژل شوي کسان داسې سوځېدلي چې د پېژندلو وړ نه‌دي. په وژل شویو کسانو کې یوازې دقیقاً د عربي متحده اماراتو د پنځو ډیپلوماتانو او د پخواني جمهور رئیس د نېږدې خپل یما قریشي جسدونه پېژندل شوي دي. د کندهار د بهرنیو چارو رئیس شاه احمد سعید او د ولسي جرګې استازي باز محمد جوزجاني د مرګ او ژوند په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه‌شته. د کندهار ملي سوداګر هاشم کرزی او حاجي محمد صدیق مهمند چې په دغې میلمستیا کې ګډون کړی وو د ټپیانو په ډله کې شامل دي. بل‌خوا د کندهار د میرویس روغتون مسؤلین وايي چې ورته د تېرې شپې د پېښې کوم ټپي نه‌دی وروړل شوی.د یادولو وړ ده چې دغه چاودنه د هغې مېلمستیا پر مهال رامنځته شوې چې د کندهار چارواکو د عربي متحده اماراتو د سفیر لپاره برابره کړې وه. د عربي متحده اماراتو سفیر د سې شنې په ورځ د کوچنیانو لپاره د یوه ښوونځي د جوړولو د چارو د پیل لپاره کندهار ته راغلی و. وسله ‌والو طالبانو دغه حملې کې لاس لرل رد کړي. بی بی سی



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th January, 2017