تفصیل | شهادت 

11th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

انجنیر امین کریم: له زندانه د خوشې کېدو لپاره مو د ۵۰۰ زندانیانو لیست حکومت ته سپارلی

2017-01-15

حزب اسلامي وایي؛ د افغانستان له حکومت سره د سولې تړون له مخې یې د خپلو ۵۰۰ غړو نوملړ حکومت ته سپارلی چې له زندانه راخوشې شي. بلخوا حکومتي سرچینې وایي؛ د دغو کسانو د جرمونو څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او د خوشي کېدو په تړاو پرېکړه به تر څېړنو وروسته وشي. د سولې مذاکراتو لپاره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر انجنیر محمد امین کریم وایي؛ هغه کسان چې دوی یې د خوشې کېدو غوښتنه کړې، په جنایي جرمونو کې ښکېل نه دي. "د ۵۰۰ کسانو لیست مو حکومت ته تسلیم کړ، په دې هکله چې کوم کمیسون کار کوي، د لومړي پړاو کار یې تکمیل کړی او ان شاء الله تر راتلونکو ورځو به د افغانستان دولت هم خپله وروستی ارزونه وکړي." د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ وايي؛ حکومت لومړۍ د اسلامي حزب پورې تړلو بندیانو د جرمونو څرنګوالی معلوموي او بیا به یې د خوشې کولو پرېکړه کوي. دی وایي د حزب اسلامي اړوند، یوازې هغه بندیان به خوشې کیږي چې قضیې یې جنايي بڼه ونه لري.  "د اسیرانو د خوشې کېدو او د هغوی د جرمونو د څرنګوالي معلومولو لپاره اجراییه کمیسون کار پیل کړی. موږ هیله من یو چې دا او نور هغه موارد چې ګډ کمیسون د ځان لپاره ټاکلي ژر تر ژره تطبیق او پلي کړي." ښاغلی امین وایي؛ دوی چې د حزب اسلامي د کومو غړو د خوشې کېدو غوښتنه کړې، په جنایي جرمونو کې ښکېل نه دي. یو ګډ کمیسیون چې د دغه تړون اجرایي کېدو لپاره ته ټاکل شوی، هڅه کوي د دغه ګوند پوځي او ملکي کدرونه په بېلابېلو دولتي ادارو کې جذب کړي. انجنیر امین کریم چې د دغه کمیسیون غړی دی وایي؛ د سولې تړون ترلاسلیکېدو راهیسې تراوسه ددوی د ګوند کوم غړی پر دولتي دندې نه دی ګومارل شوی. د دې تړون له مخې د افغانستان حکومت مکلف شو چې د ملګرو ملتونو او د امریکا په څېر نورو هېوادونو له تور نوملړ نه د حزب اسلامي مشرانو نومو لرې کولو هڅه وکړي. حکومت تېره میاشت په رسمي ډول له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د ښاغلي حکمتیار نوم له تور نوملړه وباسي. د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ بي بي سي ته وویل، ددغه ګوند پر مشرانو د نړیوالو بندیزونو لرې کېدل د تړون د بریالي کېدو وروستۍ پړاو دی او دوی "هیله من دي په نژدې راتلونکې کې وشي." له کلونو راهیسې د ګلبدین حکمتیار نوم د امریکا او امنیت شورا په تور لیست کې دی او امریکا یې پر سر  جایزه هم ټاکلې ده.. د ملګرو ملتونو په ګډون امریکا، بریتانیا او ځینو نورو هېوادونو د حزب اسلامي او د افغانستان دولت ترمنځ د سولې تړون هرکلی وکړ او ورته یې خوشبیني وښوده. ویل کېږي چې ښاغلی حکمتیار به ډېر ژر افغانستان ته ستون شي، خو د اسلامي حزب د مرکچي پلاوي مشر امین کریم وایي؛ لا څرګنده نه ده چې هغه به په کوم ولایت کې مېشت شي. "ننګرهار د غوره شویو ولایتونو له ډلې یو دی، وروستی نه دی، کیدای شي لغمان وي، پکتیا وي، لوګر، وردک او یا کیدای شي کاپیسا وي، نو کله چې د راتګ لپاره چمتوالی ونیول شي، هغه په هر ولایت کې چې وي خو د یو ولایت په مرکز ته به راشي." ښاغلي امین وویل؛ د سولې تړون راهیسې ددوی د ګوند ډېر غړي له ګاونډيو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي. د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ تړون له مخې دغه ګوند هرډول پوځي فعالیت پرېږدي، خپل پوځي تشکیلات لمنځه وړي او ورسره زندانیان به دولت ته سپاري. ښاغلی امین وایي؛ دوی له حکومت سره کړې ژمنې پوره کړي، خو ادعا کوي چې دولت د خپلو ژمنو عملي کولو کې چټک نه دی. ددې تړون د بشپړ پلي کېدو لپاره کوم ځانګړی وخت نه دی ټاکل شوی. غوښتل مو د حکومت له لوري د تړون عملي کېدو بهیر په اړه معلومات واخلو، خو اړونده چارواکو په دې تړاو له خبرو کولو ډډه وکړه. بی بی سی



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2017