تفصیل | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

امريکا د افغانستان د څلور کلن امنيتي پلان ملاتړ وکړ

2017-04-16

 د امريکا د ملي امنیت سلاکار له افغانستان سره د دې هېواد د امنيتي همکاريو د پراختيا د ژمنې ترڅنګ د افغانستان د څلور کلن امنيتي پلان څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر او د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر، نن په کتنه کې د دواړو هېوادونو د امنيتي همکاريو پر پراختيا خبرې وکړې.

د متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر، کابل ته د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان په اړه د متحدو ایالتونو د پالیسۍ د بیاکتنې لپاره راغلی دى.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، په دې کتنه کې مک ماسټر ډاډ ورکړ، چې هېواد یې له افغانستان سره د خپلو امنیتي همکاریو پراختیا ته ژمن دی.

ده ويلي، د افغان هوایي پوځ د محاربوي قابلیتونو د لوړولو په برخه کې د افغان دولت د پالیسۍ ملاتړ کوي او د افغان هوایي ځواک د تجهیز او انکشاف لپاره هر راز همکارۍ ته چمتووالی لري.

نوموړي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د څلور کلن امنیتي پلان څخه هم د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، د ولسمشر ډونالډ ټرامپ اداره باور لري، چې د دې پلان په تطبیق سره به په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونه له منځه ولاړ شي.

يوې سرچينې پژواک اژانس ته ويلي، د ياد شوي امنيتي پلان په مهمو ټکو کې راغلي، چې په افغانستان کې روانه جګړه يوازې د افغانستان نه ده، بلکې د ټولو نړيوالو ده او دوى ته هم جدي ګواښ دى، چې بايد پر وړاندې يې په ګډه مبارزه وشي.

سرچينې زياته کړې، په دې پلان کې دغه راز يادونه شوې چې په دې جګړه کې بايد د افغانانو قربانيو ته درناوى وشي.

دغه راز په دې پلان کې به افغانستان او امريکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره پر يوه نوي پلان موافقه کوي.

پر دغه څلور کلن امنيتي پلان له څه مودې راهيسې د افغانستان او امريکا ترمنځ مشورې روانې دي او د افغانستان حکومت له خوا منظور شوى هم دى.

د امريکا د ملي امنیت سلاکار دغه راز ويلي، له افغانستان سره د متحدو ایالتونو همکارۍ به د نظامي برخې ترڅنګ، په انکشافي او زېربنایي سکتورونو کې هم دوام ولري.

نوموړي د سولې په پروسه کې هم د افغان دولت له پالیسۍ څخه د خپل هېواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، چې په دې کتنه کې اتمر وویل، افغانستان او متحد ایالتونه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د موجودو نظامي همکاریو انکشاف ته اړتیا لري او د ترهګرۍ د ګواښونو ډېرېدو په افغانستان کې، د متحدو ایالتونو د لا ډېر موثر او فعال نظامي او سیاسي حضور اړتیا رامنځته کړې ده.

نوموړي د افغانستان د امنیتي وضیعت د تشریح په ترڅ کې وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه، د سیمې او نړۍ په کچه د ترهګرو ډلو د ګواښونو په مقابله کې د پام وړ بریالیتوبونه او لاسته راوړنې لري او د دې کامیابیو د ساتنې لپاره، له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د متحدو ایالتونو په شمول د ناټو غړو هېوادونو لا ډېر ملاتړ ته اړتیا ده.

د ده په وينا، افغان دولت د خپل ملت د دفاع ترڅنګ له مخالفو وسله والو ډلو سره د سولې لپاره هم چمتووالی لري، خو د سولې په پروسه کې به له کمزوري دريځه ګډون ونه کړي، بلکې د نړيوالو متحدینو په همکارۍ به وسله والې مخالفې ډلې سولې ته اړې کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې ليدنو کې د امنیتي سکتور وزیرانو ترڅنګ د چارو ادارې لوی رییس سلام رحیمي هم ګډون درلود.

پژواک 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017