تفصیل | شهادت 

23rd August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

سل کاله نه دی تیر شوی چی خلک یی له یاده اوباسی

2017-04-17

اته کاله یی په خپلو سپو او سپایانو د ده ساتنه کوله،خو اوس غواړی امریکایان اوباسی!! له پاکستان څخه یی له خپلی اډی په هلیکوپتر کی افغانستان ته انتقال کړ، حتی په حکومت کی شاملو لورو څخه به هم دوی ساته. جنابه دوی درڅخه اوسنی سړی جوړ کړ. چی څه دی کولی شوی هیڅ دی ونکړل،ټوله تکیه دی پر دوی وه ، یواځی دی یو اقلیت ته رشد ورکړ، ملی شخصیتونه ووژل شول،قومی ټیکه دارانو واک ترلاسه کړ،مفسد خائن او لوچکان په اقتدار کی شول،بهرنیو لاسوهنو په اړه دی د مرګ سکوت اختیار کړی وه او د کرکجنو څیرو په رشد کی دی اکثریت سره دښمنی اخیستی وه. هیواد ته دی هیڅ ونکړل،اوس په خبرو نه  کیږی.خبری شاه شجاع هم ډیری کولی. ځان هغو سره مه پرتله کوه چی شپه ورځ یی د هیواد خپلواکی لپاره وقف کړه او هره شیبه یی د مرګ خطره وه. د هغوی ځای نشی نیولی
 سل کاله نه دی تیر شوی چی خلک یی له یاده اوباسی، عمل دی په دی خبرو نه ورک کیږی..زه خو فکر نه کوم د وجدان درد ولری، دا کار دی هغه مهال هم کولی شوی چی د کولو توان دی درلود، خو اوس همغه توان پسی ګرڅی نه دی پسی.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd August, 2017