تفصیل | شهادت 

26th May, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د خطرناک باج پيدا کوونکي ويروس خپريدل

2017-05-13

د ټولې نړۍ د سايبري امنيت سترو شرکتونو د جمعې په ورځ خبردارى ورکړ چې خطرناک باج پيداکوونکى ويروس په مجازي فضا کې د خپريدو په حال کې دى او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې په زروګونوکمپيوټرونه ککړ کړي دي.
د ايرنا خبري آژانس د راشا تودې د خبري آژانس له خولې خبر راکړ چې د دغه ويروس سازمان موندلي بريدونه پرون د جمعې له سهارڅخه پيل شوي دي اوپه ټوله نړۍ کې يې څه ناڅه پنځوس زره کمپيوټرونه ککړ کړي دي.
باج پيداکوونکى هغه ويروس دى چې د هدف کمپيوټر له ککړولو وروسته، فايلونه او اطلاعات بندوي او ددغه بنديز دپرانستلو لپاره يوه اندازه پيسې د باج په توګه غواړي.
د فرانسې خبري آژانس په دې اړوند خبر ورکړى دى چې دهدف کمپيوټرونو زياته برخه د بريټانيا او اسپانيا په ګډون د اروپايي هېوادونو په سترو سازمانو او بنسټونو پورې اړه لري.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په بريټانيا کې څو ستر روغتونونه د دغه سايبري بريد هدف ګرځيدلي دي او د دغه هېوادپه ټولو برخوکې د ناروغانو د منلو په کړو وړوکې جدي ګډوډي رامنځته شوې ده.
له دې سره جوخت له اسپانيا څخه خبرونه ترلاسه کيږي چې د دغه هېواد ځينې ستر مخابراتي او تکنالوجيکي شرکتونه هم د دغه ويروس د بريدونو قربانيان دي.
د اکسپر اسکاى د انترنټي شرکت د خبرله مخې، تر اوسه پورې ٧٤ هېوادونه د دغه سايبري بريدهدف ګرځيدلي دي او د قربانيانو شمېر په چټکيا سره د زياتوالي په حال کى دى.
روسيه، اوکراين او د تايوان ټاپو په دغو سيموکې شامل دي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

26th May, 2017