تفصیل | شهادت 

22nd July, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

داعش : د پاکستان _ افغانستان _ امريکا، امنيتي_ پوځي غونډه

2017-05-14

يوه ورځ له هغه وروسته چې د داعش ډلې له ٢٨ تنو په وژنې سره   د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې د چاودنې مسووليت په غاړه واخيست، پاکستان د جمعې په ورځ له داعش سره د مبارزې په محوريت  د پاکستاني، افغاني  او د امريکايي مقاماتو په شتون د درې اړخيزې پوځي  _امنيتي غونډې کوربه و.

 دغه  غونډه په راولپنډۍ ښارکې د پاکستان د اردو د قوماندانۍ په مرکز کې جوړه شوه.

 د افغانستان  د اردو  عملياتي  مسوول جنرال حبيب حصاري په دې غونډه کې د دغه هېواد مرکچې هيئت مشرتوب په غاړه درلود.

دغه راز د امريکا پوځي مقام جنرال کرستوفر هاس   هيئت مشري په غاړه لرله او د پاکستاني هيئت مشرتوب هم د پاکستان د اردو د عملياتو رئيس جنرال ساحر  شمشاد ميرزا په غاړه درلود.

دا لومړى ځل دى چې له داعش سره د مقابلې د لارو  چارو د څيړنې په موخه د دغو  دريو هېوادونو د پوځي مقاماتو ترمنځ درې اړخيزه غونډه جوړيږي.

ښايي وکولاى شوو دغه غونډه په پاکستان کې د داعش د شتون او فعاليت په نسبت  د دغه هېواد د ډيرو جدې انديښنو په مفهوم وبولوو.

د تيرې جمعې په ورځ په بلوچستان ايالت کې د تروريستي بريد له امله چې مسووليت يې داعش په غاړه واخيست، څه ناڅه اته ويشت تنه ووژل شول.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd July, 2017