تفصیل | شهادت 

22nd July, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ملي امنيت دانسان تښتونې يوه نهه کسيزه ډله په کابل کې ونيوله .

2017-05-15

دغه ډله دسيد مصطفي اکبري په مشرۍ چې په اغاصاحب مشهور دى له اتو تنو ملګرو سره يې دکابل ښار ديوولسمې ناحيې په ساحه کې دملي امنيت درياست دمنسوبينو له خوا ونيول شو .
نيول شويو کسانو اعتراف کړى دى چې دپريسا په نامه يو پنځه کلن ماشوم يې ٢٣ ورځې مخکې ددې له کورنۍ څخه ١٠٥ زرو امريکايي ډالرو دغوښتنې په مقصد تښتولي او پاکستان ته يې ليږدولى دى او غوښتل يې چې دغه پيسې دپريسا له پلار څخه ترلاسه کړي .
نيول شوي کسان چې دانسان تښتونې يوځانګړې ډله وه چې دملي امنيت په سختو عملياتو کې په ننګرهار او کابل ولايتونوکې نيول شوي او کوچنى ماشوم يې دهغوى له منګولو څخه ازاد کړى او خپلې کورنۍ ته يې سپارل شوى دى دپريسا پلار دخپل لور دبيا ترلاسه کولو په خاطر دملي امنيت درياست دمنسوبينو له هلوځلو څخه په مننې سره له عدلي اوقضايي مراجعو څخه غواړي چې نيول شوي انسان تښتوونکي دخپلو عملونو په سزا ورسوي .



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd July, 2017