تفصیل | شهادت 

11th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي ویاند وايي خبرې يې «ناسمې» تعبیر شوې دي

2017-05-16

د حزب اسلامي یو وياند قریب الرحمن سعيد وايي، د سولې اړوند یې د طالبانو په برخه کې خبرې «ناسمې» تعبیر شوې دي.

تېره ورځ ځينو رسنیو د حزب اسلامي د دغه ویاند له خولې خبر ورکړی و، چې په قطر کې د طالبانو استازیو له دوی سره اړیکه نیولې او د سولې خبرو ته يې زړه ښه کړی.

سعید کابل نیوز ټلویزیون ته ویلي و چې د طالبانو د سیاسي دفتر ځینو غړو گلبدین حکمتیار سره د سولې بهیر لپاره اړیکه نیولې ده.

پژواک خبري اژانس د سعید له خولې لیکي، طالبانو له حزب اسلامي سره اړیکه نیولې او جگړه يې د حل لار نه ده بللې.

د سرچينې په وینا د حزب ویاند ویلي و، تیار دي چې له جگړو ستړي طالبان د سولې له لارې له دولت سره یو ځای کړي.

تازه د قریب الرحمن سعید پر رسمي فیسبوک پاڼه د دې خبرو رد خپور شوی او ويلي يې دی، چې خبرې يې «ناسمې» تعبیر شوې دي.

قریب الرحمن سعید وايي، د طالبانو د اړیکو یادونه یې نه ده کړې، خو ويلي و، چې «ځينو سیاسي کړیو» ورسره اړیکه نیولې. سعید نه ده څرگنده کړې چې کومو مخالفینو ورسره د سولې اړوند اړیکه نیولې ده.

دی کاږي: «د یو شمیر سیاسي کړیو له اړخه حزب اسلامي سره ابتدایی تماسونه شته خو د خبرو اترو او یا نور پرمختگ په اړه لا تر اوسه کوم معلومات نه شته.»

نوموړي ټینگار کړی، چې د طالبانو د قطر د دفتر په اړه يې خبره نه ده کړې، له رسنیو يې غوښتنه کړې چې خپل خبر «اصلاح» کړي.

د طالبانو سیاسي دفتر په دې اړه څه نه دي ويلي. نړۍ نيوز

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2017