تفصیل | شهادت 

22nd October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

رابیل شول د همزولو له کتاره په خندا

2017-06-17

رابیل شول د همزولو له کتاره په خندا
 په ټوله مینه غیږ درکوي داره په خندا

بیګا یې له یارانو سره ولمانځله وخته 
 د ژوند اخري شپه یې تر سهاره په خندا

جیلوانه غوسه مکړه چې ولچکې شرنګومه
 زه دار ته په مستۍ ځمه په لاره په خندا

ګلابه څڅوه پټې حالاتو نه مړې اوښکې
 د زړه ژور زخمونه دې هم شماره په خندا

مور پټې په ټیکري کړي اوښکې پاکي او څه وایې
تابوت کې خپل شهید ځوی ته کراره  په خندا

د ستړي ژوندانه د راز په دې کیفيت پوه نه شوم
ژړا کې شوې کوچیه سپینه  یاره په خندا...!!!



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd October, 2017