تفصیل | شهادت 

19th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

پکتیا : ډله ییز برید کې مظلوم پولیس وژل شوي :

2017-06-18

د پکتیا د پولیسو مطبوعاتي دفتر وايي، تراوسه دغه برید کې ۳ پولیس وژل شوي او پنځه ټپیان دي,ځانمرګو په ځايي وخت سهار ۶:۳۰ بجۍ په ګردېز ښار کې پر امنیه قومندانۍ برید کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، دا برید د پولیسو پر ۳۰۳ سپین غر زون شوی دی.

د ۳۰۳ حوزې قومندان اسدالله شیرزاد وویل "اول یو موټر بم د دغه مرکز په دروازه کې چاودنه کړې او وروسته څلور بریدګر دغه مرکز ته ننوتلي دي ".

ویل کېږي د پېښې په لومړیو کې ۴ بریدګر وژل شوي او اوس یوازې یو بریدګر له امنیتي ځواکونو سره په نښته دی.

خو ځايي چارواکو ویلي په دغه برید کې پنځه پولیس وژل شوي او د لسو پولیسو په ګډون ۳۰ کسان پکې ټپیان دي , جګړه لا هم روانه ده.

په سیمه کې روغتیايي سرچینې وايي، تراوسه ۲۰ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

ویل کېږي ځانګړي افغان ځواکونه د دې برید د پېزوانولو یا مهارولو لپاره د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

طالبانو د برید مسؤولیت منلی او وایي، حکومتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th August, 2017