تفصیل | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دجهاد واتل اوملی رهبرمحترم حکمتیارصاحب

2017-06-24

 

دجهاد واتل اوملی رهبرمحترم حکمتیارصاحب اودده ټولو ملګرواوټول دردیدلی ولس ته دنیکمرغه کوچنی اخترمبارکی وایم خدای ج دی وکړی چی داپه هیوادکی  یو دسولی اونیکمرغۍ اختر شی 


زموږ دسولی قهرمانه داختر دی مبارک ښه
دزخمی زړونو درمانه داختر دی مبارک ښه

داچی ښکاری ټول هیواد اوهم کابل درباندی ښکلی
مفسیر دپا ک قرآ نه داختر  دی مبارک ښه

لیکوالان درباندی ویاړی ستاصفت لیکلی نشی
ستر لیکوال دافغانستانه داختر دی مبارک ښه

ای ددوه جهادو مشره او زموږ ملی رهبره
دسنګر ستړی ستومانه داختر دی مبارک ښه

دمظلوم ولس په غم دی هروخت ځان ده خبرکړی
په ولس یی سر ګردانه داختردی مبارک ښه

کارنامی دی موږ دسولی اوجهاد هره یوه لولو
موږ ته ډیریی قدردانه داختر دی مبارک ښه

ته زموږ ځلانده ستوری تاریخونوکی اول شوی
زموږ تاریخ دی کړ روښانه داختردی مبارک ښه

زما { محب }مبارکی نن له زندانه کړی قبوله
ته یی ګل زموږدبوستانه داختر دی مبارک ښه

        {محب الله محب}
1396/4/3



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017