تفصیل | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ولسي جرګه : د افغانستان دښمنان په دې هڅه کې دي چې په دغه هېواد کې اختلافونه او لوی ناورین رامنځته کړي.

2017-07-15

ولسي جرګه په دغه هېواد کې روان وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي، ټینګار کوي چې په هېواد کې د یو لوی او خطرناک ناورین لپاره هڅې روانې دي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د وکیلانو تر اندېښنې ورسته وویل چې د افغانستان دښمنان غواړي په دې ناورین سره په دغه هېواد کې د ستونزو لمن پراخه کړي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"د افغانستان دښمنان له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې اختلافونو ته لمن ووهي او زموږ سیاسي یووالی زیانمن کړي او داسې یو خطرناک ناورین رامنځته کړي چې مدیریت یې د خلکو او حکومت له حوصلې بهر وي او موږ هیله کوو چې ولسمشر او د حکومت مشرتابه دې برخې ته جدي پام واړوي."

خو ښاغلي ابراهیمي په څرګند ډول دا ونه ویل چې دا کسان څوک دي او ولې په افغانستان کې د دې خطرناک ناورین د رامنځته کولو هڅې کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د یو لوی ناورین د رامنځته کېدلو خبره کېږي بلکې تر دې مخکې یو شمېر مدني فعالانو، قومي او سیاسي مشرانو هم په دې اړه خبرداری ورکړی و او له حکومت نه یې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د امنیتي ستونرو د هواري او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هڅې روانې دي او یو شمېر کارونه شوي هم دي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد وویل چې په دې برخه کې څلور کلن پلان جوړ شوی او د وروستي کېدو په حال کې دی.

"د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې یو سراسري طرحه چمتو شوې، پرته له دې چې موږ له ترهګرو سره مخ یو د لویو ښارونو په ځانګړي ډول د کابل امنیت په لومړیتوب کې دی، په ټول افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې څلور کلنه طرحه تقریباً وروستۍ شوې او په نېږدې راتلونکې کې به پلې شي."

که څه هم ښاغلي ازاد د دغې طرحې په اړه ډېر څه ونه ویل، خو ویې ویل چې ولسمشر له خلکو سره په مشوره هڅه کوي چې په افغانستان کې روانو ستونزو ته حل لارې بیامومي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې رئیس وايي، د ملي وحدت د ټینګښت او سیاسي یووالي په نوم یوه مصوبه تصویب او حکومت ته استول شوې چې پلي کېدل به یې د سیاسي ناورین په مدیریت او د ملي وحدت په تینګښت کې اغیزمن تمام شي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017