تفصیل | شهادت 

18th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ننګرهار هسکه مېنه : شپاړس ملکي وګړي وژل شوي

2017-08-12

د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې تیره ورځ مازیګر په بمباریو کې شپاړس ملکي وګړي وژل شوي چې اته په کې د یوې کورنۍ غړي دي.

د هسکې مېنې ولسوال سازولي شینواري رسنیو ته ویلي چې دغه بمبار تېر مازیګر ناوخته د پاپین سیمه کې شوی دی.

هغه وايي یو ځای کې بمباري په یو سوزکي موټر شوی چې له پاپین سیمې څخه د ولسوالۍ پر خوا روان و او له امله یې په سوزکي موټر کې ناست د یوې کورنۍ اته غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې وو وژل شوي دي.

ولسوال سازولي زیاتوي چې په همدغې سیمه کې پر پیاده روانو ملکي وګړو بل هوايي برید شوی چې له امله یې اته نور ملکي وګړي وژل شوي چې د مختلفو سیمو اوسېدونکي دي.

د هسکې مېنې ولسوال وايي مړي یې تېره شپه خاورو ته سپارلي دي.

ښاغلي سازولي وویل چې مړي له پېژندګلوی څخه وتلي وو، نو ځکه یې د بمباریو د قربانیانو مړي په بوجیو کې اچولي او خاورو ته یې سپارلي دي.

تراوسه لا څرګنده نه ده چې دا بمباري د افغان ځواکونو او که په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو له خوا شوې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري   وویل چې تراوسه یې په هسکه مینه کې د تیرې ورځې د بمباریو په هکله کوم رپوټ نه دی ترلاسه کړی، خو جنرال وزیري زیاته کړه، چې د دې پیښې پلټنه به وکړي او جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خویاڼی هم په بمبار کې ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې خبره مني خو وايي دقیق ارقام نه لري.

دوه اونۍ وړاندې هم په همدغې ولسوالۍ کې د هوايي بمبار له امله نهه ملکي وګړي وژل شوي وو.

د هسکې مېنې ولسوالۍ چارواکو ویلي دي چې افغان او بهرنیو ځواکونو له تېرې ورځې راهیسې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې یو ځل بیا د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې پر ضد پیاده عملیات هم پیل کړي دي چې تر اوسه یې د مرګ ژوبلې معلومات نه کېږي.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th August, 2017