تفصیل | شهادت 

17th October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي......:

2017-08-12

د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي د افغانستان د دفاع او امنیت خصوصي کولو معانا به دا وي، چې جګړه اوږده شي، قانون تر پښو لاندې کړل شي او خپلسرۍ زیاتې شي.

ښاغلی کرزی وايي، لازمه بولي، چې د امریکا له دغې احتمالي پرېکړې مخکې خبرداری ورکړي. نوموړی دغه راز وايي که داسې کومه پرېکړه کېږي، په اړه به یې د افغانانو غبرګون ډېر کلک وي.

له دې مخکې د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي وو، چې ګواکې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوو سلاکارانو له خصوصي امنیتي شرکتونو د افغانستان د جګړې په اړه نظر غوښتی دی.

داسې هم ویل شوي، چې دوو مهمو امنیتي شرکتونو افغانستان کې د جګړې مدیریت دوی ته د ورکولو وړاندیز کړی دی.

خو امریکايي چارواکو په دې اړه رسماً تر اوسه هېڅ نه دي ویلي.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

17th October, 2017