تفصیل | شهادت 

19th September, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

کابل : بګرام کې ځانمرګى بريد

2017-09-11

 د پروان د بګرام ولسوال وايي، په دې ولسوالۍ کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى او ده تر اوسه له دې بريد څخه د درېيو ملکي وګړو د ټپي کېدو راپور تر لاسه کړى دى, دغه بريد نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې يو کس د بهرنيو ځواکونو پر کاروان د سراچه ډوله موټر په  وسيله کړى دى.

دی وايي، د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو لومړني معلومات ښيي چې درې ملکي وګړي په کې ټپيان شوي دي.

هغه وويل چې دا مهال ( له غرمې وروسته درې نيمې بجې) سيمه د بهرنيو ځواکونو له لوري کلابنده ده.

د بريد مسووليت وسله والو طالبانو اخيستى دى.

د وږي په ١٦مه هم په بګرام کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى و.

د چارواکو په وينا، په دې بريد کې درې ګرجستانيان او پنځه ملکي وګړي ټپيان وو او يو افغان ژباړن وژل شوى و.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2017