تفصیل | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي، هېواد یې پر ډېورنډ کرښه له افغانستان سره ګډې څارنې او فعالیتونو ته چمتو دی.

2017-09-13

اسلام اباد کې له نړیوالو رسنیو سره خبرو کې نوموړي ویلي، پاکستان پر خپله پوله د اغزن سیم لګول نه پرېږدي او په وینا یې که افغانستان غواړي هم دغه چاره کولای شي. د سیمې لپاره د امریکا نوې پالیسۍ ته په اشارې نوموړي ویلي، د امریکا له لوري د هېڅ ډول فعالیتونو نوملړ نه دی ورکړل شوی. ښاغلي عباسي ویلي:

''موږ داسې کوم لیست نه دی لیدلی، پاکستان به 'له امریکا سره ' خپلې مرستې ته دوام ورکړي او د نورو خبرو لپاره چمتو دی، زموږ اصول دا دی، چې خپل اتحادي ته سزا نه ورکوو. ''

 شاهد خاقان عباسي په ټینګار وویل، چې د پاکستان او امریکا اړیکي یوازې په افغانستان پورې نه دي تړلې:

''دا ۷۰ کلن اړیکي دي، دغه اړیکي پر یوه مسله نه راڅرخېږي، بلکې هر اړخیز دي. دې کې اقتصادي او پوځي اړیکي هم شامل دي. ''

نوموړي ویلي، هېواد یې د افغانستان پرتله ډېر د ترهګرۍ له کبله اغېزمن شوی دی:

''موږ د ترهګرۍ له کبله تر ټولو ډېر زیانونه ګاللي دي. که نن هم تاسو په دواړو هېوادونو کې د ترهګرۍ پېښې سره پرتله کړئ، نو ترهګر تر افغانستان ډېر فعالیتونه دلته پاکستان کې کوي. ''

د چین برکس غونډې ګډې اعلامیې په تړاو چې په کې پاکستان کې د سخت دریځو ډلو یادوونه شوې، ښاغلي عباسي ویلي، 'هغه څرګندونې یوازې د پاکستان په اړه نه وې او د پنځو هېوادونو ګډې وې. '

نوموړي دغه راز دا وروستیو کې د سخت دریځۍ په تړاو د چین له لوري د فشار له شتوالي انکار وکړ.

د افغانستان له لوري د هغو وړاندیز په تړاو چې دواړه هېوادونه د یوه او بل د ترهګرو پر وړاندې اقدامات وکړي او یو درېیم هېواد یې باید څارنه وکړي، نوموړي ویلي دی له دغسې کوم وړاندیزه بې خبره دی. د ښاغلي عباسي په وینا 'هېڅ یو هېواد بل هېواد ته د څار اجازه نه شي ورکولای. '

په پام کې ده، چې پاکستانی لومړی وزیر راتلونکو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته سفر وکړي، خو دغه سفر کې یې له امریکايي چارواکو سره خبرې په پروګرام کې شاملې نه دي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017