تفصیل | شهادت 

16th October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

څومره آرامه څومره ستړی یې ستومانه ژونده

2017-10-11

شاعر: عبدالقیوم دریاب

څومره آرامه څومره ستړی یې ستومانه ژونده

په چا یې تېر څومره آسان او په چا ګرانه ژونده

د چا خوشاله زړګی پړک چوي له سرشاره خندا

د چا ږلۍ اوښکې څڅېږي تر ګرېوانه ژونده

څومره زلمیان دي دېره د قبرستان غېږه کې

څومره دې غېږه کې ساتلي بې جانانه ژونده

د محبت د زړه په کلي کې غوغا جوړه ده

مینان لاس تړلي درومي تر زندانه ژونده

زه په خپل زړه کې د وطن مینه سرشاره لرم

زه په خپل عشق باندې قربان آن له ځانه ژونده

زما په وینو چې رنګین شي دا تاوان مې خوښ دی

مونږه مدام ګټه اخیستې له تاوانه ژونده

زه د تقدیر په فیصلو باندې ایمان لرمه

په خپل پاڅون او انقلاب نه یم پښېمانه ژونده

ته مې که نیمه لار کې پرېږدې بیا هم خوښه مې ده

خو لږ فرصت خو راته راکړه تر یو آنه ژونده

دغه یوه هیله مې پاتې چې ستا په ژوند پوره شي

چې د اسلام جنډه شي هسکه تر اسمانه ژونده

څپې څپې "دریاب" روان دی لا مزلونه وهي

آخر به یوسي له تا ډک زړه له ارمانه ژونده



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th October, 2017